داسې ماشین چې زخم ته غوږ نیسي

bandaged wound د انځور حقوق Getty Images
Image caption ساینس پوهان یوه داسې اله جوړول غواړي چې د زخم غږ واوري

د سکاټلنډ په هېریوټ واټ پوهنتون کې ساینس پوهان پر یوه داسې تخنیک کار کوي چې له مخې به یې یوه ماشیني اله وکولی شي چې د انسان پر بدن زخم ته غوږ ونیسي. په دې اله کې نسب شوي کوچني برېښنایي سېنسرونه به دا مالومولی شي چې په زخم کې د ننه څه روان دي، او د حالت مالومولو لپاره به یې د پټۍ یا بنداژ لېرې کولو ته اړتیا نه وي.

ساینس پوهان وایي، که د زخم پر سر یا شاوخوا کې یې سېنسر نسب شي نو دوی کولی شي مالومه کړي چې زخم په ښه کېدو دی او یا خرابېږي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا زخم هم غږ لري، او که یې لري نو څه ډول غږ دی؟

ساینس پوهان وایي، د زخم غږ مالومولو لپاره لومړی باید په دې پوه شو چې کله پوستکی پرې شي نو څه کېږي.

ډاکټران وایي چې زخمونه څو ډوله دي، لکه د جراحۍ زخم، یا په کومه پېښه کې د ژوبلېدو زخم، یا ان داسې برسېرن زخم چې د کالیو یا بل ټوکر له کبله پر پوستکي پاتې کېږي.

Image caption که دا تخنیک بریالی شو نو د سرطانونو په مالومولو او درملنه کې هم مرسته وکړای شي

هر زخم جلا ځانګړتیاوې لري، او هر زخم خرابېدلی شي او لویه ستونزه جوړولی شي. ساینس پوهان په دې باور دي چې کله زخم رغېږي نو د بدن په ججرو کې یو ډول غږ تولیدېږي.

سېنسرونه به وکولی شي چې دا غږ واوري او ثبت یې کړي، خو په دې شرط چې زخم ته نږدې نسب شوي وي.

د وخت په تېرېدو به ساینس پوهان په دې پوه شي چې دا بېلابېل غږونه څه معنی لري، او د څه ډول حالت ښکارندویي کوي.

دوی وایي، که چېرې د زخمونو د حالت مالومولو لپاره دا نوی تخنیک بریالی شي نو په راتلونکي کې ښایي د بدن د خرابو شویو غړو یا سرطاني ژوڼکو په مالومولو او درملنه کې هم مرسته وکړي.

ورته مطالب