کابل: ځانمرګي برید د ۵ ښځو په ګډون ۱۱ ولسي وګړي وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې چاودنې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پنجشنبې په ګهیځ د کابل ښار شپاړسمه حوزه کې د ملي بس څلور لارې ته څېرمه د کانونو او پیټرولیم وزارت د کارکوونکو پر لېږدوونکي کاسټر ځانمرګی برید شوی.

برید سهار اته بجې او ۱۰ دقیقې شوی. کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، ځانمرګی بریدګر پر موټر سایکل سپور و، چې تر برید وروسته په هماغه سیمه کې دویمه چاودنه هم شوې.

دغه وزارت د کابل ډسپیچري کې هم د موتربم چاودنه تایید کړې، چې وايي دغو چاودنو کې ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار پر خپل ټویټر لیکلي، نننیو چاودنو کې ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي. ښاغلی مایار وايي، په وژل شویو کې پنځه ښځې او یو ماشوم دی.

طالبان

د طالبانو یوه ویناند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه ویناپاڼه کې ویلي، د کابل ډسپیچري کې یې یوه بریدګر د بهرنیو ځواکونو پر یوه کاروان ځانمرګی برید کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

طالبان وايي، د کانونو وزارت پر کاسټر برید او چاودنه پر طالبانو پورې اړه نه لري.

د ارګ پر ټوېټر د ولسمشر غني پیغام کې راغلي: "طالبان له یوه لوري خبرې او له بل لوري فجایع او بشري جنایتونه تکراروي، خو هغوی باید پوه شي چې په دې کارونو نه د سولې په مذاکراتو کې امتیازات ترلاسه کولای شي او نه د خلکو له نفرت او کرکې ځان خلاصولای شي".

د کانونو او پیټرولیم چارسمبالې وزیرې نرګس نهان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نن د دغه وزارت د کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر ځانمرګي برید د یاد وزارت ۸ کارکوونکي ووژل او او یوشمېر نور یې ټپیان کړل.

بل خوا، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي کابل کې دغه بریدونه غندلي او دا یې د "افغانستان د خلکو د سولې او ارامۍ دښمنانو کار" بللی دی.

تېره ورځ (چارشنبه) هم کابل کې چاودنې درې بهرني سرتېري ټپیان کړي وو.

د روانې جولای پر ۱۹مه هم د کابل پوهنتون دروازې ته څېرمه د کرولا په مټ چاودنه شوې وه، چې د یوه ترافیک په ګډون یې اته کسان وژلي او ۳۳ نور ټپیان کړي وو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د عامې روغتیا وزارت وايي، کابل امبولانس په برید کې ټپیان روغتونونو ته لېږدولي.

که څه هم د چاودنې مسؤولیت کومې ډلې نه و منلی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي وو، د کابل نننی برید پر دوی پورې تړاو نه لري.

ورته مطالب