ورځپاڼې : تورخم کې به شپه او ورځ ګمرکي چارې ترسره کېږي

پاکستانۍ ډېلي ټايمز ورځپاڼه وايي تورخم کې سوداگرۍ ته اسانتيا برابرولو لپاره د گمرک اضافي مامورين لېږل شوي دي.

ورځپاڼه وايي دا گام د لومړي وزير عمران خان د حکم په تعميل کې پورته شوى چې د سوداگرييزو چارو لپاره اسانتيا برابره او د کارگو او خلکو سره د شته بار او پنډ د کتنې چاره گړندۍ شي.

تورخم کې به گمرکي چارې په درې شفتونو کې د شپې او ورځې تر سره کېږي.

امريکايۍ گلوبل پالېټېکس ريفيو خپرونې دې ته کتنه کړې چې امريکا او طالبان بايد سولې په خبرو کې کوم مسايل سملاسي سم کړي.

ورځپاڼه وايي د جگړو په تړاو څېړنو ښوولې چې له اورپکو سره د خبرو پر مهال د تاوتريخوالي کچه ډېرېږي او تاريخ هم دا ثابته کړې.

ورځپاڼه په دې لړ کې د شمالي ايرلنډ د سولې بهير ته اشاره کوي.

ورځپاڼه همداراز په ٨٠ لسيزه کې د جينوا تړون ته اشاره کوي چې د شوروي ځواکونو د وتلو په موخه شوى و.

ورځپاڼه وايي د امريکا او ايران د مخالفتونو له امله تهران له دغه تړون لرې ساتل شوى و او اوس هم له ايران سره ناندرۍ زياتې دي او ايران به بيا د خبرو ميز ته نه راوستل کېږي.

ورځپاڼه وايي د ايران نه شتون د سعودي د پياوړي رول او د سعودي پياوړى رول د پاکستان د پياوړي رول په مانه دى:

"د اى اېس اى لاسوهنې به ډېرې وي چې د هند د استخباراتو لاسوهنه ډېروي. د مسکو د استخباراتو لاسوهنه به هم زياته وي".

ورځپاڼه وايي په پنټگان او سي اى اې کې ټول بايد تېر تړون په پام کې ونيسي.

ورځپاڼه وايي جينيوا تړون کې د نه لاسوهنې مادې د پلي کېدو وړ نه وې، ځکه د څارنې لپاره بسيا سرچينې او سياسي هوډ نه و

ورځپاڼه ټينگار کوي چې ښکېلې غاړې بايد بې پرېتوب ته لومړيتوب ورکولو لپاره اړين گامونه پورته کړي او طالبانو سره د هر راز تړون بنسټ بايد همدا وي. که داسې ونشي نو ټولې ښکېلې غاړې به زيان وگوري.

نيويارک ټايمز وايي د امريکا امنيتي چارواکو يو کس په دې تور نيولى چې غوښتل يې د امريکا پر وړاندې جگړې لپاره له طالبانو سره يو ځاى شي.

د پلټنو فدرالې ادارې د دغه کس نوم دلاور محمد حسين ښوولى چې پرون په کېنډي هوايي ډگر کې وړاندې له دې چې افغانستان ته سفر وکړي ونيول شو.

اوس پر دغه کس چې ٣٣ کاله عمر لري د ترهگرۍ د مادي ملاتړ تور پورې شوى.

ورځپاڼه وايي، نوموړي په ٢٠١٨ م کال کې طالبانو سره د يوځاى کېدو ليوالتيا څرگنده کړې وه او يو بل کس يې ورته کړنې ته هڅولى و چې هغه د حکومت مخبر و.

نوموړي له طالبانو سره د يو ځاى کېدو لپاره د چمتوالي په توگه مخابرې او د پلي سفر لپاره توکي پېرلي و او هغه بل کس يې هڅولى و چې پيسې سپما کړي چې افغانستان ته رسېدو سره وسلې وپېري.

گلف نيوز وايي د نايجيريا يوه ايالتي پارلمان د يوه مار له امله خپلې غونډې د نامالومې مودې لپاره وځنډولې. د پارلمان يوه غړي ورځپاڼې ته ويلي، د پارلمان غړي د نايجيريا په اوندو ايالت کې پارلمان ته ننوتي و چې يو لوى مار چې ظاهرا" برېښي له چته رالوېدلى و په تېزۍ له تالار تېر شو او وکيلان په وارخطايۍ له خونې ووتل.

خو وروسته د پارلمان کارکوونکو مار ونيو او ویې واژه.

د پارلمان غړو ويلي دا ودانۍ پارلماني چارو لپاره نوره خوندي نه ده ځکه ډېره زړه ده نو ځکه يې خپلې غونډې د نامالومې مودې لپاره وځنډولې.

په نايجيريا کې هر کال په منځنۍ کچه په هرو سلو زرو کسانو کې پنځه زره د مار د چېچلو له امله مري.

د پارلمان غړو ويلي تر هغه چې دې ودانۍ کې سم درمل پاشنه ونشي دوى به بېرته ونه گرځي.