"د زورواکو باج اخیستنې د اقینې بندر عواید پنځوس سلنه کم کړي"

Image caption په وروستیو میاشتو کې د فاریاب ـ بلخ لويه لاره سوداګریزو موټرو او مسافرو لپاره د مړینې کرښه ګرځېدلې.

بلخ کې د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وايي، د مزارشریف ـ فاریاب په لویه لاره کې د وسله‌والو او سیمه‌ییزو زورواکو باج اخېستو د اقینې بندر په عوایدو کې پنځوس سلنه کم والی راوستی.

د دوی په خبره، په‌دې لاره وسله‌وال طالبان د حکومت په څېر قوانین لري او له سوداګریزو موټرو مالیه اخلي .

د افغانستان په شمال کې د اقینې بندر مسوولینو بي بي سي ته ویلي، د وسله‌والو باج اخېستل د دې لامل شوي چې په دې لاره د سوداګرۍ کچه پنځوس سلنه کمه شي.

د فاریاب ـ مزار لویې لارې د بار وړونکو موټرو یو شمېر چلوونکي وايي چې له فاریاب څخه تر کابله پورې ۱۵۰ زره افغانۍ ترې اخېستل کېږي.

وسله‌وال طالبان هم تاییدوي چې یوازې له وارداتي توکو څخه یوه ټيټه کچه ټکس اخلي.

په وروستیو میاشتو کې د فاریاب ـ بلخ لويه لاره سوداګریزو موټرو او مسافرو لپاره د مړینې کرښه ګرځېدلې.

له وسله‌والو طالبانو څخه نیولې ان تر سیمه ییزو زورواکو پورې له سوداګریزو موټرو نه باج اخېستل کېږي.

عصمت الله له تېرو پنځو کلونو راهیسې د فاریاب له اقینې بندره کابل ته د تېلو ټانکر چلوي، نوموړی وايي پخوا به یې د مزارـ شبرغان په لاره میاشت کې څلور ځله تګ راتګ کاوه؛ خو له تېرو اتو میاشتو راهیسې په‌دې لاره د ناامنیو په زیاتېدو سره اوس یو ځل تګ کوي، نوموړی وايي له ګټې څخه یې زیان ډېر شوی.

عصمت الله وايي: "رسمي محصول معلوم نه‌دی، هر زورواکی چې پرې برابر شي پیسې ترې اخلي او که ور یې نه‌کړي وهي یې، موټر ترې اخلي او ان بندي کوي"

په بلخ کې د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس ارش یونسي وايي، وسله‌وال طالبان د فاریاب ـ مزارشریف په لویه لار کې د حکومت په څېر قوانین لري او په منظم ډول مالیه راټولوي.

Image caption مسوولین وايي، که د فاریاب ـ مزارشریف لویې لارې وضعیت په همدې ډول ادامه پیدا کړی، نو په راتلونکي کې به ګڼ شمېر سوداګر خپلې پانګې بهر هېوادونو ته یوسي او د سوداګرۍ په کاروبار به ناوړه اغیزه وکړي.

په بلخ کې د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس ارش یونسي زیاتوي: "د بلخ ـ شبرغان لویه لاره ناامنه ده، زموږ سوداګریز توکي تر تهدید لاندې دي، همدا اوس په‌دې لاره د سوداګرو له توکو څخه مالیه اخېستل کېږي، تېره ورځ د سوداګرو پنځه موټره له اقچې سیمې څخه یوړل شول، تر څو چې پیسې وانه‌خلي نه یې خوشې کوي، طالبان قوانین لري او د حکومت په څېر فعالیت کوي."

وسله‌وال طالبان هم تأییدوي چې د افغانستان له ټولو وارداتي بندرو څخه خپله فیصدي مالیه اخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې دوی یوه ټیټه کچه ټکس یوازې له وارداتي توکو اخلي.

مجاهد زیاتوي، هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي، دوی خپل کسان ګمارلي څو وارداتي توکي له شوکو او غلاوو وساتي او دوی یې په بدل کې یوه اندازه پیسې اخلي چې د ګمارل شویو کسانو لګښتونه ترې ورکړي.

په اقینې بندر کې یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي بي بي سي ته ومنله چې د ناامنۍ له امله په‌دې لاره د سوداګرۍ کچه نیمې ته کمه شوې.

