د کابل پروني برید کې "۲۰ کسان وژل شوي او ۵۰" ټپیان دي

د انځور حقوق Reuters

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې د زرغون خوځښت پر دفتر د پروني برید له امله د وژل شویو شمېر ۲۰ او د ټپیانو شمېر پنځوسو ته ورسېد.

برید د پلازمېنې کابل په څلورمه حوزه کې د زرغون خوځښت په مرکزي دفتر تېر مازیګر نږدې څلور نیمې بجی د موټر بم چاودنې سره پیل او تر څو ګړیو وروسته پای ته ورسېد.

ویل کېږي څلور وسلوالو دغه برید کې برخه درلوده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی سرپرست او اوسنیو ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح د دې خوځښت مشر دی.

د برید پر وخت پخپله امرالله صالح په دفتر کې و، خو د کورنیو چارو وزارت نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې ښاغلی صالح له بریده روغ ووت او خوندي ځای ته ورسول شو.

خو انځورونه ښيي چې خپله ښاغلی صالح هم په دغه برید کې برسېرن ټپي شوی دی.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

دا ډله ییز برید چې موټر بم سره پیل شو، له څو ګړیو پورې روان و او وروسته افغان افغان امنیتي چارواکو وویل، برید د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته پای ته رسېدلی.

د کورنیو چارو وزارت دا هم وايي، چې ځانګړو ځواکونو څه باندې ۱۵۰ تنه د پېښې له سیمې ژغورلي دي.

د برید غندل

ولسمشر غني له پروني برید وروسته پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې امرالله صالح د دې خاورې اصل بچی دی او نن د هېواد د دښمنانو له یوه پېچلي بریده روغ وتلی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم یوه ټوېټ کې د ښاغلي امرالله صالح پر دفتر برید غندلی دی:

د امرالله صالح د سیاسي ګوند پر دفتر برید ښکاره ترهګریز عمل و. موږ یې په کلکو ټکو غندو. د برید عاملان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي، موږ د ترهګرۍ ضد جګړه کې له افغانستان سره ولاړ یو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب خپل ټوېټر کې لیکلي، خوشال دی چې ښاغلی صالح له برید روغ وتلی.

د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله عبدالله هم دې برید ته په اشاره ویلي، د هېواد دوښمنانو له ولسواکۍ خپله وېره وښوده.

امرالله صالح

د انځور حقوق Getty Images

امرالله صالح څو کاله وړاندې "د افغانستان زرغون خوځښت " په نامه یو بنسټ جوړ کړ چې تر ډېره د ده ځوان ملاتړي یې چارې پر مخ وړي.

امرالله صالح د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې رئیس پاتې شوی دی.

د روانو ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د مرستیالانو تر غوره کولو مخکې ښاغلي صالح د لنډې مودې لپاره د کورنیو چارو وزارت سرپرستي کړې ده.

خو ولسمشر غني چې ښاغلی صالح د خپل لومړي مرستیال په توګه اعلان کړ، نو له دندې یې استعفا ور کړه.

اړونده مطالب

ورته مطالب