فراه کې پر سپرلۍ موټر چاودنې ۳۴ کسان وژلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
فراه کې پر سپرلۍ موټر چاودنه

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت بالابلوک ولسوالۍ اب خرما سیمه کې یو مسافر وړونکی ګاډی پر ماین ختلی چې له کبله یې ۳۴ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د فراه د والي ویاند فاروق بارکزي بي بي سي ته وویل، پېښه نن (چارشنبه، اسد ۹مه) ګهیځ شاوخوا شپږ بجې شوې چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم دي.

د ښاغلي بارکزي په خبره دغه موټر له هراته کندهار ته روان و. سیمه ییز چارواکي وايي په وژل شویو او ټپیانو کې محصلین هم شته چې په رخصتیو کې خپلو کورونو ته روان وو.

۲۷وژل شوي او ځینې ټپیان هرات ته لېږدول شوي.

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د پېښې د پلټنو لپاره یې سیمې ته یو پلاوی استولی چې څرنګوالی یې مالوم کړي او مسئولینو سره یې شرعي چلند وکړي.

Image caption د هرات روغتیايي چارواکي وايي، چاودنه کې ۲۷ وژل شوي او ځینې ټپیان هرات ته لېږدول شوي

د تېر کال سپتمبر کې هم د کندهار- هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله لږتر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او دېرش نور ټپیان شوي وو.

د افغانستان په روانه جګړه کې د ښکېلو لورو د ماینونو له امله وخت ناوخت ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي يوناما ویلي وو چې د روان ۲۰۱۹ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې افغانستان ۱۳۶۶ ملکيان وژل شوي او ۲۴۴۶ ټپيان شوي دي.

يوناما وايي د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې د دولت د مخالفو لورو له خوا د ملکي کسانو وژنه د ۲۰۱۸ کال د لومړۍ نيمايي پرتله ۴۳ سلنه لږه شوې، خو د حکومت‌ پلوه ځواکونو لخوا د ملکي کسانو د وژنې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې چې تر ډېره د هوايي بریدونو له امله ده.

ورته مطالب