ورځپاڼې: پاکستان له افغانستانه په وتلو کې امریکا سره مرسته کوي

د انځور حقوق Getty Images

گلف نيوز ورځپاڼې ليکلي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د دندې موده ښايي وغځول شي.

ورځپاڼې د پاکستان تودې د ورځپاڼې مدير عارف نظامي څرگندونې راخيستې چې وايي واشنگټن ته د لومړي وزير عمران خان سفر له ټولو اړخونو بريالى و او په دغه سفر کې د باجوه حضور خورا ډېر مهم و.

ورځپاڼه وايي اوسمهال د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اويکي ښه دي او لومړي وزير نواز شريف د گوند دواکمنۍ پر مهال دغه راز يو حالت نه و.

ورځپاڼه وايي خو تر ټولو مهمه دا ده چې جنرال باجوه امريکا لپاره هم ډېر مهم ځکه دى چې له نور زيان پرته له افغانستانه په وتلو کې د هغه مرسته غواړي.

ورځپاڼه د دغه پاکستاني مشر ژورنالست څرگندونې راخلي چې وايي دې ته په پام سره دا تمه کېداى شي چې د جنرال باجوه د دندې موده وغځول شي خو دا نشي ويل کېداى چې څومره وخت لپاره.

د انځور حقوق Getty Images

نيويارک ټايمز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخو خبرو اترو په اړه د افغان چارواکو، طالبانو او زلمي خليلزاد وروستيو څرگندونو ته په اشاره ليکلي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په تړاو رامنځته شوې مغشوشتيا يا ناڅرگندوالى د سولې بهير پېچلى کوي.

ورځپاڼه وايي کله چې طالبانو د حکومت دا اعلان رد کړ چې گواکې دوو اوونيو کې به د دوى او طالبانو ترمنځ مخامخې خبرې پيل شي نو شنونکو څخه دا پوښتنه پيدا شوه چې افغان حکومت نو ولې دا اعلان کاوۀ، حال دا چې د امريکا ځواکونو د وتلو په تړاو د طالبانو دريځ له وړاندې مالوم و.

ورځپاڼه وايي تمه کېږي چې امريکا او طالبان د امريکا يي ځواکونو د وتلو لپاره پر يوۀ مهال وېش سره سلا شي. يو باور دا دى چې دوى ښايي هوکړه وکړي چې امريکايي ځواکونه له دوو کلونو په لږه موده کې ووځي خو دې سره په شرطونه تړلي وي.

ورځپاڼه وايي امريکايي ډيپلوماټانو چې اوس جرمني او ناورې يې هم ورسره مرسته کوي، بل پړاو ته د دغو خبرو د وړلو هلې ځلې کړې چې افغان حکومت او طالبان د دغه هېواد راتلونکي سياسي نظام په اړه سره مخامخ خبرې وکړي.

ورځپاڼې د افغانستان د چارو څارونکي بارنېټ روبين څرگندونې راخيستې چې وايي دا د پوهاوي وړ ده چې افغان حکومت د ولسمشريزو ټاکنو د پيل په درشل کې خپلو خلکو ته د سولې په خبرو کې د خپلې بشپړې ښکېلېدا په تړاو ډاډ ورکاوۀ.

خو ښاغلي روبين ويلي د دې خطر په دې کې دى چې طالبان چې مخامخو خبرو ته لا نه دي حاضر شوي دا خبره ردوي نو دا به د سولې بهير ته يو شاه ته تگ وي.

عرب نيوز ورځپاڼې ليکلي چې د روسي حاجيانو يا زايرينو لومړۍ جوپه سعودي عربستان ته رسېدلې.

تر اوسه ٥٥٠ زره حاجيان د حج مراسمو پر ځاى کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلي دي.