کوډ جوړوونکې افغان نجونې؛ یو تصور چې رښتینی شو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په هرات کې د کوډېنګ مرکز موسسه فرشته فروغ

فرشتې فروغ د افغانستان په هرات کې داسې لومړنی مرکز پرانیست، چې نجونې په کې د انټرنېټي لوبو، اپلیکشنونو او موبایل ټیلیفوني پروګرامونو کوډېنګ زده کوي. نوموړې وايي، تر اوسه نژدې ۱۵۰ نجونو دغه تخنیک زده کړی دی.

له دغه مرکزه لومړی ۵۰ نجونو زدکړه بشپړه کړه او ۷۰ سلنه یې په کار هم بوختې شوې.

مېرمن فروغ په ایران کې د افغان کډوالو په یوه کورنۍ کې زېږېدلې او د طالبانو حکومت له ړنګېدو یو کال وروسته هېواد ته ستنه شوې ده.

دې له هرات پوهنتونه د کمپیوټر ساینس زدکړې وکړې او وروسته په همدې څانګه کې د لوړو زدکړو لپاره د جرمني برلېن پوهنتون ته تللې او ډګري یا سند یې تر لاسه کړی.

مېرمن فروغ وايي، هیلې یې ډېرې دي او غواړي د دغه مرکز لمن د هېواد بېلا بېلو برخو ته وغځوي. دا وايي:

''هره ورځ د افغانستان له بېلا بېلو سیمو پیغامونه او برېښنا لیکونه راته رسېږي او نجونې پوښتنه کوي چې په نورو ښارونو کې به څه وخت د مرکز څانګې پرانیستل کېږي؟''

مېرمن فروغ وايي، د مرکز پرانیستل کېدو پر مهال د کمپیوټر ساینس او په ځانګړې توګه د کوډېنګ برخه کې د نجونو وړتیا په اړه پوهای لږ و، خو په خبره یې اوس دغه نجونې وېبپاڼې ډیزاینوي، کمپیوټري لوبې چمتو کوي، موبایل اپلکشنونه جوړوي او په دې برخه کې له ټولنې سره مرسته کوي.

نوموړې وايي، غواړي افغان نجونې د کمپیوټر ساینس برخه کې زدکړې او پرمختګ وکړي، چې دې برخه کې ستونزې هم لږې نه دي.

مېرمن فروغ وايي، یو مهم هدف دا دی چې له دې لارې نجونې وکولای شي، کار او روزګار ومومي.

نوموړې وایي، په لومړۍ دوره کې فارغو شویو نجونو ۱۵ پروژې بشپړې کړې چې په وینا یې نژدې ۱۲ زره ډالر عاید یې درلود.

خاطره محمدي د همدې نجونو له ډلې یوه ده چې اوس هم د هرات یوه خصوصي پوهنتون کې زدکړې کوي. نوموړې وايي:

د انځور حقوق unama
Image caption افغانې نجونې د هرات مرکز کې په کمپیوټري زده کړو بوختې دي

''له کوچنیوالي مې له کمپیوټري لوبو سره مینه درلوده او اوس خپله کمپیوټري ګېمونه یا لوبې چمتو کوم.''

نوموړې د افغانستان جغرافیې په نامه یو ګېم چمتو کړی او د افغان تاریخي شخصیتونو په نامه یو اپلیکشن باندې هم کار کوي.

د "اتله افغانه نجلۍ" په نامه یو بل ګیم دې نجونو چمتو کړی او هغسې چې له نامه یې معلومېږي، دا اتله نجلۍ له ډېرو خنډونو تېرېږي او په پای کې خپله کورنۍ ژغوري.

حسینا حیدري چې له همدې مرکزه یې زدکړې کړې، اوس د هرات پوهنتون کمپیوټري علومو برخه کې استاده ده.

نوموړې بي بي سي ته وویل، ''دغه مرکز کې زدکړې راسره مرسته وکړه چې د کوډېنګ برخه کې لا زیات معلومات تر لاسه کړم. دې مرکز کې زدکړو را زده کړل چې هېڅ څه ناممکن نه دي.''

Image caption خاطره محمدي وايي، د افغان تاریخي شخصیتونو په اړه اپلیکشن چمتو کوي.

حسینا حیدري چې اوس هم فارغ وخت کې موبایل اپلکشنونه او کمپیوټري ګېمونه چمتو کوي وايي، کوډېنګ یې پر شخصي ژوند ډېر اغېز کړی دی، ''ګرافیګ ډیزایننګ، د کمپیوټري لوبو او اپلکشنونو چمتو کولو بهیر لا هم د ډېرو افغانانو لپاره نوی دی او د کمپیوټري ټکنالوژۍ په اړه عامه پوهاوی لږ دی.''

یوه بله نجلۍ مریم غلامي وايي، ''که کوډېنګ مې نه وای زده کړی، ژوند به ډېر مختلف وای، رښتیا خو دا ده چې زما ژوند کې یې انقلاب راوستی.''

منیره فروغ وايي،''اوس کولای شم، موبایل اپلیکېشن چمتو کړم، په همدې کورس کې زده کړیو مهارتونو راسره مرسته وکړه چې د ځینې دوستانو په همکارۍ د اپلیکېشن چمتو کولو شرکت جوړ کړم.''

ارزو اکرامي وايي،''زما تر ټولو لویه لاسته راوړنه دا ده چې مخکې د کمپیوټر په اړه په هیڅ نه پوهېدم، خو اوس کولای شم، وېبپاڼه ډیزاین یا طرحه کړم.''

اړونده مطالب