طالبان: که پاکستان د سفر رسمي بلنه راکړي، ورځو

سهیل شاهین د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی شاهین وايي "موږ خو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وخت ناوخته وینو، نو که موږ له پاکستان څخه رسمي بلنه ترلاسه کړو، موږ سفر ورته کوو، لکه نورو هېوادونو ته چې يې کوو، ځکه چې پاکستان هم یو ګاونډی او مسلمان هیواد دی".

طالبان وايي، که پاکستان د دوی پلاوي ته ددغه هېواد د سفر رسمي بلنه ورکړي، دوی به ورشي او له لومړي وزیر عمران خان سره به وویني.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان امریکا ته په وروستي سفر کې ویلي وو، چې بېرته پاکستان ته لاړ شي، له طالب استازيو سره به وويني او په دې به يې قانع کړي، چې له افغان دولت سره خبرو ته حاضر شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهین د ټيليفون پر کرښه له بي بي سي سره مرکه کې ویلي، که دوی ته د پاکستان له لوري رسمي بلنه ورکړل شي، دغه هېواد ته به سفر وکړي.

ښاغلی شاهین وايي "موږ خو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وخت ناوخته وینو، نو که موږ له پاکستان څخه رسمي بلنه ترلاسه کړو، موږ سفر ورته کوو، لکه نورو هېوادونو ته چې يې کوو، ځکه چې پاکستان هم یو ګاونډی او مسلمان هیواد دی".

پاکستان چې له لومړۍ ورځې راهیسې يې کابل او نړۍ د طالبانو په پټ او ښکاره ملاتړ تورنوي او وايي، په دغه هېواد کې نه یوازې د طالبانو کورنۍ اوسي، بلکې همدلته روزنیز کمپونه لري.

خو پاکستان په دې وروستیو کې بیا بیا ویلي، پر طالبانو يې هغه د پخوا په څېر نفوذ نشته. دا چې له وړاندې لا اسلام اباد د طالبانو په ملاتړ تورنېږي، ایا د طالب استازیو دغه سفر به په افغانستان کې دننه او بهر غبرګونونه راونه پاروي؟

ښاغلی شاهین ددې په ځواب کې وايي، هغه څوک چې په همدې پلمه په افغانستان کې جګړه توده ساتل غواړي، او دده په خبره د دوی پر ضد د جګړې لپاره بله پلمه نه لري، هغوی مخکې هم ورته تورونه لګولي او په راتلونکې کې به يې هم لګوي:

"زموږ مستقله پالېسي ده، یو زموږ ملي او اسلامي ګټې دي، چې په هغوی کې موږ هیچا ته مداخله نه ورکوو. البته یو له نورو هیوادونو یا ګاونډي هیوادونو سره اړیکي درلودل دي، موږ غواړو له هغوی سره روابط ولرو".

عمران خوا پخوا له طالبانو سره لیدل غوښتل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمران خان د جولای پر ۲۲مه سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ټرمپ سره وکتل

امریکا ته په خپل سفر کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، ده څو میاشتې وړاندې هم له طالب استازیو سره په اسلام اباد کې د لیدلو پلان لارو، خو د افغان دولت د اندېښنې له امله يې دغه ملاقات ونه کړ.

په همغو شپو کې په اسلام اباد کې د افغان سفارت ځينو سرچینو بي بي سي ته ویلي وو، که دغه ملاقات شوی وای، افغانستان به له پاکستان سره هر ډول ډوپلوماتیکي اړیکې ځنډولې وې. خو اوس ښاغلی خان وايي، دا ځل د افغان دولت په خوښه له طالب استازیو سره ویني، تر څو هغوی له افغان دولت سره خبرو ته حاضر کړي او په راتلونکو ټاکنو کې هم برخه واخلي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین بیا وايي، له خارجیانو سره تر بریالیو مذاکراتو وروسته به دوی له ټولو افغان جهتونو سره وګوري، چې دده په خبره په دې کې افغان دولت هم راځي:

"د افغانستان مساله موږ په دوو برخو کې وېښلې ده، چې یوه يې خارجي برخه او بله هغه يې داخله ده.

خارجي برخه کې مذاکرات روان دي، وروستي ټکي پاته دي، که په هغه کې موږ حل ته ورسېږي، نو وروسته به د سولې توافق نامه اعلانېږي، چې بیا به موږ د مسالې داخلي اړخ ته ځو، چې په هغوی کې بیا له ټولو افغان جهتونو سره موږ خبرې کوو، چې په هغه کې حکومت هم د یوه جهت په توګه شاملېدای شي".

د پاکستان لومړي وزیر په همدې سفر کې له کابل څخه د هغو دوو تښتوول شويو بهرنیانو د خوشي کېدو خبره هم کړې، چې درې کاله وړاندې تښتوول شوي وو.

په کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان چې یو يې دوه شپېته کلن کېون کینګ او بل پنځوس کلن ټيموتي جاون نومېږي، په ۲۰۱۶م عیسوي کال کې هغه مهال وتښتول شوي، چې له پوهنتون څخه خپل کمپ ته پر لاره وو. طالبانو د دوی د تښتوونې مسوولیت منلی وو.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د ښاغلي خان همدې خبرې ته پام سره وايي، دوی وړاندې هم د خپلو ملګرو د خوشي کېدو په بدل کې تبادلې شوې دي او بیا هم دوی داسې کولی شي:

"زموږ ملګري د کابل ادارې په بندي خانو کې دي او موږ هر وخت د هغوی د خلاسون هڅه کړې، نو که چېري په دې کې څوک همکاري وکړلی شي، موږ په دې کې کوم مشکل نه وینو، بلکې دا ښه خبره ده".

ورته مطالب