غزني کې د بهرنیو سیلانیانو لپاره د امان الله خان د دورې هوټل

غزنی
Image caption دا ودانۍ د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه. د فرهنګیانو په خبره هغه په خپله هم دلته څو ځلې اوسېدلی دی.

د غزني ښار په مرکزي برخه کې اماني هوټل چې یو مهال به په کې د لسګونو بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کېده، اوس په یوه پوځي مرکز اوښتی دی. د فرهنګې چارو فعالان وايي، د سیلانیانو دا ځانګړی هوټل او په مقر ولسوالۍ کې د امان الله خان ماڼۍ د اماني دورې دوه تاریخي ودانۍ دي چې اوس په بد حالت کې دي.

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې کالیزې په ویاړ باید د هغې دورې ټولې ودانۍ او یادګارونه رغول شوي وای، خو د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، په غزني کې د اماني دورې دواړې ودانۍ د رغونې په لېست کې نه دي نیول شوې او کلونه - کلونه کېږي چې په پوځي مرکزونو بدلې شوي دي.

پخوانۍ ودانۍ چې د امانۍ هوټل په نوم یادېږي. د غزني ښار په مرکزي برخه د موی مبارک په څلور لارې کې ودانه ده.

دلته په یوه حوېلۍ کې دوه یو پوړیزې ژېړ رنګه ودانۍ ولاړې دي.

دا ودانۍ دوه سالونونه او شاوخوا ۱۲ خونې لري چې یو مهال د بهرنیو سیلانیانو لپاره د ډوډۍ خوړلو او د هغوی د اوسېدو لپاره کار ترې اخېستل کېده. د دغې ودانۍ جوړښت لکه د نننیو ودانیو په څېر نه دی.

دروازې او کړکۍ يې لیندۍ ډوله جوړې دي، دا ودانۍ د غزني سېند په یو نیم سل مترۍ کې ودانه شوې ده. ویل کېږي هغه مهال يې شاوخوا شنه او سمسوره وه. مېوه لرونکو او بې مېوو ونو پوښلې وه، خو اوس يې د شاوخوا سمسورتیا او ونو څرک نه لیدل کېږي.

دا ودانۍ د امان الله خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوې وه. د فرهنګیانو په خبره هغه په خپله هم دلته څو ځلي اوسېدلی دی.

۹۰ کلن غلام نقشبندي رجبي چې نوم يې له تاریخي ابداتو او ودانیو سره غوټه شوی، دی یو له هغوو کسانو دی چې لسګونه کاله يې د غزني په تاریخي ځایونو کې کار کړی.

Image caption پخوانۍ ودانۍ چې د امانۍ هوټل په نوم یادېږي. د غزني ښار په مرکزي برخه د موی مبارک په څلور لارې کې ودانه ده.

رجبي د هغه مهال یادونه کوي چې غزني کې د بهرني سیلانیانو هرکلی په اماني هوټل کې کېده او مېلمنو ته به يې سیمه ییز خواړه برابرول.

ټاکل شوې وه د شاه امان الله خان دې دورې ودانۍ او یادګارونه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې کالیزې په ویاړ بیا رغول شوي وای، خو په غزني کې د دې رغونې کوم څرک نه لګېږي.

په ورته وخت کې د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس بشیر محمدي وایي، اماني هوټل د غزني ښار د ننه پروت دی، چې په ځینو کوټو کې يې پولیس ژوند کوي، خو د امان الله خان ودانۍ چې په مقر ولسوالۍ کې ده، په بشپړه توګه د ملي اردو په واک کې ده. له دې امله هغې ودانۍ ته د زیان رسېدو کچه ډېره لوړه اټکل کېدای شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب