ملي امنیت شورا: د زرمت پېښه کې ولسي وګړي هم وژل شوي

جغتو
Image caption یوناما وړاندې ویلي وو، تېر جولای ولسي وګړو ته تر ټولو خونړۍ میاشت وه

د افغانستان د ملي امنیت شورا منلې ده چې د افغان ځواکونو په هغو عملیاتو کې چې د تېرې یکشنبې په شپه د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې شوي وو،‌ ولسي‌ وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو زیاتوي‌ چې وسله وال طالبان هم پکې وژل شوي دي.

یوناما هم ویلي، د هغو رپوټونو په اړه چې د اختر پرمهال یې د ۱۱ ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه ورکړي، ژوره اندېښنه لري.

یوناما پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، "هغو رپوټونو سخت اندېښمن کړي یو چې د اختر پرمهال د حکومت پلوو ځواکونو له خوا د پکتیا چاڼیزو عملیاتو کې د ۱۱ ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه خپاره شوي."

یوناما وايي، د بشري حقونو ډله څېړنه کوي او ولسي وګړو ته زیان اړول باید ودرول شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا چارشنبه ماسخوتن ناوخته په دې اړه یوه اعلامیه کې ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني د هغې پېښې په اړه د پلټنو امر کړی.

اعلامیه کې راغلي هغه چارواکي به چې په دې عملیاتو کې یې ونډه درلوده، ژر تر ژره نیول کېږي او قانوني‌ چلن به ورسره کېږي.

د تېرې یکشنبې ماسخوتن افغان ځواکونو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات کړي‌ وو، خو د دوشنبې پر سهار د لوی اختر پر دویمه ورځ د دې عملیاتو د قربانیانو په اړه ضد و نقیض رپوټونه ورکړل شول.‌

د سیمې اوسېدونکو ویل زرمت ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو عملیات کړي چې د زدکوونکو او ښوونکو په ګډون پکې یوولس ولسي وګړي وژل شوي دي.

خو د پکتیا امنیتي چارواکو ټینګار کاوه چې هغو عملیاتو په لړ کې یو شمېر طالبان وژل شوي او شپږ نور طالبان ژوندي نیول شویدي.

د جګړې بل لوري یعنې طالبانو بیا د قربانیانو نوملړ له خپرولو سره ادعا وکړه چې ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي وو.

پرون چارشنبه ماسخوتن د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې اړه اعلامیه خپره کړه او ویې منله چې عملیاتو کې افغان ځواکونو ونډه درلوده، خو دا روښانه نه ده چې ایا بهرني ځواکونه هم ورسره مل وو که نه.‌

په اعلامیه کې راغلي چې زرمت ولسوالۍ عملیاتو کې وسله وال طالبان وژل شوي وو، خو دا اعتراف هم شوی چې ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.

اعلامیه زیاتوي‌ چې ولسمشر غني‌ د ملي امنیت عمومي ریاست ته امر کړی چې پېښه وپلټي او ټینګار یې کړی چې په پوځي عملیاتو کې دې د ولسي وګړو خوندیتابه ته جدي پام وشي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption یونما د جګړې له دواړو غاړو د نښتو او جګړو پرمهال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.

همدا تېره میاشت یوناما په خپل تازه رپوټ کې ویلي وو چې په تېرو شپږو میاشتو کې د افغان ځواکونو لخوا د وژل شویو ولسي وګړو شمېر تر هغو هم ډېر شوی چې د حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا وژل شوي.

وسله والو طالبانو هم څه موده وړاندې ګواښ کړی و چې په لویو ښارونو کې به د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو پر ضد خپل بریدونه ډېروي، ځکه د دوی په وینا افغان امنیتي ‌ځواکونه په کلیوالو سیمو کې عام خلک وژني.

ورته مطالب