ورځپاڼې: د افغان سولې لپاره جوړجاړی باید په بیړه ونه شي

د انځور حقوق Getty Images

برتانوۍ ورخپانې ګارډین د جګړه او سولې په نوم خپله سرمقاله افغانستان ته ځانګړې کړې او لیکي په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې هېښوونکې شمیرې داسې مهال خپریږي چې د سولې خبرې روانې دي.

ورځپاڼې لیکي له طالبانو سره د جوړ جاړي له مخې ښايي له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو مهال ویش وټاکل شي، خو که له حکومت سره خبرې او اوربند په دې جوړ جاړي کې شامل نه وي نو سوله به ډیر دوام ونه کړي.

د ورځپاڼې له نظره بله اندېښنه دا ده چې که امریکايي ځواکونه ووځي نو د طالبانو له خوا به شوې ژمنې څه ډول عملي کیږي.

ګارډین لیکي که څه هم د طالبانو استازي د ميرمنو له استازو سره خبرو ته کښېناستل خو ډیر لږ کسان فکر کوي چې د طالبانو په دریځ کې ژور بدلون راغلی.

افغان میرمنې به د طالبانو عمل ته ګوري خو د ورځپاڼې په وینا د طالبانو کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو وضعیت ډیر خطرناک دی.

ګارډین ورځپانه په افغانستان کې پر داسې لارو چارو ټینګار کوي چې تل پاتې سوله رامنځته کړي، خو خبر داری ور کوي که د سولې لپاره کوم داسې جوړجاړی رامنځته شي چې ژر له منځه ولاړ شي نو ښايي زیان یې تر هغه ډیر زیات وي چې هیڅ کوم جوړ جاړی رامنځته نه شي.

ګلف نیوز ورځپاڼې رپوټ ور کړی چې د دوبۍ پولیس په پام کې لري هغو مساپرو ته د انسانانو د قاچاق په اړه معلومات ور کړي چې د دوبۍ هوايي ډګر له لارې متحده عربي اماراتو ته رسیږي.

د دوبۍ پولیسو د بشري حقونو د څانګې مشر ویلي هدف دا دی چې د انساني قاچاق په اړه د مساپرو معلومات زیات شي او په دې سره د دې ستونزې مخنیوي کې پرمختګ وشي.

دغه چارواکي ویلي په متحده عربي اماراتو کې د انساني قاچاق د ثبت شویو پيښو اکثره یې د جنسي موخو لپاره شوې دي.

رسمي شمیرې ښيي چې تېرو دوو کلونو کې په متحده عربي اماراتو کې د هغو کسانو په شمیر کې شپیته سلنه زیاتوالی راغلی چې د انساني قاچاق به تور نیول شوي دي.

تير کال ۷۷ تنه په دې تور نیول شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دوبۍ امیر او د هغه مېرمن هیا/ انځور پخوانی دی.

برتانوۍ ورځپاڼې انډیبنډنیټ لیکلي د دوبۍ د امیر محمد بن راشد ال مکتوم مېرمنې هیا بنت الحسین له محکمې غوښتي چې د دې د ساتنې او ژغورنې لپاره ځانګړی حکم ورکړی.

هیا بنت الحسین د اردن د پاچا ناسکه خور ده او پر ۲۰۰۴ کال یې له محمد بن راشد سره چې اوس ایا کلن دی واده وکړ.

دا شپږمه میرمن وه چې هغه ورسره واده وکړ. محمد بن راشد میلیاردر او د متحده عربي اماراتو د ولسمشر مرستیال او لومړی وزیر هم دی.

پنځه څلویښت کلنه هیا بنت الحسین ځکه له اماراتو را وتښتېده چې هغې ته د نږدې سرچینو له مخې د محمد بن راشد د یوې تښتیدلې لور په اړه یې د ویروونکو واقعیتونو معلومات تر لاسه کړل. د دوبۍ د حاکم دا لور لطیفه نومیده او پروسږ کال د یوه فرانسوي په مرسته وتښتیده خو هند ساحل ته نږدې ونیول شوه او بیرته دوبۍ ته راوستل شوه.

ورځپاڼه لیکي محکمې د دې قضیې څېړل پرون پیل کړل، د دوبۍ حاکم غواړي خپل دوه ماشومان تر لاسه کړي خو مور یې هیا بنت الحسین له محکمې غوښتنه کړې چې د ماشومانو لپاره د سرپرستۍ په حق کې پریکړه وکړي.

محمد بن راشد په ښکاره د دې قضیې په اړه ډیر څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې یې پر انسټاګرام خپل یو شعر خپور کړی و او په هغه کې یې پر یوې نامعلومې ښځې د خیانت تور لګولی و.