د لوی اختر په مناسبت د ملي امنيت له زندانه ۳۵ طالب بنديان ازاد شوي

  • 12 اګست 2019 - 21 زمری 1398
Image caption د اافغانستان ملي امنيت زندان کې معمولا خطرناک بنديان ساتل کېږي

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس يې د لوی اختر په مناسبت ۳۵ طالب زندانيان د ملي امنيت د ادارې له زندانه ازاد کړل.

د دې ادارې په اعلاميه کې چې نن (دوشنبه ۱۲اګست) رسنيو ته لېږل شوې راغلي دي، د ولسمشر غني دغه ګام "مخالفينو لپاره د نېک نيت او له طالبانو سره د سولې خبرو د پرمختګ لپاره اخيستل شوی دی".

معمولا خطرناک بنديان د ملي امنيت په بند کې ساتل کېږي.

په دې اعلاميه کې راغلي،"افغان دولت د سولې او تلپاتې اوربند په خاطر خبرو ته چمتو دی، تر څو په شخړه کې ښکېلې ټولې خواوې جګړې ته د پای ټکې کېږدي او د سولې خبرو ته لاره هواره کړي".

په همدې حال کې د طالبانو وياند تېره ورځ اعلان کړی و چې دې ډلې د لوی اختر په مناسبت ۷۶ زندانيان په ارزګان، کندوز، خوست او سرپل کې له بنده ازاد کړي دي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني نژدې دوې مياشتې وړاندې په کوچني اختر کې هم د ۹۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو حکم کړی

ولسمشر غني نژدې دوې مياشتې وړاندې په کوچني اختر کې هم د ۹۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو حکم کړی و چې په څو مرحلو کې له بنده خلاص شول.

د دغو بندیانو د خوشي کېدو دليل روغتيايي حالت او هغه کسان ښودل شوي وو چې په بند کې يې له يو کال لږ موده پاتې وه.

دغه بنديان په داسې حال کې خوشي کېږي چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې حساس پړاو ده دننه شوې دي.

بل پلو طالبانو اعلان کړی چې د امریکايي استازو او د دې ډلې ترمنځ د افغان سولې مذاکراتو اتم پړاو پای ته رسېدلی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د سولې مذاکراتو اتم پړاو تېره شپه ناوخته بشپړ شوی دی.

ورته مطالب