تاجکستان ۸۰ افغان بندیان افغانستان ته وسپارل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اتیا افغانان چې تاجکستان کې بندي و، افغان لوري ته سپارل شوي او دا کسان به د پاتې محکومیت دوره خپل هېواد کې تېروي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د بندیانو سپارلو تړون له مخې دا زندانیان افغان حکومت ته سپارل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني څه مهال مخکې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان سره لیدنه کې د دې تړون د پلي کېدو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي بي بي سي ته وویل، د دواړو هېوادونو د تړون له مخې هغه افغان بندیان افغانستان ته لېږدول کېږي چې تاجکستان کې محکمې د دوی په تړاو حکم کړی وي او له بلې خوا افغان بندیان هم په دې خوښ وي چې خپل هېواد ته ولېږدول شي.

نوموړي تاجکستان کې د افغان بندیانو د شمېر په هکله څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې یو شمېر تاجکستانیان هم افغانستان کې بندیان دي.

افغانستان پر تاجکستان سربېره له ایران سره هم پر ۱۳۸۵ کال تړون کړی چې له مخې یې بندیان د پاتې بند تېرولو لپاره خپلو هېوادونو ته استول کېږي.

له نږدې پنځو کلونو راهیسې د افغانستان او ایران ترمنځ بندیان تبادله کېږي.

اړونده مطالب