"ټرمپ د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستانه د پوځیانو ایستل پیلوي"

پومپیو

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ غواړي، له ۲۰۲۰ کاله مخکې له افغانستانه د ځواکونو ایستل پیل کړي.

د اي ایف پي خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویل شوي، د واشنګټن اقتصاد کلب مراسمو کې له ښاغلي پومپیو پوښتنه وشوه، چې ایا د راتلونکي کال له دسمبره مخکې له افغانستانه د پوځونو ایستلو تمه کېدای شي؟ نو د ښاغلي پومیو ځواب و:

''د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشره ماته لارښوونه همداسې شوې ده. ''

نوموړي زیاته کړه:

''هغه په دې اړه دوه زړی نه دی، چې بې پایه جګړې باید پای ته ورسول شي او ترې را ووځو. ''

په ۲۰۱۶ کږال کې د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې ښاغلي ټرمپ هوډ څرګند کړی و، چې له افغانستانه به امریکايي ځواکونه باسي، خو واک ته له رسېدو وروسته نوموړي دغه هېواد ته د نورو ځواکونو پر استولو هوکړه وکړه او اوس هلته ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي.

له تېر یوه کال راهیسې امریکايي استازو د طالبانو له مرکچیانو سره اووه پړاوه خبرې کړې دي او تمه کېږي چې د دې خبرو اتم پړاو به هم ژر پیل شي.

مایک پومپیو دوحه کې د بین الافغاني ناستې په اړه خوښي ښودلې

پومپیو: افغانان د سولې د خبرو مشري کوي

ښاغلي پومپیو د دوشنبې په خبرو کې وویل، نه یوازې له طالبانو سره خبرې شوې، بلکې د ولسمشر غني په ګډون له نورو افغانانو سیاستوالو او مدني فعالانو سره په رابطه کې دی او په وینا یې (دې خبرو کې پرمختګ شوی) او په وینا یې دی هیله من دی.

داسې ښکاري امریکايي چارواکي په سپتمبر کې له افغان ولسمشریزو ټاکنو او ۲۰۲۰ کال کې د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د افغان سولې خبرو بهیر چټکول غواړي.

له دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد د روانې میاشتې لومړیو کې بي بي سي ته وویل، هیله من دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته نژدې راتلونکي کې لار جوړه شي.

نوموړي دوحه کې د بي بي سي خبریال اسمعیل سعادت ته وویل، تر ټاکنو سولې ته لومړیتوب ور کوي او هیله لري چې د سپټمبر تر لومړیو پورې د سولې پرېکړه وشي:

"موږ طالبانو ته هم وایو چې دوی هم هڅې وکړي او حکومت هم کوشش وکړي چې دا پرېکړه وشي. که سوله ونه شي بیا امکان لري چې ټاکنې وشي، خو موږ داسې ټاکنې غواړو چې خلک پرې باور ولري."

د انځور حقوق Getty Images

د افغان طالبانو او امریکايي استازو تر منځ تر اوسه د خبرو اووه پړاوه شوي دي او دغه راز د طالب استازو او افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ هم خبرې شوې دي.

د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ وروستی ځل د قطر پلازمېنه قطر کې خبرې وشوې چې پای کې یې یوه مشترکه اعلامیه کې د تاوتریخوالي پر کمښت، د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو ملاتړ او د بین الافغاني خبرو پر دوام ټینګار شوی و.

دغه راز دا وروستیو کې د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل کې له افغان چارواکو سره په لیدنو کتنو بوخت و.