ولسمشر غني: د طالبانو راتګ د افغانستان بېرته په شا تګ معنی لري

غني د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني وایي افغانان اوس خپل جمهوري حق پېژني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د طالبانو بېرته راتګ به په دې معنی وي چې افغانستان بېرته په شا تګ کوي. ښاغلي غني دا څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ په ارګ کې د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت په یوه ځانګړې غونډه کې وکړې.

دا غونډه د "نیمګړي څپرکي " تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه چې پکې ولسمشر غني د افغانستان د پخواني واکمن امان الله خان پر دوره، حکومتولۍ، لاسته راوړنو او تېروتنو خبرې کولې.

ښاغلی غني دا خبره په داسې وخت کې کوي چې افغان طالبان او امریکایی پلاوی له څو میاشتو راهیسې د سولې په تړاو پر خپلمنځي بحثونو بوخت دي.

ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته وویل، د افغانستان علماوو د قطر په غونډه کې په هېواد کې د جمهوري نظام دفاع کړې ده او دوی د هېواد ثبات او خیر غواړي.

ولسمشر غني په دې خبرو کې د نظام پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانان باید فکري، هویتي، اقتصادي او سیاسي خپلواکي ولري چې د تلپاتې سولې او ثبات خاوندان شي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني ارګ کې په یوه ځانګړې غونډه کې د پخواني افغان واکمن امان الله خان پر دوره خبرې کولې

د پخواني واکمن امان الله خان دورې ته په اشارې سره ولسمشر غني وویل، 'عصري کېدل په لباس کې نه بلکې په فکر کې دي، ' او دا یې ومنله چې پر لویدیځ لباس ټینګار د امان لله خان یوه تېروتنه وه.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان قصرونه د دې لپاره بیا رغول کېږي چې دا ودانۍ د افغانستان د هویت او تاریخ نښې دي، او دښمنانو تل هڅه کړې چې د افغانانو هویت له منځه یوسي.

نوموړي وویل، 'پر افغاني هویت پانګونه هماغومره مهمه ده لکه پر سړکونو او ودانیو پانګونه. '

ولسمشر غني یو ځل بیا ټینګار وکړ چې افغانان او نړیواله ټولنه باید راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې جدي ونیسي او زیاته یې کړه چې اوس د افغانستان سیاسي لیدلوری بدل شوی او خلک خپل جمهوري حقونه پېژني.

په قطر کې د افغان طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې د خبرو اتم پړاو دوه ورځې وړاندې پای ته ورسېد. دواړه خواو ویلي چې یوې وروستۍ هوکړې ته نږدې شوې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ ټاکنې د سولې پروسه کې خنډ جوړولی شي

وسله والو طالبانو او ان یو شمېر افغان سیاست والو بیا بیا په افغانستان کې له راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو سره مخالفت کړی او دا پروسه د سولې په لار کې یو خنډ بولي.

د امریکا د حکومت دریځ په دې اړه ډېر روښانه نه دی او په ښکاره یې نه دي ویلي چې ټاکنې دې نه کېږي، خو داسې ښکاري چې له طالبانو سره د سولې هوکړه ورته لومړیتوب لري.

خو اروپایي ټولنې همدا پرون چارشنبه په یوه علامیه کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ملاتړ کړی او برتانیا هم نن پنجشنبه د دې ټاکنو لپاره مالي مرسته اعلان کړه.

پخپله ولسمشر غني هم بیا بیا د ټاکنو په ترسره کېدو ټینګار کوي او وایي چې ټاکنې او سوله دوه جلا پروسې دي چې یو بل بشپړوي.

ورته مطالب