اروپا ته د امان الله خان لومړی سفر

  • 12 اګست 2019 - 21 زمری 1398
. د انځور حقوق Getty Images
Image caption امان الله خان او د برتانیا پاچا جورج پنځم، په لندن کې د بکېنګم ماڼۍ مخې ته

امان الله خان د ۱۹۲۷ کال د نومبر مياشتې پر ۱۵ نېټه له ۳۱ تنو سره چې ملکه ثريا، د کابينې ځينې غړي او ژباړونکي ورسره مله وو د کندهار له لارې اروپا ته خپل لومړنی سفر پيل کړ.

له اوو مياشتو اوږده سفر وروسته د ۱۹۲۸ کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته بېرته ستون شو.

افغان پاچا لومړی د چمن له لارې کوټې او بيا د برتانيا تر ولکې لاندې هند ته ولاړ، له درې ورځني سفر وروسته د ممبی بندر ته ورسېد، له دې ځایه د عدن بندر او وروسته يې د کښتۍ له لارې مصر ته سفر وکړ. د برتانيا تر ولکې لاندې هند او د اوبو له لارې د دې سفر لګښت برتانوي هند پر غاړه اخيستی و.

په دغه سفر کې افغان پاچا او ملکې له مصر، ايټاليا، فرانسې، سويس، بلجيم، جرمني، برتانيا، هنګري، روسيې او ترکيې څخه ليدنه وکړه. له ترکيې ايران ته ولاړ او دوې اوونۍ په تهران کې د رضا شاه مېلمه و.

امان الله خان د ځمکې له لارې موټر کې چې خپله يې چلاوه له مشهد څخه هرات، بيا کندهار او وروسته کابل ته ورسېد.

امان الله خان د ايټاليا په پلازمېنه روم کې د دې هېواد له پاچا ويټوريو ايمانول سره، ۹ جنوري ۱۹۲۸ د انځور حقوق Getty Images
Image caption امان الله خان د ايټاليا په پلازمېنه روم کې د دې هېواد له پاچا ويټوريو ايمانول سره، ۹ جنوري ۱۹۲۸
امان الله خان د ايټايا له لومړي وزير بنينو موسليني سره د ايټاليا په پلازمېنه روم کې، جنوري ۱۹۲۸ د انځور حقوق Getty Images
Image caption امان الله خان د ايټايا له لومړي وزير بنينو موسليني سره د ايټاليا په پلازمېنه روم کې، جنوري ۱۹۲۸

افغان پاچا د مصر سکندريې د بندر له لارې ايټاليا ته ولاړ، د دې هېواد پلازمېنې روم کې يې له باچا ويکټور ايمانول او لومړي وزير بنينو موسليني سره وليدل. په واټيکان کې يې له پاپ تيوس سره هم ليدنه وکړه.

له پاريس څخه يې د بلجيم پلازمېنې بروکسل او سويس ته سفر وکړ. له دې ځايه د جرمني پلازمېنې برلين ته ولاړ. د جرمني ولسمشر فون هنون بورګ د افغان پاچا هرکلی وکړ.

د اروپايي هېوادونو پلازمېنو کې له بريتانيا د خپلواکۍ اخيستو له امله د امان الله خان په لوړو رسمي مراسمو هرکلی کېده.

د فرانسې په پاريس کې نظامي ګارډ د امان الله خان او ملکې ثريا هرکلی کوي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فرانسې په پاريس کې نظامي ګارډ د امان الله خان او ملکې ثريا هرکلی کوي
د فرانسې ولسمشر ګاسټون ډامرګ له امان الله خان سره په پاريس کې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فرانسې ولسمشر ګاسټون ډامرګ له امان الله خان سره په پاريس کې
امان الله خان او ملکه ثريا په جرمني کې له کښتۍ د ښکته کېدو پر مهال د انځور حقوق Getty Images
Image caption امان الله خان او ملکه ثريا په جرمني کې له کښتۍ د ښکته کېدو پر مهال

امان الله خان له مانش کانال تېر او د برتانيا په جنوب کې د کلې ښار ته ورسېد. د بريتانيا پاچا پنځم جورج يې په بکېنګهم ماڼۍ کې په لوړه کچه تود هرکلی وکړ.

د افغانستان ځوان پاچا غوښتل چې په لندن کې د يوه خپلواک هېواد د ولسمشر په توګه څرګند شي او له لندن سره مستقيمې دپيلوماتيکي اړيکي ولري. تر دې مهاله افغانستان له لندن سره د برتانيايي هند له لارې اړيکي نيولې.

د بريتانيا اکسفورډ پوهنتون امان الله خان ته افتخاري ډوکتورا ورکړه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برتانيا اکسفورډ پوهنتون امان الله خان ته افتخاري ډوکتورا ورکړه
امان الله خان په بريتانیا کې د دې هېواد په جوړ شوي ټانک کې د انځور حقوق Getty Images
Image caption امان الله خان په برتانیا کې د دې هېواد په جوړ شوي ټانک کې

له اروپا څخه د بېرته ستنېدو پر لاره امان الله خان د نوې ترکيې له بنسټګر کمال اتاترک سره وليدل او يوه اوونۍ يې په انقره کې تېره کړه. د اسيايي هېوادونو په نظر امان الله خان د خپلواکۍ سمبول و.

کمال اتاتورک او ملکه ثريا د انځور حقوق Getty Images
Image caption کمال ات اترک او ملکه ثريا
کمال اتاترک او امان الله د انځور حقوق ullstein bild Dtl.
Image caption کمال اتا ترک او امان الله

افغانستان ته د بېرته راګرځېدو پر لاره امان الله خان له پولنډه مسکو ته سفر وکړ. امان الله خان د پخواني شوروي انقلاب له مشر سره و نه کتل. د شوروي اتحاد ولسمشر ميخايل ګالينين په کرملين ماڼۍ کې د افغان پاچا استقبال وکړ.

امان الله خان په دې سفر کې په لومړي ځل په لندن، پاريس، روم او برلين کې د سفارتونو ودانۍ واخيستې او پرانیستنه يې وکړه.

امان الله خان د شوروي اتحاد له ولسمشر ميخايل ګالينين سره په کرملين ماڼۍ کې وليدل د انځور حقوق Getty Images
Image caption امان الله خان د شوروي اتحاد له ولسمشر ميخايل ګالينين سره په کرملين ماڼۍ کې وليدل

.

اړونده مطالب