"ملا منصور کراچۍ کې د کورونو او ځمکو کاروبار کاوه"

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ادعا کړې، چې د افغان طالبانو مخکيني مشر، ملا اختر محمد منصور، په دغه هېواد کې د ځمکو او کورونو کاروبار کاوه او اوس یې مالومې شوې شتمنۍ کنګل شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې هغه په دوو جعلي نومونو پاکستانۍ پېژندپاڼې یا شناختي کارډونه لرل او هلته یې بانکي حسابونه هم جوړ کړي وو.

د پاکستان د پلټنو فدراله اداره "اېف. اى. اې" وايي د طالبانو پخوانى مشر ملا اختر محمد منصور کراچۍ ښار کې د ملکيتونو د پېر او پلور کاروبار کاوه.

د دغې ادارې په وينا نوموړى د اپارتمانونو، ځمکو او مينو خاوند و.

د پلټنو فدراله اداره وايي ملا منصور ته منسوب دغه جايدادونه اوس حکومت ضبط کړي دي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پيغام کې دغه رپوټونه ناسم او 'مجهول ' بللي دي.

مجاهد زیاتوي:

'' که څه هم ادعا شوي نومونه د بل چا دي او یاد تجارت هم مشروع عمل دی، خو شهید منصور صاحب نه دا ډول تجارت ته وخت درلود او نه یې هم داسې کوم کاروبارو وو. ''

* له طالبانو جلا شوې ډلې د ملا منصور خلاف 'جګړه' اعلان کړې

* "پر کال ۲۰۱۶ ملا منصور په دوبۍ کې د امریکايانو له ګوتو ووت"

د دغې ادارې پلټنو ښوولې چې د عمار په نامه يوه وگړي د ملامحمد منصور د جايدادونو کاروبار پر مخ وړ.

يادې ادارې همداراز زياته کړې چې ملا منصور په بېلابيلو بانکونو کې حسابونه لرل. دا حسابونه د اقرا کمپنۍ په نامه پرانيستل شوي و چې د جايدادونو د پېر اوپلورشرکت دى، خو وروسته پلټنو وښوده چې دغو بانکي حسابونو له ياد شرکت سره هېڅ تړاو نه درلود.

د پلټنو فدرالې ادارې د پاکستان پوليسو ته په ورکړي لومړني رپوټ کې ويلي چې د طالبانو پخواني مشر ملامنصور د گل محمد په نامه جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼه يا شناختي کارټ اخيستى و په جعلي نوم په مالي کاروبار کې ښکېل و.

د رپوټ پر بنسټ د جعلي پېژندپاڼې ترلاسه کولو له امله د ملا منصور او عمار چې د نوموړي کاروبار يې پر مخ وړ دوسيې ثبت شوي او په دې قضيه کې د پاکستان نفوسو ثبت ادارې او د بانک د چارواکو د کړنو په تړاو هم پلټنې کېږي.

طالبانو لا د پاکستان د پلټنو فدرالې ادارې د دغې وينا په تړاو کوم غبرگون نه دى ښوولى.

ملا منصور کله او څنګه ووژل شو؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملا منصور نږدې درې کاله وړاندې د پاکستان بلوچستان کې ووژل شو.

ملا اختر محمد منصور څه د پاسه درې کاله وړاندې د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د يوې امريکايي بې پيلوټې الوتکې په بريد کې داسې مهال ووژل شو چې له ايران تازه پاکستان ته اوښتى و.

نوموړي سره د ولي محمد په نامه يو پاکستانى پاسپورټ وموندل شو چې وروسته پاکستاني چارواکو وويل پر پاسپورټ لگېدلى انځور له ملامنصور سره ورته والى لري.

د پاکستان د پلټنو فدراله اداره اوس وايي د همدې پاسپورټ په تړاو د شويو پلټنو پر مهال يې ملا منصور ته د منسوب جايدادونو په اړه مالومات موندلي دي.

ورته مطالب