د فاریاب د اقینې ځکمني ټرانسپورټ مسول هاشم خان وايي، یو کال مخکې په‌دې لاره هره ورځ ۱۵۰ سوداګریز موټره د بلخ او کابل په لوري تلل؛ خو اوس دغه شمېر پنځوس موټرو ته راکم شوی.

نوموړی زیاتوي: "په ټوله کې لاره خوندي نه‌ده، باج اخېستنه ډېره ده، وسله‌وال مخالفین هم د ګمرک او مالیې په نوم پیسې اخلي، فیرونه کوي او موټرچلونکي له ځانو سره کلیو ته وړي، څو چې مالیه وانه‌خلي د تګ اجازه نه ورکوي. دغه موضوع د دې لامل شوې چې د اقینې له لارې د سوداګرۍ کچه له څلوېښتو نه تر پنځوس سلنو پورې راکمه شي. "

په ورته وخت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي په‌دې لاره د وسله‌والو طالبانو او سیمه‌ییزو زورواکو له لوري له بار وړونکو موټرو څخه د باج اخېستل تأییدوی؛ خو وایي په نږدې وخت کې به د دغو ډلو مخه ونیسي .

رضايي وايي: "کله چې ګزمه لېرې وي او یا هم ژر ونه رسېږي طالبان له موټر سایکلو سره راځي او له موټرو پیسې اخلي چې بېرته تښتي."

بلخ کې افغان سوداګر وايي، له اقینې بندره تر کابله پورې له یوه موټره ۱۵۰ زره افغانۍ طالبان او سیمه‌ییز زوراکي اخلي. دغه باج اخېستل د دې لامل شوي چې د بازار په نرخ اغېزه وکړي.

حفیظ ځاځی له اقینې بندر څخه نفتي او خوراکي توکي واردوي نوموړی وايي، په‌دې لاره کې د طالبانو او سیمه‌ییزو زوراکو باج اخېستل د دې لامل شوي چې اوس خپل واردات بند کړي.

Image caption د اقینې ځکمني ټرانسپورټ مسول هاشم خان وايي، یو کال مخکې په‌دې لاره هره ورځ ۱۵۰ سوداګریز موټره د بلخ او کابل په لوري تلل؛ خو اوس دغه شمېر پنځوس موټرو ته راکم شوی.

راز محمد عادل په مزارشریف ښار کې د خوراکي توکو پلورنځی لري نوموړی وايي: "کوم سوداګر چې له اقینې بندره سوداګریز توکي واردوي د فاریاب ـ مزارشریف په لویه لار کې ترې یو شمېر زورواکي او وسله‌وال طالبان ډېر لوی محصول اخلي چې د بازار په نرخ یې ډېره اغیزه کړې. سوداګر مجبور دی، دغه باج اخېستنه په خپل مال تقسیم کړي، پخوا به یوه بوشکه غوړ یوولسو شل افغانۍ و اوس دولس سوه او دېرش دي، که دا وضعیت په همدې ډول روان اووسي د خلکو په ژوند به ډېرې ناوړه اغېزې وکړي. "

په بلخ کې د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولین وايي، که د فاریاب ـ مزارشریف لویې لارې وضعیت په همدې ډول ادامه پیدا کړی، نو په راتلونکي کې به ګڼ شمېر سوداګر خپلې پانګې بهر هېوادونو ته یوسي او د سوداګرۍ په کاروبار به ناوړه اغیزه وکړي.

د اقینې سوداګریز بندر چې د ترکمنستان پولې تر څنګ او د اندخوی ښار په ۳۵ کېلومترۍ کې پروت دی له اروپايي او اسیايي هېوادونو سره د سوداګرۍ په برخه کې یو مهم عایداتي بندر ګڼل کېږي، له اروپا، عربي امارات، ایران او له چین څخه مالونه د دې بندر له لارې واردېږي، خو په دې وروستیو کې د فاریاب په ځینو سیمو کې د ناامنیو زیاتېدل او د مزارشریف ـ شبرغان په لویې لارې بار وړونکو موټرو څخه د وسله‌والو او زورواکو له‌خوا پیسې اخېستل او ځورونه د دې لامل شوې چې له دغې لارې واردات ۵۰ سلنه کم شي.

اړونده مطالب