'کابل کې د پاکستان سفارت د ویزې ورکول بېرته پیلوي'

سفارت د انځور حقوق AFP

کابل کې د پاکستان سفارت چارواکي وايي، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت لخو له ډاډ تر لاسه کولو وروسته به سبا (جولای ۳۰ مه) پاکستان ته سفر کوونکو افغانانو ته د ویزې ورکولو لړۍ بیا پیل کړي.

له دې مخکې پرون (جولای ۲۸) د پاکستان سفارت چارواکو ویلي و، تر هغه چې افغان حکومت د هغو کمېشنکارانو خلاف اقدام و نه کړي چې د دوی له سفارت او کونسلګریو بهر له خلکو پیسې اخلي، یوازې ناروغانو، بوډاګانو، ښځو او سوداګرو ته به وېزې ورکوي.

خو نن دوشنبه د پاکستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادریس زمان تر منځ لیدنه کې پاکستاني سفیر ته ډاډ ورکړل شوی چې ''هغه ډله به سملاسي د سفارت له شاوخوا ورکه شي، چې هلته یې فعالیتونه کول او د سفارت شاوخوا کې به د دغو جنایتکارو کسانو د فعالیت مخنیوي لپاره اقدام وشي او په دې تړاو به بشپړه څېړنه وشي. ''

اعلامیه کې ویل شوي په دې تړاو د افغان چارواکو له لوري د ډاډ له ترلاسه کولو وروسته سفارت پرېکړه کړې چې له سبا ورځې به د کونسلګرۍ بشپړ خدمتونه بیا پیل شي.

د پاکستان سفارت د یکشنبې په ورځ (جولای ۲۸مه/زمری شپږمه) په یوه ويناپاڼه کې ویلي هغه مهال به دغه پرېکړه بېرته واخلي چې:

"افغان حکومت د هغو شوکمارانو خلاف ګام اوچت کړي چې زموږ د کونسلي خدماتو په ساحو کې د وېزې له اخیستونکو پیسې شکوي."

د کورنیو چارو وزارت و یاند نصرت رحیمي د بي بي سي خبریال نصیر بهزاد ته وویل، چې دا ستونزې پخوا وې اوس حل شوې دي، ځینې امنیتي کسان مفسد وو، هغه ونیول شول، قانون منګولو ته وسپارل شول، د زورواکو چې کمېشن یې اخیست هم مخه نیول شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د راپورونو له مخې پخوا د پاکستان سفارت په ورځ کې ۷۰۰ خو وروسته ۱۰۰۰ وېزې په ورځني ډول افغانانو ته صادروي.

نوموړی د دې ستونزې مسؤولیت د پاکستان پر سفارت اچوي:

"د ننه دوی ستونزه ایجاد کړې، بیروبار یې جوړ کړی او قصداً دا کار کوي، که خلکو ته یې د وېزو ور کولو ارام سهولت برابر کړ دا ستونزې به حل شي".

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې په کابل کې د پاکستان د سفارت د کارکوونکو د کمبود او د دغه هېواد د وېزې لپاره د لوړې تقاضا له امله د دغه سفارت مراجعین له ستونزې سره مخ دي. وزارت ویلي وو چې له پاکستاني لوري سره په دې اړه کار کوي چې دا ستونزه هواره کړي.

د روان زېږيدي کال د فبرورۍ په ۲۷مه د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان رسنیو ته ویلي وو چې هره ورځ له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ کسان په کابل کې د پاکستان سفارت ته د وېزې د غوښتنې په خاطر ورځي.

د راپورونو له مخې پخوا د پاکستان سفارت په ورځ کې ۷۰۰ خو وروسته ۱۰۰۰ وېزې په ورځني ډول افغانانو ته صادروي.

له دې وړاندې هم بیا بیا د پاکستان د سفارت او د دغه هېواد د کونسلګریو په شاوخوا کې د وېزې له غوښتونکو د شوکو په اړه شکایتونه شوي.

شاوخوا اته میاشتې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې د خلکو د شکایتونو او د نظارتي ټیمونو د راپورنو له مخې په کابل کې د پاکستان سفارت ټول امنیتي پرسونل له دندې ګوښه کړی.

Image caption جلال اباد کې د پاکستان کونسلګرۍ سره نږدې د ویزه غوښتونکو بیروبار

دغه وزارت ويلي وو چې د دوی پر ځای يې نوي کسان په دندو ګمارلي.

له هغه وړاندې هم په ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پاکستان ویزې اخیستو په برخه کې د فساد او بډو اخیستو رپوټونه خپاره شوي وو.

تېر کال د ننګرهار ولايتي چارواکو ویلي وو چې هلته د پاکستان وېزې لپاره له خلکو پیسې اخیستل کېږي، خو په کابل کې د پاکستان سفارت دا ادعا رد کړې وه او چارواکي یې د دوی په چارو کې په لاسوهنې تورن کړي وو.

په کابل کې د پاکستان سفارت او ترڅنګ یې په جلال اباد، کندهار او مزار ولایتونو کې سلګونه افغانان د پاکستان وېزې لپاره مراجعه کوي.

ورته مطالب