یو شمېر کاندیدانو له ټاکنو سره د پرېکون ګواښ وکړ

Image caption د محمد حنیف اتمر په ګډون دغو نوماندانو د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا له نامه یوه وینا خپره کړې

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو پر وړاندې معمولاً لویه ستونزه د امنیت ناسموالی بلل کېږي، خو دا یوازینۍ نه ده.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو د ۱۸ نوماندانو له ډلې ۱۳ یې اوسنی حکومت او مشر یې محمد اشرف غني تورن کړی چې له خپلې حکومتي څوکۍ او دولتي امکانات په ناقانونه توګه په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره کاروي او په خپله خوښه پر حکومتي څوکیو د خپلې خوښې کسان ټاکي.

دوی دا غوښتنه هم کړې چې څرنګه چې ولسمشر غني خپله هم کاندید دی، نو باید په دې وخت کې د حکومتي چارواکو له مقررولو او لېرې کولو څخه ډډه وکړي.

افغان ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۸ نوماندانو باورلیکونه ترلاسه کړل

حنیف اتمر: که بریالي شوو، صدارت څوکۍ را منځته کوو

دوی ادعا کوي، ښاغلی غني د ټاکنو کمېسیونونو په چارو کې ګوتې وهي، چې په دې توګه بیا د دویم ځل لپاره واک تر لاسه کړي.

د محمد حنیف اتمر په ګډون دغو نوماندانو د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا له نامه یوه وینا خپره کړې او پکې يې ګواښ کړی چې که غوښتنې یې و نه منل شوي له ټاکنو سره به پرېکون وکړي.

د دغې شورا ویاند انجنیر محمد شهاب حکیمي بي بي سي ته وویل:

''موږ له جوزا میاشتې راهیسې په رسنیو کې ټولو ته دا خبره کوو، څو ځله مو ورته ویلي، چې دا خلاف قانون چارې مه کوئ. والیان، وزیران، ریسان باید و نه ګومارل شي، نوي وزارتونه باید جوړ نه شي، خو بالاخره دې پایلې ته ورسېدو ځکه دا په ارګ کې ناست خلک زموږ خبرې ته غوږ نه نیسي.''

نوموړی زیاته کړه، پرون د دغو کاندیدانو غونډه کې حکومت ته یوه اونۍ وخت ورکړل شوی دی او که د (مقرریانو اصلاح) لپاره اقدام و نه شي، د پرېکون په اړه به غور کوي.

د افغانستان د راروانو ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د ټاکنیزو ډلو یا ټیمونو کمپاین پرون (جولای ۲۸) دوولس بجې رسماً پیل شو.

دغه منډې ترړې به نژدې دوې میاشتې روانې وي او د رای ورکونې له ورځې ۴۸ ساعته مخکې پای ته رسېږي.

Image caption د الفبا له ترتیب سره د افغانستان ولسمشرۍ کاندیدان

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمیسون ویلي، که هر نوماند د ټاکنیز کمپاين پرمهال قانون مات کړي، قانوني چلند به ورسره کېږي.

دغه کمېسیون له عامو خلکو هم غوښتي چې د ولسمشرۍ نوماندان دې دټاکنیزو کمیسونونو د کارکوونکو غیر قانوني کړنې له ثبوت سره دوی ته وړاندې کړي.

ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مشرې زهرې بیان ويلي چې نوماندان د خپلو سیالانو د اړوندو سرغړونو راپور هم دوی ته ورکولی شي.