کابل کې د بريد مرګژوبله
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د بريد مرګژوبله

لږ تر لږه شل کسان د کابل په پروني برید کې وژل شوي دي. برید د ولسمشریزو ټاکنو د نوماند اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح پر دفتر شوی وو. ۵۰ نور کسان هم ژوبل دي.

برید د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین له پیل سره همهاله شوی وو. تر اوسه هېڅ کومې ډلې مسوولیت نه دی اخیستی.

اړونده مطالب