"افغانستان کې د ګبینو تولید نږدې پنځه سوه ټنه زیات شوی"

Image caption د کرنې وزارت په وینا د شاتو په توليد کې پام وړ زیاتوالی د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې راغلی دی

د افغانستان کرنې وزارت وايي، په دې هیواد کې د مچیو ساتنه ورځ تر بلې ډېرېږي، ځکه د وړم کال پرتله تېر کال د ګبین تولید نژدې پنځه سوه ټنه زیات شوی او د تېر کال حاصل یې ۲۱۰۰ ميټريک ټنه ياد شوی دی.

افغان چارواکي وايي، په یو شمېر ولایتونو کې مېرمنو هم تازه د ګبینو کاروبار ته مخه کړې.

د مچیو ساتنې لپاره مناسبه هوا او د شاتو لپاره تود بازار د د مچیو ساتنې ډېرېدو لاملونه بلل شوي دي.

د کرنې وزارت په وینا د شاتو په توليد کې پام وړ زیاتوالی د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې راغلی دی.

په ننګرهار کې دا مهال د پسرلي ګبین ټول شوي. په دې ورځو کې مچۍ بيا د نویو بچيو د زېږولو او ګوردې په راټوولو بوختې دي.

که څه هم په افغانستان کې د مچیو ساتلو کاروباور تر ډېره نارینه او له پاکستان راستانه شوي افغانان کوي، خو په دې وروستيو کې په دې کاروبار کې د ښځو بوختيا هم مخ په زياتېدو ده.

په ننګرهار کې دا مهال د مچیو په ۳۵۰ فارمونو کې ۱۵ مېرمنې په کار بوختې دي.

* هرات کې د ګبینو تولید زیات شوی

* ولې له غومبسې کرکه کوو او د شاتو مچۍ خوښوو؟

د دې مېرمنو له ډلې مو له شېرين بي بي سره په بهسودو ولسوالۍ کې د هغې په کور کې داسې مهال وليدل چې په محلي ډول یې له خپلو مچیو ټول کړي ګبین د خرڅلاو لپاره چاڼول. نوموړې هم مچۍ پالي او هم ترې بېرته د ګبین اېستلو کاروبار کوي.

شېرين بي بي له دې کاروباره د خپلې کورنۍ د ۹ کسانو ژوند روان کړ دی. وایې پنځوس ټمبکې یا صندوقه مچۍ لري او څلور نارينه یې هم له ځان سره په کار کړي چې په لرې سيمو کې د دې د مچيو ساتنه او پالنه کوي:

"کور د همدې شاتو له ګټې ساتم. نهه سره کورنۍ مې ده. شات په اور ږدم. شات ځانګړی حرارت غواړي. خو زه ماشينونه نه لرم. دا په اور دلته پروسس کوم. وسايل نه لرم".

په ننګرهار کې اوسمهال د مچيو نژدې درې نیمه سوه فارمونو شته چې په کې شاوخوا درې مېليونه مچۍ پالل کېږي.

په دې ننګرهار کې د بليټس یا لاچي، شوتلې، نارنج، شنشوبي، مرسل او نورو ګلانو ګبین راټولېږي چې په یاد ولایت کې يې څو کوچنيي پروسس او بسته بندۍ کارځايونه د پلور لپاره بازار ته چمتو کوي.

د ننګرهار سور رود په ځنګل باغ کې ۳۸ کلن بريالي شېرزاد خپلې شاوخوا ۵۰ ټمبکې(پېټۍ) مچۍ د بليټس تر ونو لاندې اېښې دي.

دی له لسو کلو راهیسې د شاتو کاروبار کوي او اوس د نږدې ۳۰۰ ټمبکې(صندوقه) مچيو څښتن دی.

په ننګرهار کې خپلې مچۍ بېلا بېلو سيمو ته په ګلانو او بوټو پسې ګرځوي، چې مچۍ ترې ځانته خواړه او شیره راټوله کړي. دی وایي د تېر کال پرتله یې دا پسرلی د شاتو حاصل ډېر شوی دی. ځکه هوا برابره او ګلان ډېر وو.

"زما شات تر تېر کال ۳۰ سلنه ډېر شوي. په پسرلي کې مې دوه زره کېلو شات شوي و. بارانونه او ګلان ډېر وو. ژوند مې پرې روان دی. ))

شېرزاد زیاتوي چې د نورو هېوادونو ګبین یې پر مارکېټ بد اغېز کړی.

په یوه ټمبکه کې له ۵ تر ۷ زرو مچۍ وي. د یوې ټمبکې مچۍ درې ډوله دندې لري. مچیوال وايي، که په يوه صندوق کې مچۍ ګڼې او ناروغي يې و نه وهي، له اتو تز دولس کېلو ګبین ترې ترلاسوي.

په افغانستان کې د شاتو په بازارونو کې تر ټولو د لوړې بیې او ښې مزې شات، د بېرې او پلوڅې دي، خو چې په دې وطن یې بوټي په نشت حساب دي، نو د مچيو کاروباریان اړ کېږي چې خپلې ټمبکې په بل وطن وګرځوي او د همدې امله یې مچۍ مړې کېږي او څو برابره لګښت پرې راځي.

د مچيو کاروباریان وایي، د کال دوه ځلې ګبین له خپل وطن او د درېیم وار ترلاسولو لپاره خپلې مچۍ په ډيورند کرښه د بېرې او پلوڅې ګلانو پسې تر پېښور او ان پنجاب رسوي.

افغانستان په کور دننه د شاتو په تولید کې د خپل ډول د لوړې کچې خبره کوي او ننګرهار د شاتو په تولید او زیاتوالي کې د سر هغه یادوي، خو پر کرنه وزارت نيوکې کېږي چې د ګبین او په ځانګړي توګه پر مچيو د چاپېريالي اغېز په اړه یې تراوسه هېڅ نه دي کړي.

ننګرهار کې د شاتو د اتحادیې مشر رياض احمد رودوال وایي، په ننګرهار کې د کيمیاوې سرې او جګړې له امله ګلان او بوټي زیانمنېږي، ځ:ه ډېرې مچۍ د کيناستو پرمهال له منځه ځي، خو د کرنې:

"د کرنې وزارت د مچيو په هکله هېڅ پاليسي نه لري. ځېنې موسيسې مرستې کوي، خو حکومت ډېر څه نه دي کړي. دلته جګړې، پرځمکو د کيماوي سرو وېشلو او د ګرد غبار له امله زموږ ډېرې مچۍ مري".

د ګبین په تولید کې له زياتوالي سره سره لا هم افغانستان له نيمايي ډېر شات له ایران، عربستان، پاکستان او یو شمېر اروپایي هېوادونو واردوي.

ښې هوا او اوبو په افغانستان کې د مچیو د روزنې لار چار برابره کړې او د مچيوال وایي، که حکومت ېې لاسنېوی وکړي،د افغان ګبین به د خپلو ډېرو اوسېدونکو خوله خوږه وساتي او د ګڼو کورنیو د روزۍ ګټلو لار به شي.