ورځپاڼې: امرالله صالح پر خپل دفتر له برید وړاندې خپل وصیت لیکلی و

د انځور حقوق MOI
Image caption صالح روانو ټاکنو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال تر غوره کېدو مخکې د ۲۷ ورځو لپاره د کورنیو چارو وزارت سرپرست و.

نيويارک ټايمز راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د افغان ولسمشر لومړۍ مرستيالۍ ته نوماند امرالله صالح په تړاو خپاره کړي مطلب کې ليکلي، چې ښاغلي صالح ان وړاندې له دې چې پر ځان د کوم بريد په تړاو مشخص استخباراتي مالومات ترلاسه کړي دا يې احساس کړې وه چې هغوى به يې ژر وژلو ته راشي نو خپل وصيت يې وليکه.

ورځپاڼه وايي نوموړي شا وخوا يوه اونۍ وړاندې خپل څلور مخيز وصيت ليک ته بيا کتنه کړې او پکې یي خپلې مېرمنې او پنځو بچيانو ته ځينې لارښوونې ور زياتې کړې وې چې د مړينې د خبر په اورېدو يې څه وکړي او څنگه يې سپما کړو پيسو ته لاسرسى ومومي. ښاغلي صالح ورځپاڼې ته ويلي باوري وم چې "زه به دا ځل ژوندى نه پاتېږم."

ورځپاڼه وايي هغه بريد چې ښاغلي صالح يې ويره درلوده تېره يکشنبه وشو.

امرالله صالح ورځپاڼې ته ويلي هغوى راغلي و چې په هره بيه وي ما ووژني، هغوى هر څه سم کړي و خو دا چې زه اوس ژوندى يم د خداى مرسته او رضا وه او پکې زما د مخينې يا تېر مهال تجربو لږه مرسته ده.

ورځپاڼه وايي ښاغلي صالح او همکارانو يې په منظم ډول له يوه احتمالي بريد د ځان خوندي کولو تمرينونه کول، چې څنگه ځان د ودانۍ بام او د وسلو زېرمې ته ورسوي.

د افغانستان او ازبکستان سوداګري

ډيپلوماټ مجلې ليکلي، ازبکستان له افغانستان سره د خپلۍ سوداگرۍ پر پراخولو پام ور ټول کړى.

مجله وايي پر سترو پروژو د افغانستان او ازبکستان خبرې روانې دي او تاشکېنټ (تاشکند) د افغانستان پر ستر سوداگرييز شريک بدليدونکى دى.

د مجلې په وينا ازبکستان په نړيواله او سيمه ييزه کچه د خپلو سوداگريزو اړيکو ښه کولو ته پام زیات کړی.

تاشکېنټ (تاشکند) د سوداگرۍ گڼې موقعې موندلي او په تړاو يې خبرې کړې او يو هېواد چې په دغو هڅو کې ډېر جوت دى، هغه افغانستان دى.

دواړه غاړې د سوداگرۍ پر گړندي کولو، د صنعتي پروژو پر پيلولو او له ازبکستان افغانستان ته د برېښنا د يوه نوي مزي يا کيبل پر غځولو سره سلا شوي دي.

گلف نيوز ورځپاڼې پاکستان کې د هندوانو د يوه لرغوني معبد بيا پرانيستې ته کتنه کړې.

دا معبد ١٠٠٠ کاله وړاندې د پاکستان د پنجاب ايالت په سيالکوټ ښار کې د سردار تېجا سنگ لخوا جوړ شوى و.

معبد له هند د پاکستان د بېلېدو له مهاله يانې له ٧٢ کلونو راهيسې تړلى و. خو اوس د ورځپاڼې په وينا د لومړي وزير عمران خان په لارښوونه عبادت کوونکو ته پرانيستل شوى.

٩٢ م کال کې کله چې هندو توندلارو بابری جومات ويجاړ کړ نو پاکستان کې يوې ډلې دغه معبد ته هم د زيان اړولو هڅه کړې وه چې اوس به يې بيا رغونه ژر پيل شي.