هرات کې هره ورځ له ۷ تر۱۰ اجیران یا ماموران دندې پرېږدي

د انځور حقوق Getty Images

په هرات کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو سیمه ییز دفتر بي بی سی ته ویلي چې هره ورځ له اوو نه تر لس تنو د ملکي خدماتو اجیران یا مامورین په ولسوالیو کې دنده پریږدي.

د دغې ادارې چارواکي وایي ان په یوه مکتوب کې یو ځای د یوې ولسوالۍ د شپږو ښوونکیو د انفکاک خبر ورکړل شوی.

نا امني او د سیمو لرې والی د دندو د پریښودو اصلي لاملونه بلل شوي.

د افغانستان په هره سیمه کې تر دې مخکې هم د مختلفو لاملونو له کبله د دندې پریښودل ثبت شوي خو دا لومړی ځل دی چې په هرات کې په لرې پرتو سیمو کې د ګڼو کسانو له خوا د دندې پریښودلو شمیرو اندیښنې پیدا کړې دي.

په هرات کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې ولایتي دفتر سرپرست هلال الدین هلال شکیبا بي بي سي ته وویل چې ډیری دا کسان چې دنده پریږدي د ملکي خدماتو اجیران او لږ شمیر یې مامورین دي:

نوموړی وایی:

"له یوې دوو یا پنځو میاشتو کار وروسته موږ ته مکتوب رارسیږی چې دا کس د دوامداره غیابت له کبله منفک شو. په ورځ کې اوه اته یا لس بسته چې د ملکي خدماتو د اجیر اوم او اتم بستونه دي او یا د ملکی خدماتو مامورین دندې پریږدي.

دوی د نا امنۍ احساس کوي یا بله هره ستونزه چې ده دوی ته نه چمتو کېږې چې کار وکړي. خپل انفکاک غواړي او منفک کیږي".

پر ۱۳۹۶ کال په ټول افغانستان کې د ملکي خدمتونو د کانکور ازموینې ترسره شوې. په دې ترڅ کې لس زره فورمې په هرات کې وویشل شوې خو د پایلو د اعلانیدو وروسته څرګنده شوه چی بیا هم تش بستونه په هرات کې پاتې دي. چارواکي وایي د هغو کسانو له ډلې چی په ازموینو کې بې نتیجې پاتې شوي و د دې تشو بستونو لپاره وروپيژندل شول. خو ستونزه دا ده چې نارینه او ښنځینه لرې سیمو ته د کار لپاره زړه نه ښه کوي. اوس په هرات کې څه باندې ۴۷۰ بستونه یوازې د ملکي خدماتو د مامورینو په برخه کې تش دي. د ښونې او روزنې په ډګر کی د تشو بستونو شمیر لا نه دی اعلان شوی.

له ښاغلي هلال مې وپوښتل چې دا وضعیت په ولسوالیو کی د حکومتوالۍ پر وضعیت څه اغیز لري؟ ده وویل:

"بی له شکه دا خلا رامنځ ته کوي. د دریمو اداري واحدونو نشتون د حکومت کمزورتیا ښیي. ښه به دا وي چې دویم اداري واحدونه دغه کسان چې ولسوالیو کې کار ته ورپیژندل شوي وهڅوي او مکلف یې کړي چې ولاړ شي کار وکړي.

اوس به ښایی په فارسي ولسوالۍ کې ښوونکي کم وي. زه یقین لرم په دې ولسوالۍ او نورو ولسوالیو کې د ملکي خدماتو مامورین هم کم دي".

په ولسوالیو کې نا امني او له ښار یې لرې والی د دندو د پریښودو اصلي لاملونه بلل کیږي.

یوه ځوانه میرمن چې دلته یې په مستعار نوم جمیله یادوو د کار لپاره ۱۲۰ کیلومتره لرې اسلام قلا ته د مامورۍ په توګه ورپیژندل شوې خو دا تګ ته نه ده چمتو شوې. جمیله وایی:

"یوه ډیره ناامنه سیمه کې د کار لپاره کامیابه شوې یم. تاسو پوهیږئ چې امنیتي او اقتصادي مشکلات شته چې نه یم تللې. ما غوښتنه وکړه چې همدلته په ښار کې کار را کړي. مکتوب مې د اداري اصلاحاتو ادارې ته لیږل شوی. دوی درې میاشتې کیږي ځم او راځم خو ځواب چا نه دی را کړی".

دا ستونزه یوازې په هرات پورې هم نه ده محدوده. حوا ګل نظري د غور اوسیدونکې ده. ده ته په ناامنه تولک ولسوالۍ کې کار ورکړل شوی خو دا هم لکه جمیله له دندې لاس په سر شوی. میرمن نظري وایی:

"زه ځکه نه ولاړم چې کورنی مې اجازه رانه کړه ځکه دا سیمه ناامنه او لرې ده. زه د لعل ولسوالۍ یم او اوس د غور په مرکز کې په کار پسې ګرځم خو تراوسه مې کار نه دی موندلی".

په هرات کې د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره وایي چی د دې ستونزې د هواري لپاره د حل لار موندل شوې او کار پرې روان دی.

دغه اداره وایي چې د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او کابینې پریکړه کړې چې هڅه وشي د هرې ولسوالۍ اوسیدونکي په خپله سیمه کې په کار وګمارل شي او که له د یوې سیمی اوسیدونکی بلې ولسوالۍ ته او د هغې ولسوالۍ اوسیدونکی دې ته سیمې ورپیژندل شوی وی باید ځایونه یې بدل شي.