د امریکا سفیر د خلیل الله فېروزي پر خوشې کېدو اندېښنه وښوده

کابل د انځور حقوق Getty Images / US Embassy Kabul
Image caption کابل کې د امریکا سفیر جان بس وایي د خلیل الله فېروزي د خوشی کېدو رپوټونو اندېښمن کړی دی

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس نن پنجشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه د هغو رپوټونو په اړه اندېښنه ښودلې چې ګواکې افغان حکومت د پخواني کابل بانک یو پانګوال خلیل فېروزي، چې د دې بانک دیوالي کولو او فساد په تور زنداني و، د بند مودې له ختمېدو وړاندې خوشی کړی دی.

چارشنبه د اګست پر څوارلسمه باوري سرچینو بي بي سي ته وویل چې د کابل بانک د کړکېچ یو اصلي ګډنوال خلیل الله فیروزي له زندان څخه خپل کور ته لېږدول شوی دی.

افغان حکومت منلې ده چې خلیل الله فېروزي د هغه د روغتیایي وضعیت له کبله له زندانه ایستل شوی دی او خپل کور ته استول شوی.

جان باس په خپل ټویټ کې زیاته کړې، په تېرو لسیزو کې د نړیوالو مرستې غلا شوې او شخصي ګټو لپاره وکارېدې، چې له کبله یې بې شمېره افغانان وکړېدل.

امریکایی سفیر وایي، د افغان حکومت دا ګام، او د نورو فاسدو کسانو په نیولو کې پاتې راتلل، د فساد پر ضد د افغان حکومت هوډ تر پوښتنې لاندې راولي.

بي بي سي داسې سند تر لاسه کړی چې ښیي ولسمشر غني د یوه حکومتي کمیسیون لخوا د ښاغلي فیروزي د روغتیايي وضعیت او مالي ژمنو له ارزونې وروسته له بنده څخه کور ته د ده د لیږد منظوري ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption خلیل الله فېروزي د پخواني کابل بانک ګډونوال و چې د فساد په تور زنداني شوی و

د کابل بانک په کړکېچ کې د افغانستان سترې محکمې پنځه کاله وړاندې ، خلیل الله فیروزي د پیسو مینځلو او فساد په جرم له لس کاله بند او نغدي جریمې محکوم کړی و.

هغه سرچینه چې په دې تړاو له بي بي سي سره غږېدلې وايي، تېر کال په زندان کې د کابل بانک د یوه بل ګډونوال شیرخان فرنود له مړینې وروسته د خلیل الله فیروزي روغتیايي وضعیت هم مخ په خرابیدو شو.

په یوه رسمي لیک کې چې بي بي سي تر لاسه کړی ښکاري چې ولسمشر غني په امر د ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه حقوق پوه په مشرۍ پلاوي د خلیل الله فیروزي روغتیايي وضعیت او د مالي ژمنو د څرنګه پوره کیدو لارې چارې ارزولي.

دا رسمي سند ښيي چې ټاکل شوي پلاوي د کابل بانک کړکېچ د هواري کمیسیون سره له لیدو کاتو وروسته ویلي چې کور ته د فیروزي لیږد د مالي ژمنو د پوره کیدو لپاره مثبت ګام دی، خو دې لړ کې یې د باوري او ډاډمنو ضمانتونو غوښتنه هم کړي.

ټاکل شوي پلاوي د عدلي او قضايي بنسټونو له لوړ پوړو چارواکو سره په لیدنو کې هم دوی ته ویلي چې که خلیل الله فیروزي په زندان کې مړ شي نو ښایي حکومت د بشري حقونو د بنسټونو لخوا له نیوکو سره مخ شي.

په دې سند کې یاد پلاوي ولسمشر غني ته وړاندیز کړی چې د کابل بانک دوسيي څارونکی کمیسیون دې د یوې اونۍ په موده کې له خلیل الله فیروزي سره د ژمنو د پوره کیدو یوه هوکړه لاسلیک کړي تر څو د جریمې پیسې پر وخت ورکړي.

په سند کې راغلي هر کله چې د کابل بانک دا ګډونوال له ناروغۍ روغ او یا خپلې پیسې پر وخت ورنکړي بېرته دې روغتون یا زندان ته ولیږدول شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل بانک جنجال په افغانستان کې د فساد یوه تر ټولو ستره قضیه بلل کېږي

د دې لیک له مخې ملي امنیت ته دنده ورسپارل شوې چې په کور کې د ښاغلي فیروزي ساتنه وکړي او لويي څارنوالي ته پر وخت د ده د روغتیايي وضعیت راپور ورکړي.

د کابل بانک دوسيي څارونکی کمیسیون ته ویل شوي چې له هرو دوه اونیو وروسته د ښاغلي فیروزي د بانکي تصفيي راپور چمتو کړي.

په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې د کابل بانک له سقوط وروسته افغان دولت د نوم وتي دغه بانک مدیریت په خپل لاس کې واخیست او محکمې هم د کابل بانک په کړکېج کې ښکیل کسان په بند محکوم کړل.

ولسمشر غني په ۲۰۱۴ کال کې یو ځل بیا د کابل بانک دوسیه خلاصه کړه چې وروسته بیا د سترې محکمې د حکم له مخې د کابل بانک دوه اصلي ګډونوال شیرخان فرنود او خلیل الله فیروزي هر یو په لسو کالو بند او د ۳۰۰ ملیونو ډالرو اختلاس شویو پیسو په ورکړې محکوم اعلان شول.

ورته مطالب