افغانستان: څلورو ورځو کې د کانګو ناروغۍ شل پېښې ثبت شوې

قرباني د انځور حقوق Getty Images
Image caption کارپوهان وايي، معمولاً دا ناروغي له څارویو انسانانو ته لېږدي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د لوی اختر په دریو ورځو کې په کابل، هرات او هلمند ولایتونو کې د کانګو ویروس ۲۰ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د ساري یا لېږدېدونکو ناروغيو د کنټرول برخې مشر شاه ولي معروفي ویلي، پر دې ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر ډېرېدو امکان شته دی.

ښاغلی معروفي له خلکو غواړي که په چا کې د دې ناروغۍ نښې ښکاره شي، ژر دې نږدې روغتون ته د درملنې لپاره ورشي.

په کانګو ناروغۍ د اخته کس پر بدن د وینو تڼاکې راخېژي او تبه هم ورسره لري. دا ناروغي عموماً له حېواناتو انسانانو او بیا پرې له اخته کسانو نورو ته لېږدي.

ښاغلی معروفي وايي:

''لومړنۍ علامې یې سخته تبه، سردردي او د ملا شخوالی دی. پرمخ تللي حالت کې یې بیا تر پوټکي لاندې شنه ټکي، خوا ګرځېدل او بالاخره له خولې او پزې د وینې جریان شامل دي. په دغې ناروغۍ د اخته کسانو درملنې احتمال په لومړیو دریو - څلورو اونیو کې شته او که دې موده کې یې درملنه و نه شي، کېدای شي، ژوند له لاسه ورکړي.''

نوموړی زیاتوي، هغه ناروغان چې دغسې علایم ولري، باید ژر تر ژره زموږ ولایتي روغتونونو ته ورشي چې ''ناروغي یې تشخیص او ویړیا درملنه یې پیل شي.''

د افغانستان د روغتیا وزارت د کرېمیايي کانګو په نامه ویروسي ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي لپاره د لوی اختر په درشل کې د پوهاوي ځانګړی کمپاین پیل کړی و.

سږکال یې وار له مخه د افغانستان په ځینو سیمو کې د خپرېدو په اړه رپوټونه ورکړل شوي وو او ویل کېږي، چې یوازې په هرات کې یې شپږ کسان وژلي.

کانګو یا د وینې بهوونکې تبه یوه وژونکې ناروغي ده. دغه وینه بهوونکې ناروغي د څارویو له لارې انسانانو ته لېږدي چې په لوی اختر کې یې د خپرېدو وېره ډېره وي.

ډاکټران وايي، په دې ناروغۍ د اخته کېدو د مخنیوي لپاره باید د څارویو سره د مخ کېدو پر وخت دستکشې (لاس ماغو)، ماسک، موزې او سپینه چپنه واغوستل شي.

ډاکټران وايي، کانګو یو خطرناک ویروس دی چې په څارویو کې پايي. دا د هغو خځندو له لارې انسانانو ته لېږدي چې د څارویو له بدنه وینه زبيښي او یا له ویروسه د اغېزمن څاروي د غوښې ځپلو پر مهال د بدن پرې کېدو له کبله انساني بدن ته ننوځي.

اړونده مطالب