فراه کې پر سپرلۍ موټر چاودنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فراه کې پر سپرلۍ موټر چاودنه

د فراه سیمه ییز چارواکي وايي، ددغه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې پر یوه مسافر وړونکي ګاډي چاودنه شوې چې له شاوخوا سپرلۍ ۳۴ یې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي. د فراه د والي ویاند بي بي سي ته وویل، موټر له هراته کندهار ته روان و. په وژل شویو او ټپیانو کې محصلین هم شته چې په رخصتیو کې خپلو کورونو ته روان وو.