'له امریکا سره تر تړون وروسته د افغانانو خپلمنځي ناسته کېږي'

خلیلزاد د انځور حقوق AFP
Image caption زلمى خليلزاد د افغانانو خپلمنځۍ ناستې شونتيا له طالبانو سره د امريکايۍ غاړې له تړون وروسته ښيي.

د افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد وايي د افغانانو خپلمنځۍ ناسته له طالبانو سره د امريکايي غاړې له تړون بشپړېدو وروسته کېږي.

زلمي خليلزاد په يوۀ ټويټري پيغام کې ويلي چې د افغانانو خبرې به د امريکايۍ غاړې او طالب استازو له خپلمنځيو هوکړو وروسته د طالبانو او يوې ټول شمولې ملي مرکچي ډلې ترمنځ وشي.

د افغانانو د خپلمنځۍ ناستې په تړاو د زلمي خليلزاد دا وروستۍ څرگندونې څو ساعته وروسته له هغه مخې ته راځي چې افغان چارواکو وويل ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې راتلونکو دوو اوونيو کې پيل شي.

سولې لپاره افغان وزير عبدالسلام رحيمي ان د يوۀ پنځلس کسيزې مرکچې ډلې پر جوړېدو د کار يادونه هم کړې وه چې په وينا يې په يوۀ اروپايي هېواد کې به له طالب استازو سره گوري.

خو زلمى خليلزاد د افغانانو خپلمنځۍ ناستې شونتيا له طالبانو سره د امريکايۍ غاړې له تړون وروسته ښيي.

ښاغلي خليلزاد پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي:

"کابل کې د افغانانو خپلمنځۍ ناستې په تړاو ډېرې خبرې کېږي. چې روښانه يې کړو، دغه خبرې اترې به زموږ له تړونونو وروسته وشي."

طالبانو سره د مخامخو خبرو اترو په تړاو د افغان حکومت وروستيو څرگندونو ته د طالبانو وياند وړاندې په خپل غبرگون کې يو ځل بيا د خپلې ډلې پر پخواني دريځ چې دوى به له افغان حکومت سره مخامخ نه کينې، ټينگار وکړ.

ښاغلي خليلزاد هم په خپل ټويټ کې ليکلي چې له طالبانو سره د دوى له تړون وروسته به د افغانانو دا خبرې د طالبانو او يو ټول شمول، اغېزناک او ملي مرکچي ډلې سره کېږي، چې په کې لوړ پوړي حکومتي چارواکي، د مهمو سياسي گوندونو استازي، مدني ټولنې او ښځي گډون ولري.

د افغانانو وروستۍ خپلمنځۍ ناسته د روانې ميلادي مياشت په لومړيو کې په دوحه کې جوړه شوه.

که څه هم په دغو ناستو کې د استازو گډون په انفرادي ډول و خو د افغان حکومت يو شمېر لوړ پوړو چارواکو په کې گډون درلود.

د افغان سولې د بهير له پيلېدا راهيسې دا لومړى ځل و چې طالب استازي او يو شمېر لوړ پوړي افغان چارواکي په يوه خونه کې خبرو اترو ته سره کېناستل.

ورته مطالب