خلیلزاد: طالبانو سره سولې د خبرو اتم پړاو ګټور و

  • 12 اګست 2019 - 21 زمری 1398
زلمی د انځور حقوق Getty Images
Image caption زلمی له دې خبرو وروسته د نورې سلا مشورې لپاره واشنګټن ته روان شوی

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د خبرو اتم پړاو ګټور و او پر تخنیکي جزئیاتو پکې خبرې وشوې. نوموړي پر خپله ټوېټر لیکلي چې د نورې سلا مشورې لپاره واشنګټن ته روان شوی دی.

طالب استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ د خبرو وروستی پړاو د اګست میاشتې پر درېیمه نېټه په دوحه کې پیل شوی و. د ځینو هیلو او اټکلونو برعکس دا ځل هم د دې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

طالبانو هم د تېرې دوشنبې په ورځ (اګسټ ۲۳مه) اعلان کړی و چې د امریکايي استازو او ددې ډلې ترمنځ د افغان سولې مذاکراتو اتم پړاو پای ته رسېدلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې سولې خبرې اوږدې او ګټورې وې:

"دمذاکراتو اتم پړاو بېګا شپه تر دوه نیمو بجو د مذاکراتي ټیمونو په مسلسل کار کولو سره بشپړ شو، اوږده او ګټور مذاکرات وو، موافقه مو وکړه چې د راتلونکو ګامونو په اړه هر لوری له خپل مشرتابه سره مشورې وکړو."

هغه د تېرې یکشنبې په ورځ هم یو ټویټ کې ویلي و، "دوی کوښښ کوي چې د تړون ټول مواد د اسلامي او ملي ګټو په اساس په دقت سره نهايي او اعلان ته چمتو شي".

د افغان سولې لپاره د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ خبرو اتم پړاو د زمري پر ۱۲مه قطر کې پیل او تېره شپه ناوخته پای ته ورسېد.

بلخوا د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په خپل ټویټ کې هیله څرګنده کړې دا اختر دې د افغانستان د جګړې وروستی اختر وي.

ده زیاته کړې، پوهېږي چې افغانان د سولې لېوالتیا لري او دوی یې ترڅنګ ولاړ دي. ښاغلی خلیلزاد وايي، د یوې تلپاتې او عزتمنې سولې تړون او د یوه خپلواک افغانستان لپاره چې نورو هېوادو ته ګواښ نه وي، نه ستړی کېدونکی کار کوي.

د سولې مذاکراتو د اتم پړاو له دریمې ورځې وروسته د طالبانو او امریکايي استازو یوې کوچنۍ ډلې د سولې د هوکړې وروستي کولو لپاره کار کاوه، خو تر اوسه جوته نه ده چې دغه هوکړه به کله لاسلیک او اعلان شي.

پر دغه ورځ زلمي خلیلزاد په دې برخه کې د "عالي پرمختګ" خبره کړې وه. له هغې وروسته نوموړی هند، ناروې او جرمني ته لاړ او هلته یې ددغو هېوادونو له چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې.

بلخوا د لوی اختر په لومړۍ ورځ افغان ولسمشر غني خپل اختریز پیغام کې وویل، د ده د حکومت په ورستي پړاو کې سختې پرېکړې امکان نه لري او د سولې لپاره پکار ده چې خلک راتلونکي ولسمشر ته واک ورکړي تر څو د صلاحیت په اساس لويې پرېکړې وکړي.

افغان ولسمشر وویل مذاکرات بې قید او شرطه دي خو سوله په قید او شرط سره ده. ولسمشر غني وویل سوله کې باید برابري وي:

"دا مه هېروئ چې سوله به حزبي سمتي او قومي نه بلکې د هر افغان لپاره وي".

د انځور حقوق Getty Images

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې وویل، هغه وخت تللی چې افغانې نجوني به په کېبل وهل کېدلې او افغان ماشومان به ښوونځیو ته نه تلل.

له دې وړاندې د قطر له پلازمېنې دوحې څخه راپورونو ویلي وږ چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې روانې خبرې لا ګړندۍ شوي او دواړه خواوې هڅه کوي چې د روغې جوړې یوې تاریخي هوکړې ته ژر ورسېږي.

ډېر اټکل کېږي چې، د خبرو په روان اتم پړاو کې د دواړو خواوو مرکچیان د سولې پر یوه تړون سره سلا شي او ښایي په را روانو څو ورځو کې لاسلیک شي.

د انځور حقوق Getty Images

په کېدونکي تړون کې به له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو پړاويزه وتنه او د طالبانو دا ژمنتیا راځې چې افغانستان به بیا د القاعده په څېر د سختدریزو پر خوندي ځای نه ګرځي.

امریکايي چارواکي او طالب استازي وايي په دې ستونزمنو خبرو کې ټولې مطرح مسلې هوارې شوي دي، خو آن ډېر واړه موضوعات هم وخت اخلي ځکه دا ډېر پېچلی او جنجالي جوړجاړی دی. ځینې افغانان پر امریکا تور لګولي چې دوی له طالبانو سره په ميدان پریږدي او خپله پښې سپکوي.

ورته مطالب