فرحان یوسفزی د افغانستان کرېکټ بورډ مشر شو

فرحان یوسفزی د انځور حقوق ACB
Image caption فرحان یوسفزی په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د کرېکټ بورډ څلورم مش دی

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه لنډه اعلامیه کې ویل چې فرحان یوسفزی یې د دې هېواد د کرېکټ بورډ عمومي رییس په توګه ګومارلی دی. نوموړی د عزیزالله فضلي پرځای ګومارل شوی دی

د ارګ پر ټویټر او فیسبوک پاڼه خپاره شوي حکم کې راغلي: "‫د جمهوري ریاست دعالي مقام د حکم پر بنسټ، ښاغلی فرهان یوسفزی د افغانستان کرېکټ بورډ د غړي او عمومي رئیس په توګه وګومارل شو.‬"

عزیز الله فضلي تېر کال د کرېکټ بورډ مشر وټاکل شو خو د ۲۰۱۹ نړیوال جام وروسته پر ښاغلي فضلي او د افغانستان د کرېکټ پر ملي لوبډلې نیوکې زیاتې شوې.

افغانستان په نړیوال جام کې ۹ لوبې وکړې خو یوه یې هم ونه ګټله. په ځینو لوبو کې افغان لوبډله ښه ونه ځلېده او د یو شمېر خلکو نیوکې یې وپارولې. له همدې امله ځینو خلکو د کرېکټ بورډ د مشر ګوښه کېده وغوښتل.

کرېکټ: افغان الف لوبډلې بنګله دېش ته دویمه ماتې ورکړه

کرېکټ: افغانستان الف لوبډلې بنګله دېش ته په لس وېکټو ماتې ورکړه

انګلنډ د ۲۰۱۹ کال د کرېکټ نړیوال جام وګټلو

خو د افغانستان د کرېکټ د لوبې له میدانه ور هاخوا په نورو برخو کې هم له ستونزو سره مخ دی. د کرېکټ نړیوالې شورا په دې اداره کې د فساد په اړه څېرنې پيل کړې دي.

په اداري برخه کې هم یو شمېر کسان په دې وروستیو کې له خپلو دندو ګوښه شوي دي. پخپله ملي لوبډله کې هم د لوبغاړو ترمنځ ناندرۍ وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

فرحان یوسفزي په ۱۳۶۲ لمریز کال کې نړۍ ته سترګې غړولي دي. نوموړي د امریکا د هلټ بوسټن (Hult International Business School) پوهنتون کې د سوداګرۍ او رهبرۍ برخه کې تر ماسټرۍ زدکړه کړې.

د انځور حقوق ACB
Image caption پر پخواني مشر عزیزالله فضلي له نړیوال جام وروسته سختې نیوکې کېدلې

شننه : ایمل پسرلی

فرحان یوسفزی په تېرو درېیو کلونو کې د کرېکټ بورډ د عمومي رئیس په توګه څلورم (نسیم دانش، عاطف مشعل، عزیزالله فضلي او فرحان یوسفزی) کس دی چې ټاکل کېږي.

د نړۍ د هېڅ هېواد په کرېکټ بورډ کې دومره ادلون بدلون نه شته او نه به یې ووینئ. په دې هیله چې فرحان یوسفزی خپل ټاکلي درې کاله پوره کړي.خو ارګ او د مشر بدلولو ملاتړي باید څېړنه وکړي چې د کرېکټ مشکل په څه کې دی؟ که په مشر کې وي بیا خو هغه کسان ناکامه دي چې ارګ ته دا کسان ور وپېژني، او همدوی باید بدل شي.

د انځور حقوق Getty Images

که کوم بل ځای عیب وي باید پر داسې چا یې پلټنه وکړي چې له لوبغاړو او نورو دخیلو غاړو سره اړیکه نه لري. تر هغو چې یو شخص خپله ټاکلې موده په دنده پاتې نه شي دا اداره ناممکنه ده چې جوړه شي، او په ای سي سي کې به د افغانستان کرېکټ د خندا وي.

د لوبډلې د ضعف پړه باید د بورډ پر مشر وانه چول شي او اوس دې فرحان یوسفزی خپلې درې کلنې مودې ته پرېښودل شي. که ارګ پرې نه پوهېږي نو مینه وال دې پوه شي. ایا د زمبابوې حالت غواړئ؟

ورته مطالب