"حکومت‌ پلوه ځواکونو لخوا د ملکي کسانو وژنې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې"

د حکومت‌پلوه عناصرو له خوا د ملکي مرګ‌ژوبلې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې چې دا تر ډېره د هوايي بریدونو له امله ده. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د حکومت‌پلوه عناصرو له خوا د ملکي مرګ‌ژوبلې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې چې دا تر ډېره د هوايي بریدونو له امله ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونه سیاسي استازولي يوناما نن سه شنبه د زمري/اسد په اتمه د جولای په دېرشمه په خپره کړې ويناپاڼه کې ویلي چې د روان زیږيديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۱۳۶۶ ملکيان وژل شوي او ۲۴۴۶ ملکيان ټپيان شوي دي.

يوناما وايي د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې د دولت د مخالفو لورو له خوا د ملکي کسانو وژنه د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ نيمايي پرتله ۴۳ سلنه لږه شوې، خو د حکومت‌ پلوه ځواکونو لخوا د ملکي کسانو د وژنې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې چې تر ډېره د هوايي بریدونو له امله ده.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل بي بي سي ته وویل، هڅه کېږي چې عملیاتو کې د ملکي مرګژوبلې مخه ونیول شي:

"افغان ملي ځواکونه په عملیاتو کې له ډېر احتیاط کار اخلي ، موږ پر دولتي او دولت پلوه ځواکونو ډېر قیودات ایښي او تل مو ویلي چې عملیاتو کې باید د جګړې قوانین مراعت شي".

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې دغه رپوټ کې دوی ته منسوبې شمېرې ناسمې بللې دي. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، یوناما خپل رپوټ کې د مرګژوبلې هغه پېښې هم په طالبانو پسې حساب کړې دي چې دې ډلې وار د مخه پکې خپله ښکېلتیا رد کړې.

یوناما وايي چې په ټوله کې ملکي کسانو ته د اوښتې مرګژوبلې دا کچه د تېر ۲۰۱۸ کال د ورته مودې پر تله ۲۷ سلنه لږوالی ښيي. په ۲۰۱۸ کال کې د ملکي مرګژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې وه. خو یوناما اندېښنه ښيي چې بیا هم دا مرګژوبله د لوړېدو په حال کې ده، ځکه د ۲۰۱۹ د لومړيو درېو میاشتو پرتله په دویمه ربعه کې ۲۷ سلنه لوړه شوې.

Image caption د یونما د رپوټ له مخې، د افغانستان شخړه کې د روان کال د لومړۍ نیمايي ملکي تلفاتو کابو اوه سلنه هوايي عملیاتو ته منسوبه شوې. عکس: (جغتو)

یوناما له یوې خوا د جنورۍ له لومړۍ د جون تر وروستۍ نېټې پورې د ملکيانو په مرګژوبله کې د لږوالي هر کلی کړی خو ملکیانو ته د رسېدلي زیان شمېرې يې ټکان ورکوونکې او د نه منلو وړ بللې.

د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ منلې چې د جګړې لورو د ملکي مرګژوبلې د راټیټولو لپاره هلې ځلې کړې، خو دا کافي نه دي او باید ډېر څه وشي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ کال د جولای په اوومه او اتمه په قطر کې د افغانانو په خپل‌منځي غونډه کې د ملکي مرګژوبلې د صفر کولو لپاره د ښکېلولو لورو ژمنه ستایلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تاداميچي یاماموتو ویلي: "د افغانانو په خپل منځي خبرو کې د ملکي مرګژوبلې د کمولو پیغام ډېر واضح و، موږ له ټولو ښکېلو خواوو غواړو چې دغې مهمې چارې ته پام وکړي او د افغانانو د دغې غوښتنې د منلو لپاره بيړني ګامونه اوچت کړي چې نور ددغه زیان اړولو درول غواړي".

ځمکنۍ جګړې لا هم د ملکي مرګژوبلو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي، چې د ټولې مرګ‌ژوبلې درېیمه برخه جوړوي. که څه هم ۱۶ سلنه د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ نيمايي پرتله لږه شوې.

جوړ شوي چاودېدونکي توکي، تر ډېره په هغو بریدونو کې چې ځانمرګي نه دي دویم ستر لامل دی او د ټولې مرګژوبلې ۲۸ سلنه جوړوي. د هوايي بریدونو له امله اوښتې مرګ‌ژوبله ۱۴ سلنه جوړوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دولت د مخالفو لورو له خوا اوښتې مرګ‌ژوبله د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ نيمايي پرتله ۴۳ سلنه لږه شوې.

یوناما د ملکي مرګژوبلو ۵۲ سلنه د دولت د مخالفو ډلو کار بللی، چې ۳۸ سلنه يې د طالبانو، ۱۱ سلنه يې د داعش یا اسلامي دولت په نامه د وسله‌والې ډلې او ۳ سلنه يې د دولت د نامالومو وسله والو مخالفینو کار دی.

د دولت د مخالفو لورو له خوا اوښتې مرګژوبله د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ نيمايي پرتله ۴۳ سلنه لږه شوې. خو د حکومت‌ پلوه عناصرو له خوا د ملکي مرګژوبلې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې چې دا تر ډېره د هوايي بریدونو له امله ده.

یوناما د ۹۸۵ ملکيانو مرګژوبله (۳۰۶ وژل شوي او ۶۷۹ ټپيان) په داسې ډول ثبت کړې چې د دولت مخالفو عناصرو پکې د حکومتي کارکوونکو، قومي مشرانو، د خیریه مؤسسو د کارکوونکو، مذهبي مشرانو، ملایانو او د عبادت ځایونو په ګډون په قصدي ډول ملکیان په نښه کړي.

د ۲۰۱۹ کال په لومړيو شپږو میاشتو کې ۱۳۹۷ ملکي مرګژوبله د افغانستان حکومت‌ پلوه ځواکونو اړولې چې د ۲۰۱۸ کال د دغې مودې پرتله ۳۱ سلنه ډېروالی ښيي.

د دولت پلوو ځواکونو په ۳۷ سلنه اړولې مرګژوبله کې ۱۸ سلنه افغان امنيتي ځواکونو، ۱۲ نړیوالو ځواکونو او ۲ سلنه نورو وسله والو حکومتي ځواکونو اړولې.

د انځور حقوق Anadolu Agency/Getty Images
Image caption په ټوله کې د تېر کال همدې مودې پرتله د ولسي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې ده

هوايي بریدونو ۵۱۹ ملکيان وژلي او ټپیان کړي (۳۶۳ وژلي او ۱۵۶ ټپيان کړي) چې ۱۵۰ يې ماشومان دي (۸۹ یې وژل شوي او ۶۱ يې ټپيان شوي). د دغه تکتیک له امله ملکیانو ته اوښتونکې مرګ‌ژوبه ۳۹ سلنه ډېره شوې.

په دغه تکتیک کې د ټپيانو شوو کسانو شمېر لږ شوی او د وژل شویو کسانو شمېر پکې ډېر شوی، چې دا يې ځانګړنه ښيي او یوناما په هوايي عملیاتو کې د ملکي مرګژوبلې په ډېرېدو خواشيني ښيي.

یوناما په هوايي عملیاتو کې د ملکي مرګژوبلې ۸۳ سلنه لامل نړیوال ځواکونه، نهه سلنه يې افغان او پاتې اته سلنه یې نور حکومت پلوه ځواکونه پړه بللي.

کابل، هلمند فاریاب او غزني هغه ولایتونو دي چې په ترتیب سره تر ټولو لوړه ملکي مرګژوبله پکې ثبت شوې .

ورته مطالب