افغان حکومت: امریکا د طالبانو پر ضد عملیات نه دي درولي

ډرون د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو پر وړاندې نژدې ټول عمليات کم شوي او يوازې د ځان د دفاع په حالت او يا د ناټو نورو غړو او يا لوېديځوالو متحدو ځواکونو سره د مرستې په موخه به ترسره کېږي.

افغان حکومت د امریکايۍ 'نيوز ويک' مجلې هغه رپوټ رد کړی چې وايي، د امریکا دفاع وزارت ورته ویلي، امریکا په افغانستان کې د طالبانو پرضد د نژدې ټولو جګړه ییزو عملیاتو محدودولو یا هم درولو حکم کړی.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي د بي بي سي احمد سیر کاکړ ته وویل، همدا شېبه چې دی غږېږي هم د دولت د وسله والو مخالفینو پرضد د نړیوالو او افغان ځواکونو عملیات روان دي:

"ځینې رپوټونه خپاره شوي چې حقیقت نه لري. د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد عملیات روان دي. دا عملیات د بهرنیو ځواکونو په ملګرتیا ترسره کېږي او هېڅ ډول داسې پرېکړه نه ده شوې چې دا عملیات په ټپه درېدلي".

بلخوا د اختر په دریمه ورځ کې په افغانستان کې تاوتریخوالي روان و.

په میدان وردګ ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې لږ تر لږه پنځه ملکیان وژل شوي دي. بلخوا د دفاع وزارت په خبره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په لسو ولایتونو کې د ۱۵ هوایي بریدونو په ګډون ۳۰ عملیات شوي دي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم د نیوزویک دا رپوټ رد کړی او بې بنسټه بللی چې په وینا یې له امریکا سره د افغانستان د دولت ضد مخالفانو پرضد به عملیات دوام ولري.

امریکايي 'نيوز ويک' مجله وايي په هماغه ورځ چې دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اتم پړاو بشپړ شو، افغانستان کې د مجلې په وينا د دغې اورپکې ډلې پر وړاندې د امريکا په مشرۍ عمليات يا خو په پام وړ کچه کم شوي او يا هم درېدلي دي.

مجله زياتوي، د امریکا دفاع وزارت 'پنټاګون' د زرګونو سرتېرو بالقوه وتنې لپاره پلان جوړوي.

مجله وايي په داسې حال کې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وروستۍ شوې نه ده، خو د امريکا دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو دغې مجلې ته ويلي چې دوى ته د طالبانو پر ضد د نژدې ټولو جگړه ييزو عملياتو د محدودولو حکم شوى دى.

دوى مجلې ته ويلي دوى ته هم همداراز ويل شوي چې افغان امنيتي ځواکونو ته د سلا مشورو ورکړه ودروي.

مجله وايي چې افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموريت چارواکو په دې تړاو مجلې ته د څرگندونو ډډه وکړه.

مجلې ته د پنټاگون چارواکو ويلي د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پر وړاندې عمليات به دوام مومي او د افغان ځواکونو روزنه، ملاتړ او ورته د سلا مشورو ورکړه به يوازې هغه مهال تر سره کېږي چې د پرېکنده ملاتړ لوړ پوړي چارواکي يې منظوري ورکړي.

د طالبانو پر وړاندې نژدې ټول عمليات کم شوي او يوازې د ځان د دفاع په حالت او يا د ناټو نورو غړو او يا لوېديځوالو متحدو ځواکونو سره د مرستې په موخه به ترسره کېږي.

د اختر په تېرو دوو ورځو کې طالبانو د کوم برید خبر نه دی ورکړی، خو مقابل لوري یې بېلابېلو بریدونو کې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.

د ټرمپ ادارې په افغانستان کې د خپلو نژدې نیمايي (۶۰۰۰) سرتېرو په ایستلو سره په دې هېواد کې د امریکايي عسکرو د کمولو وړاندیز کړی دی.

په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي پوځيان مېشت دي.

د امریکا - طالبانو ترمنځ خبرې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغان سولې په تړاو له طالبانو سره د خبرو اتم پړاو ګټور و او پر تخنیکي جزئیات پکې خبرې وشوې. نوموړي پر خپله ټوېټر لیکلي چې د نورې سلا مشورې لپاره واشنګټن ته روان شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زلمی له دې خبرو وروسته د نورې سلا مشورې لپاره واشنګټن ته روان شوی

طالب استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ د خبرو وروستی پړاو د اګست میاشتې پر درېیمه نېټه په دوحه کې پیل شوی و. د ځینو هیلو او اټکلونو برعکس دا ځل هم د دې خبرو په پای کې کوم مهم پرمختګ اعلان نه شو.

طالبانو هم د تېرې دوشنبې په ورځ (اګسټ ۲۳مه) اعلان کړی و چې د امریکايي استازو او ددې ډلې ترمنځ د افغان سولې مذاکراتو اتم پړاو پای ته رسېدلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې سولې خبرې اوږدې او ګټورې وې.

امریکايي چارواکي او طالب استازي وايي په دې ستونزمنو خبرو کې ټولې مطرح مسلې هوارې شوي دي، خو آن ډېر واړه موضوعات هم وخت اخلي ځکه دا ډېر پېچلی او جنجالي جوړجاړی دی.

ځینې افغانان پر امریکا تور لګولي چې دوی له طالبانو سره په ميدان پریږدي او خپله پښې سپکوي.

ورته مطالب