ننګرهار او تخار کې بریدونو او چاودنو مرګژوبله اړولې

پولیس د انځور حقوق Getty Images

تخار کې د پولیسو پر پوستو د وسله والو طالبانو برید کې، څه ناڅه ۱۶ سرتېري وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. دغه برید تېره شپه په اشمکش ولسوالۍ کې شوی دی.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د پولیسو او طالبانو ترمنځ جګړې نژدې لس ساعته دوام کړی. ځینو نورو سرچینو بیا د مرګ ژوبلې شمېر، تر دې هم لوړ ښودلی.

د تخار ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي وايي، دغه برید کې د امنیتي ځواکونو ۳۲ کسان وژل شوي دي او اووه نور ټپیان دي. نوموړی زیاتوي پېښه کې د یو شمېر وژل شویو سرتېرو مړي د نښتې په سیمه کې پاتې دي.

درې اونۍ مخکې د ولسوالۍ پر مرکز د طالبانو برید پر مهال څو اونۍ دغه پوستې طالبانو محاصره کړې وې. سیمه ییزو پولیسو اوس تایید کړې چې طالبانو پر دغو دوو پوستو تېره شپه برید کړی.

له دې مخکې د افغانستان ختیځ ننګرهار په خوږياڼیو ولسوالۍ کې د ولسي خلکو پر موټر چاودنې د شپږ مېرمنو په ګډون ۹ کسان وژلي او اته نور ژوبل دي.

رحمت الله چې په نننۍ پېښه کې یې مېرمن وژلې شوې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته ویلي، په چاودنه کې یې د کورنۍ نهه غړي وژل شوي چې شپږ مېرمنې او درې ماشومان دي.

ده ویلي، د کورنۍ غړي یې خپلوانو کور ته په لار و چې د سړک غاړې ماین پرې چاودېدلی دی.

"زما او زما د ورور د کورنۍ غړي د یوه خپلوان کور ته د ناروغ د پوښتنې لپاره ور روان و. بم پرې الوتی دی. زما د خپلې مېرمنې په ګډون شپږ ښځې او درې ماشومان وژل شوي او اته کسان ژوبل دي."

ښاغلی رحمت الله وايي په ټپیان کې څلور ماشومان دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی بیا وايي، چاودنه د سړک د غاړې ماین وه چې نن سهار نهه بجې د وزيرو په سندلۍ سيمه کې د يوې کورنۍ پر موټر شوې.

دی وايي، یاده کورنۍ د وزیرو خوځخیلو له سیمې څخه فتخ خرګې سیمې ته په یوه ډاډسن موټر کې د واده مراسمو کې د ګډون په موخه روان و چې چاودنه پرې شوې.

ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي، پېښه کې شپږ مېرمنې او يو ماشوم وژل شوی او د يوې مېرمنې په ګډون ۴ کسان نور ژوبل دي.

"اووه کسان شهيدان شوي، شپږ ښځې او يو ماشوم دی. دوی يو واده ته په لار وه چې دا چاودنه پرې شوې ده. يوه ښځه او درې نارينه په کې ژوبل دي."

د ژوبلو روغتيايي وضيعت نازک بلل شوی دی.

د چاودنې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

د ننګرهار خوږياڼیو ولسوالي يوه له ناامنو ولسوالیو ده چې وخت ناوخته پکې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې خبرونه ترلاسه کېږي. په دې ولسوالۍ کې د طالبانو سربېره داعش ډله هم فعالیت کوي.

تخار کې د افغان پولیسو مرګ ژوبله

د انځور حقوق Getty Images

بلخوا د تخار ولایت چارواکي وايي په دې ولایت کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر پوستو برید کړی دی چې پکې ۱۶ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د تخار د اشکمش ولسوال وايي، نښته تېره شپه شوې چې د عامه نظم پولیس پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خو ملکي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې په دې پېښه کې ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د تخار د ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي وايي، د افغان امنیتي ځواکونو نښټه تېره شپه له لسو بجو پیل او د سهار تر ۴ بجو یې دوام کړی دی.

دده په خبره نښته کې ۳۲ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

ښاغلي افضلي زیاته کړې چې طالبان لا هم په سیمه کې د پولیسو په پوستو کې شته.

د تخار په اشکمش کې دا طالبانو د بریدونو خبره داسې مهال کیږي چې یوه اونۍ وړاندې په دې ولایت کې امنیتي چارواکو وویل، د تخار نمک اب او د اشکمش ځینې سیمې یې له وسله والو مخالفینو پاکې کړې دي. اوس دغه چارواکي وايي، وسله والو د تخار له بورکې ولسوالۍ پر اشکمش برید کړی.

ورته مطالب