ورځپاڼې: ولسمشر غني د سولې خبرو کې د افغان حکومت په نشتون غوسه دی

  • 12 اګست 2019 - 21 زمری 1398
غني د انځور حقوق ARG/AFG

امريکايۍ مېليټري ټايمز ورځپاڼې د ولسمشر غني پرونيو څرگندونو ته چې د ولسمشريزو ټاکنو پر تر سره کېدا يې ټينگار کړى و، ليکلي چې ښاغلي غني په داسې حال کې د هېواد په چارو کې بهرنۍ لاسوهنه رد کړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختگ شوى دى.

ورځپاڼه وايي ښاغلى غني چې د سولې له خبرو د افغان حکومت په لېرې پاتېدو غوسه دى تېره ورځ يې پر خلکو د ملي يوالي غږ وکړ.

ورځپاڼه وايي ولسمشر غني خلکو ته وويل چې سوله د هر افغان غوښتنه ده او په دې کې شک نشته چې سوله به راځي.

ورځپاڼې د ښاغلي غني خبرې راخيستې چې وايي خو موږ داسې سوله غواړو چې په کې د هر افغان عزت خوندي وي. موږ داسې سوله نه غواړو چې خلک د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي. دا نه غواړو چې وړ خلک هېواد پرېږدي، پانگونه له دغه هېواده وتښتي.

ورځپاڼه وايي د سولې معامله به د افغانانو د خپلمني ناستې په پايله کې کېږي خو دا لا نه ده مالومه چې طالبان به د افغان حکومت له غړو سره رسمي ناستې ته هو ووايي او که د تېر په څېر به د هغوى گډون په انفرادي ډول وي.

طالبان: د سولې خبرو اتم پړاو بشپړ شو؛ اوږده او ګټور مذاکرات و

راپورونه: طالبان او امریکا هڅه کوي تاریخي هوکړې ته ورسېږي

ولسمشر غني: اوسنی حکومت د سولې په اړه وروستۍ پرېکړه نه شي کولی

نېشنل انټرسټ مجلې ليکلي دا په پراخه کچه منل شوې چې د افغانستان د سويلي سيمو د خلکو غوسې او خوابدۍ د طالبانو رابرسېره کېدو ته لار هواره کړه.

ورځپاڼه وايي طالبانو په دې برخه کې د افغان حکومت او امريکايانو له تېروتنو گټه پورته کړه او پوځي برلاسى يې خپل کړ، چې اوس يې د خبر په ميز کې ښه دريځ ته رسولي.

مجله وايي د سويلي سيمو د خلکو خوابدي په تېرو حکومتونو کې له کمې استازولۍ سرچينه اخلي.

مجله وايي ٢٠٠١ م کال کې د طالبانو له نسکورېدا وروسته ولسمشر کرزي ښايي د ملي يووالي او د نورو سيمو د زړه راخپلو لپاره تر ډېره سويل له پامه غورځولى و او نورو حکومتونو هم ورته کار وکړ.

د انځور حقوق ARG/AFG

مجله وايي په دغو سيمو کې ټاکنو کې درغلى وشوې، پانگونه په کې نه ده شوې او د بيارغونې هڅې هم بسيا نه وې. د سيمې بې وزلي خلک د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو جلب جذب ته پاتې شول.

مجله وايي په حکومت کې د دوى د غږ نشتوالى به د سولې پر خبرو هم اغېز ولري. مجله وايي که حکومت دوى ته پام ونکړي نو طالبان به ورته پام وکړي.

گلف نيوز ورځپاڼه وايي يوۀ ١٥ کلن هلک داسې يو ډرون [خپله الوتونکې وسیله] جوړه کړې چې د انسانانو ژوند ته له خطر پرته ځمکني ماينونه مومي او له منځه يې وړي.

دا هلک هرشوردن نومېږي او جوړ کړى ډرون يې " ايگل. اې. ٧" نومولى.

ورځپاڼه وايي د هند او سويلي کوريا پوځونو دغه ډرون ته لېوالتيا ښوولې.