افغانستان کې په کالدانې شاوخوا ۳۸ زره کسان اخته شوي

رسمي شمېرې ښيي چې په لشمانیا ۱۴ زره اخته کسان په کابل کې ثبت شوي او ۲۴ زره نور په ځینو نورو ولایونو کې پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي. د انځور حقوق who.int
Image caption رسمي شمېرې ښيي چې په لشمانیا ۱۴ زره اخته کسان په کابل کې ثبت شوي او ۲۴ زره نور په ځینو نورو ولایونو کې پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د بدخشان په لسو ولسوالیو کې د ملاریا او لشمانیا ناروغۍ د درملنې روغتیايي مرکزونو نشتوالي له کبله، په لشمانیا یا کالدانې ناروغیو د اخته کسانو شمېر په ډېرېدو دی.

کابل، بلخ، ننګرهار او خوست هغه ولایتونه دي چې د لشمانیا ډېرې پېښې په کې رامنځته کېږي، خو د بدخشان په لرې پرتو ولسوالیو کې د لشمانیا او ملاریا درملنې ته د خلکو نه لاسرسی، خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

لشمانیا چې افغانستان کې یې کالدانه بولي، د پوټکي پرازیټي ناروغي ده، چې لامل یې (خړې میاشې) دي. په ورستو کلونو کې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر سلګونو ته رسېدلی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي هرکال په سلګونو بېوزلي کسان، په خاورینو کورونو کې د ژوند له امله، پر دې ناروغي اخته کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند توحید شکوهمند وايي په ۲۰۱۸ کې شوې ارزونه ښيي، شاوخوا ۳۸ زره کسان په کالدانې یا لشمانیا اخته شوي دي.

رسمي شمېرې ښيي چې په لشمانیا ۱۴ زره اخته کسان په کابل کې ثبت شوي او ۲۴ زره نور په ځینو نورو ولایونو کې پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

د افغانستان شمال ختیځ بدخشان بیا هغه ولایت دی چې پکې د کالدانې ناروغۍ پېښې په ډېرېدو دي.

د فیض اباد ولایتي روغتون د لشمانیا د درملنې ورغتیايي مرکز کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو لیدو ته راغلم.

بدخشان کې د ملاریا او لشمانیا د کنټرول ادارې امر ډاکټر عنایت الله شهرام وايي ددغه ولایت په ۱۸ روغتیايي مرکزونو کې، په کالدانې ناروغۍ اخته کسانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کېږي، چې په ښاري سیمو کې یې په مخنیوي ښه اغېزه کړې، خو د هغه په ټکو د روغتیايي مرکزونو کموالي له امله، په لسو سرحدي ولسوالیو کې، پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په زیاتېدو دی.

په ۲۰۱۸ کال په بدخشان ولایت کې پر لشمانیا ۲ زره اخته کسان ثبت شوي؛ خو دا هغه کسان دي چې د درملنې مرکزونو ته ورغلي دي. روغتیايي چارواکي وايي په سلګونو نور، روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله، نه دي ثبت شوي.

ځینې نور بیا ددغې ناروغۍ د دوام او د سیمې اوسېدونکو په خبره چې د دارو درمل د ټیټ کیفیت له امله له کلونو راهیسې، له دې ناروغۍ ځورېږي.

په بدخشان کې د ملاریا د کنټرول امریت وايي پر لشمانیا ځینې اخته کسان، د رغېدو لپاره د ډاکټرانو لارښوونې نه عملي کوي چې ورسره د ناروغۍ موده کلونو ته غځېږي.

د عامې روغتیا وزارت د خپرو کړو شمېرو پر بنسټ، پر لشمانیا ۵۳ سلنه اخته کسان نارینه او ۴۷ یې ښځې دي.

ورته مطالب