د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پیلېږي

نوماندان د انځور حقوق د انځور حقوقSOCIAL MEDIA
Image caption راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۸ نوماندان ولاړ دي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون له دغو نوماندانو غواړي چې د اصولو له مخې خپل پروګرامونه پر مخ بوځي. راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ۱۸ نوماندان ولاړ دي.د ټاکنو د مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین راتلونکې یکشنبه د زمري پر شپږمه پیلېږي او تر شپېتو ورځو یا نږدې دوو میاشتو به روان وي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون یوه غړي قاسم الیاسي د پنجشنبې په ورځ یوه خبري غونډه کې د ولسمشرۍ له نوماندانو وغوښتل چې اصول په پام کې ونیسي او قوانین مراعت کړي ده وویل."نوماندانو ته پکار دي چې د ټاکنیزو اصول چلن په پام کې ونیسي".

د کمپاین دورې اصول عبارت دي له ټولو قوانینو او مقرراتو، ریښتونولي او نورو اشخاصو ته درناوی کول./ د قانون چوکاټ کې سیاسي ازادي،/ رسنیو، اطلاعاتو او مالي او ملي تبلیغاتي امکاناتو ته یو ډول لاسرسی/، بې پرېتوب، د رسنیو ازادي، تبلیغاتي غونډو کې د رسنیو ازادي، د کمېسون د اصولو له مخې د مالي چارو رپوټ ور کول او د کمپاین وخت رعایتول.

نوموړي دا هم وویل، چې عمومي او نظامي ځایونو کې کمپاین، د سیالانو د تبلیغ یا غونډو زیانمنول یا وېرول، د کمپاین لپاره بهرنۍ مالي مرستې ترلاسول او د کمېسون له خبراوي پرته کورنۍ ډالۍ منل او له نوماندانو د چارواکو او ګوندونو مالي ملاتړ او دولتي مالي منابع کارول هغه څه دي چې د ټاکنیزو شکایتونو د مقرراتو له مخې نوماندان ترې منع شوي دي:

Image caption د ټاکنو د مهالوېش له مخې د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاین راتلونکې یکشنبه د زمري پر شپږمه پیلېږي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون چارواکي وايي که دې برخو کې څوک سرغړونه کوي او د شکایتونو کمېسون ته یې رپوټ ور کړل شي، دوی به یې پلټنه وکړي او له سرغړوونکو سره به د قانون له مخې چلن وشي.

ټاکنڅاري بنسټونه وايي، دا ځل نوماندان په لګښت او رپوټ ور کولو کې ډېر ازاد لاس لري.

د فیفا یا د افغانستان د رڼو ټاکنو د دفتر مشر یوسف رشید وايي:

"یو خو د نوم لیکنې دوه میاشتې وخت دی،چې نږدې په پام کې نیول شوی دی دوهم دا چې پخوا لګښتونه کم و، هغه محدودیت وضع شوی و چې د هر کاندید لپاره لس میلیونه افغانۍ وې دا ځل د څلور سوو ۴۱ میلیونو په شاوخوا کې کاندیدانو ته اجازه ورکړل شوې یعني په هره اندازه مصرف چې کوي کولی یې شي چې دا زموږ یو بل بدلون دی او دریم بدلون دا دی چې دې کې لږ تر لږه د راپور ورکولو سیسټم د پخوا په پرتله یوه اندازه کاندیدانو ته اسانه شوی پخوا به د لس زره افغانیو راپور ورکول کېده خو په دې سیسټم کې نه ورکول کېږي"

سره له دې چې لا هم ټاکنیز کمپاین رسمي پیل شوی نه دی، خو وخت ناوخت دې برخه کې ځینې نوماندان په وار مخکې کمپاین تورنېږي، مګر ټاکنیز کمېسونونه وايي، چې د شکایت ترلاسولو سره به دا مسله وارزوي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسون د مهالوېش له مخې د دغه هېواد ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې پر شپږمه یا د سپټمبر پر ۲۸ کېږي.