ورځپاڼې: له افغانستانه د امریکایانو وتلو ګټه به پاکستان او چین ته رسېږي

امریکایان د انځور حقوق Getty Images

لاس اېنجلس ټايمز ليکلي دوحه کې د سولې د خبرو اترو يو بل پړاو (اتم پړاو) له يوې معاملې پرته پاى ته ورسېد خو د ولسمشر ټرمپ اداره دې ته له پاملرنې پرته افغانستان کې په پام وړ کچه د امريکايي ځواکونو او د ډيپلوماتونو د شمېر کمولو له پلان سره پر مخ روانه ده.

ورځپاڼه وايي ځينو کارپوهانو خبردارى ورکړى چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو، ډيپلوماتانو او مرستندويان شمېر په بېړه کمول کېداى شي د بشري حقونو او پرمختيا په برخه کې ځينې لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي، په ځانگړې توگه چې د سولې يوه ماناواله هوکړه نه وې شوې.

د دغې کړنې بل منفي اړخ دا دى چې د افغانستان ٣٠٠ زره کسيز پوي د امريکا او ناټو ځواکونو له لوري روزل کېږي. ورسره شپږ میليارد ډالر مالي مرسته کېږي چې پنځه ميليارد يې امريکا ورکوي.

خو پوځ لا هم طالبانو سره د جگړې او د ولس د ابتدايي ملاتړ کافي وړتيا نه لري.

'عمران خان او ټرمپ به د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي'

ورځپاڼې: قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرو ته هیلې ډېرې شوي

"ټرمپ د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو وړاندې له افغانستانه د پوځیانو ایستل پیلوي"

کارپوهان وايي امريکا ان که خپلې مرستې کموي بيا هم اړتيا لري چې وارله مخه ورکړل شويو مرستو څارنې ته دوام ورکړي.

فايننشل ټايمز ورځپاڼې هم دوحه کې له معاملې پرته د خبرو اترو د اتم پړاو ختمېدو ته په اشاره ليکلي ځينې شنونکي په دې باور دي چې له افغانستانه د امريکا بشپړ وتل به بيا ځله سختې کورنۍ جگړې او د طالبانو واکمنۍ ته چې د پخواني شوروي اتحاد له وتنې وروسته پېښ شول لار هواره کړي.

فايننشل ټايمز وايي د افغانستان گاونډيان چې په خپلو گټو فکر کوي د تشې ډکولو لپاره به ډگر ته ور ودانگي.

د "آبزرور څېړونکې ادارې" غړي او د بهرنيو چارو کارپوۀ هارش پنټې ورځپاڼې ته ويلي تر ټولو ډېره گټه به چين او پاکستان پورته کړي.

د انځور حقوق Getty Images

اسلام آباد له طالبانو سره له خپلو ژورو اړيکو گټه پورته کوي او چين به سيمه کې د يوې لارې يوۀ کمر بند د پروژې غځولو هڅه وکړي. له طالبانو سره د اړيکي جوړولو په برخه کې د مسکو خوځښتونه ډېر اغېز يا نفوذ لپاره يې ليوالتيا څرگندوي.

گلف نيوز ليکلي مصر کې د امريکايۍ سندرغالې او د هاليووډ فلمې ستورې جېنفر لوپېز له يوۀ بريالي کنسرټ وروسته يوۀ مصري وکيل محکمه کې د نوموړي پر ضد يوه قضيه ثبت کړې او وايي چې اغلې لوپېز نرۍ او نيمه بربنډې جامې اغوستې وې.

دغه وکيل وړاندې پر يو شمېر نورو مشهورو څېرو هم محکمې کې عريضې کړي دي.

تېره جمعه د اغلې لوپېز په کنسرټ ته د مصري ستورو، هنرمندانو او وزيرانو په گډون ٢٠٠٠ کسان ورغلي و.

سمير صبري په نامه دغه وکيل چې د خپل اخلاقي سخت دريځظ له امله پېژندل شوى غواړي چې مصر ته د اغلې لوپېز په بيا ورتگ بنديز ولگېږي.