نورستان کې د روغتیاپالو کمی؛ ۱۳۰۰ ناروغانو ته یوه قابله

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د یو زر ښځینه ناروغانو لپاره یوه قابله

د افغانستان ختيځ نورستان ولایت روغتيايي چارواکي وایي، د روغتيایي مرکزونو او ښځينه کارکوونکو د کمي له امله ډېرې مېرمنې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

که څه هم په افغانستان کې د مړینې کچه په سلو زرو مېرمنو کې درې سوه مېرمنو ته راښکته شوې، خو په نورستان کې دا شمېره لا هم لوړه ده.

په نورستان کې ۶۰ قابلې نژدې اتيا زره مېرمنو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي، یعنې زرو ناروغو مېرمنو ته یوه قابله شته.

د نورستان سيمه یيز چارواکي د ستونزو کمېدو لپاره لاس په کار شوي او د لومړي ځل لپاره پنځوس نجونې قابلې او نرسېنګ د زدکړو لپاره کابل ته استول شوي دي.

نورستانۍ نجونو اوږده لار وهلې او د قابلګۍ زدکولو پسې کابل ته راغلي دي.

له دې وړاندې دا نجونې په جلال اباد ښار کې په زدکړو بوختې وې. یو کال وړاندې د قابلو د روزنې په مرکز ډله یيز وسله وال بريد وشو چې وروسته هلته یاد مرکز وتړل شو.

اوس شمعه له خپلو نورو ملګرو سره کابل ته راغلې او د ښار په يوه څنډه کې قابلګي او نرسېنګ لولي.

شمعه وایي، غواړي د هغو مېرمنو ژوند وژغوري چې اوس هم د قابلو د نشتوالي له امله د زيږون پرمهال د مرګ له خطر سره مخامخ کېږي.

نوموړې چې په جلال اباد کې د قابلو په مرکز بريد کې د درېيو قابلو د وژل کېدو شاهده ده، وایي قابلګي ورته تر مسلک یوه لوړه موخه ده:

"زما د راتګ لامل دادی چې په نورستان کې روغتيايي خدمات نه شته. نورستان کې د مور او ماشوم مړينه بېخي ډېره ده، نو زه يې بايد زده کړم. امنيتي ستونزې شته، خو مبارزه به کوو".

Image caption په نورستان کې ۶۰ قابلې نژدې اتيا زره مېرمنو ته روغتیایي خدمات کوي، یعنې په زرو مېرمنو یوه قابله ورسېدلې ده.

هغه نجونې چې په دې مرکز کې روزل کېږي، د نورستان په لور به خوځېږي، خو وېره لري، که امنيتي وضعیت ښه نه شي، په کلیوالي سيمو کې به دوی ته کار ستونزمن وي. ماهپاره ددې مرکز یوه بله زد کوونکې ده:

"زما هدف دادی چې فارغه شومه، زه به نورستان ته ځم. خو هلته امنيتي ستونزې مېرمنو ته ډېرې دي. که امنيت ښه کېږي، زه به حتماً بېرته نورستان ته ستنېږم".

د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د ختيځ د نورو ولايتونوسربېره د نورستان ناروغان هم د درملنې لپاره راځي. له روغتون لرېوالي او د لارې خرابۍله امله ډېر وخت خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د نورستان د نورګرام اوسېدونکی سيف الله په پښه ژوبل او ننګرهار عامې روغتيا روغتون ته له اتو ساعتونو وروسته رارسيدلی دی:

Image caption په روغتيایي برخه کې د کابل لپاره د ۵۰ قابله نجونو زیاتېدل ممکن عادي، خو د نورستانیو مېرمنو لپاره د لويو هیلو پوره کېدل دي.

"د شپې ژوبل شوم. هلته اسانتيآوې نه وې. د شپې راتللی نه شوم . سهار مې چې حرکت وکړ، دلته ماسپښين ۲بجې راورسېدم. اته ساعته لار مې ووهله".

په کابل کې دې نجونو ته د زدکړو، اوسېدو او ساتېرۍ ښې اسانتیاوې برابرې شوې دي. نورستانۍ نجونې چې دلته درس لولي، وایي د نورستان مېرمنې له دې اسانتیاوو بې برخې دي.

په نورستان کې ۶۰ قابلې نژدې اتيا زره مېرمنو ته روغتیایي خدمات کوي، یعنې په زرو مېرمنو یوه قابله ورسېدلې ده.

Image caption ماهپاره: "زما هدف دادی چې فارغه شومه، زه به نورستان ته ځم. خو هلته امنيتي ستونزې مېرمنو ته ډېرې دي. که امنيت ښه کېږي، زه به حتماً بېرته نورستان ته ستنېږم".

نورستانۍ مېرمنې د خپلو روغتیایي ستونزو د حل لپاره ګاونډيو ولايتونو لغمان او ننګرهار ته ځي او همدا ده چې ډېرې يې په لاره کې خپل ژوند بایلي.

په ټول نورستان کې ۴۰ روغتیايي مرکزونه شته چې د ناامنۍ او مرستو د نه ورسېدو له امله يې ځينې وخت ناوخت تړلي پاتې کېږي.

په روغتيایي برخه کې د کابل لپاره د ۵۰ قابله نجونو زیاتېدل ممکن عادي، خو د نورستانیو مېرمنو لپاره د لويو هیلو پوره کېدل دي.

ورته مطالب