پمپیو: د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره کې بدلون نه دی راغلی

مایک پامپیو د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا دې ته هم ژمنه ده، چې د اړوندو شرطونو پر بنسټ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیېو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړی، چې د سوېلي اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ تګلاره کې بدلون نه دی راغلی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دواړو خواو په ټیلیفوني خبرو کې منلې، چې په وینا یې اوس د دې وخت دی چې د خبرو له لارې د افغان جګړې د ختمولو لپاره هڅې ګړندۍ شي.

د خبرپاڼې په وینا، ښاغلي پمپېو ویلي، امریکا دې ته هم ژمنه ده، چې د اړوندو شرطونو پر بنسټ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.

دا خبر پر داسې مهال ورکړ شوی، چې افغان حکومت څو ورځې وړاندې له پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سره کتنه کې د افغانستان په تړاو د ولسمشر ټرمپ د لانجمنو څرګندونو په اړه له واشنګټنه سپیناوی غوښتی و.

ارګ له سپينې ماڼۍ د ټرمپ څرګندونو په اړه سپيناوی غوښتی

ټرمپ: د جګړې ګټلو لپاره افغانستان له نقشې ورکولی شم

ټرمپ: د پاکستان په مرسته او مشوره به له افغانستانه ووځو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټلیفوني خبرو کې د بهرنیو چار وزیر مایک پمپیو هغه ته ډاډ ورکړی چې د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کړنلاره نه ده بدله شوې.

خبرپاڼه زیاتوي ښاغلي پمپیو ډاډ څرکند کړی چې د امریکا کړنلاره هماغه ده له څه ډول چې له وړاندې ټاکل شوې او هغه دا چې امریکا د وضعیت په پام کې نیولو سره له افغانستان سره د مرستې لپاره ژمنتیا لري.

خبرپاڼه زیاتوي په دې ټلیفوني خبرو کې دواړو په دې هوکړه وکړه او وې ویل چې اوس د دې وخت را رسېدلی چې د خبرو له لارې د افغانستان د جکړې د پاې ته رسولو لپاره روانې هڅې ګړندۍ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي ښاغلي پمپیو افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل، د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزف ډانفورډ او د سولې لپاره د امریکا زلمی خلیلزاد کابل ته د دې لپاره ورغلي چې د سولې لپاره د راتلونکي پړاو په تفصیل خبرې وکړي.

د انځور حقوق ARG
Image caption افغان ولسمشر ډاډ ښودلې چې "له امریکا سره په ګډه به په سوله‌يیز، با ثباته او د داسې یوه افغانستان لپاره کار وکړي چې د ترهګرۍ مرکز نه وي".

په دې ټلیفوني خبرو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپانې له مخې افغان ولسمشر ډاډ ښودلې چې "له امریکا سره په ګډه به په سوله‌يیز، با ثباته او د داسې یوه افغانستان لپاره کار وکړي چې د ترهګرۍ مرکز نه وي".

د افغان ولسمشر دفتر د دې ټلیفوني خبرو په تړاو څه نه دي ویلي خو ښاغلي غني پرون یوې غونډې ته په وینا کې وویل" سوله د افغانستان لومړيتوب دی خو داسې سوله چې تل پاتې وي".

"زمونږ اصلي خبره سوله ده، تل ‎پایه سوله، با عزته سوله. اوس وخت د دې دی چې زموږ ټول ګاونډیان دې پایلې ته ورسېږي چې یو با ثباته افغانستان، یو روښانه افغانستان، یو باعزته افغانستان د دوی په ګټه دی؛ با عزته سوله راتلونکې ده انشاالله"

په دې ټلېفوني خبرو کې د افغانستان په اړه د امریکا د کړنلارې پر ځای پاتې کېدو د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ټینګار ښایې هغو اندېښنو ته ځواب وي چې د افغانستان د جګړې په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندولو او د افغانستان په مسله کې د پاکستان ته د مهم رول د ورکولو له امله رامنځ ته شوي دي.

ښاغلي ټرمپ د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سره په ګډه خبرې غونډه کې ویلي و چې، پاکستان به له افغانستان څخه د امریکا په وتلو کې مرسته کوي.

ټرمپ ویلي که وغواړي نو د افغانستان جکړه ګټلی شي، خو ښایي لس میلیونه افغانان ووژل شي او افغانستان د ځمکې له نقشې لری شي خو ده ویلي نه غواړي داسې کار وکړي.

دې څرګندولو په افغانستان کې په ولسي او رسمي کچه سخت غبرګونونه پارولي دي.