غزني کې د اماني دورې یادګار
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

غزني کې د اماني دورې یادګار

د غزني ښار منځ کې يوه ودانۍ چې اماني هوټل يې باله او یو مهال به په کې د لسګونو بهرنیو سیلانیانو دمه ځای و، اوس په یوه پوځي مرکز اوښتی دی. د فرهنګې چارو فعالان وايي، د سیلانیانو دا ځانګړی هوټل او په مقر ولسوالۍ کې د امان الله خان ماڼۍ د اماني پېر دوې تاریخي ودانۍ دي چې اوس په خورا بد حالت کې دي. نن سبا افغانستان کې د خپلواکۍ سلمې کلیزې لمانځلو تابياوې کېږي، او د هغه پېر د ډېرو ودانيو او یادګارونو پر رغولو کار شوی او روان دی، خو د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، هلته د اماني پېر دواړې ودانۍ د رغونې په لېست کې نه دي ځای شوې او کلونه کلونه کېږي چې په پوځي مرکزونو اوښتې دي. زموږ همکار اسد جلالزي د غزني د اطلاعاتو او کلتور ادارې له مشر سره خبرې کړې دي.

اړونده مطالب