کندهار کې یوه افغان سرتېري دوه امریکايي عسکر وژلي

افغانستان کې امریکايي پوځيان د انځور حقوق AFP
Image caption دا په داسې حال کې دي چې پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وویل واشنگټن پلان لري، چې د امريکا د راتلونکې کال ترولسمشرۍ ټاکنو مخکې له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

په افغانستان کې د ناټو ماموريت وايي دوه امريکايي عسکر پرون دوشنبه د زمري/اسد په اوومه د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې وژل شوي.

په کندهار کې د پوليسو یوې سرچينې بي بي سي ته ویلي دا عسکر په شاه‌ولي کوټ ولسوالۍ کې د يوه افغان پوځي له لوري په ډزو وژل شوي دي.

فکر کېږي بریدګر افغان پوځي ټپي شوی دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي، د کندهار تناوچي اډه کې دغه برید کې څلور امریکايي پوځيان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

له دې سره د هغو امريکايي پوځيانو شمېر نهو ته پورته شو چې سږکال په افغانستان کې وژل شوي دي .

دا په داسې حال کې دي چې پرون د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو وویل واشنگټن پلان لري، چې د امريکا د راتلونکې کال تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې له افغانستانه خپل عسکروباسي.

هغه دا د ولسمشر له خوا د ناپايه جگړو د پاى ته رسولو له پاره ځانته يو دايرکتيف يا لارښوونه وبلله .

دا اعلان داسې مهال راځي، چې ټاکل شوې د افغان سولې له پاره د امريکا ځانگړى استازى زلمى خليلزاد په يو څو ورځو کې له طالبانو سره د خبرو اتم پړاو پيل کړي .

د افغان طالبانو او امریکايي استازو تر منځ تر اوسه د خبرو اووه پړاوه شوي دي او دغه راز د طالب استازو او افغان سیاسي شخصیتونو تر منځ هم خبرې شوې دي.

ورته مطالب