اجراییه ریاست: د سولې په اړه به د افغان حکومت او امریکا ترمنځ یوه هوکړه لاسلیک شي

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغانستان حکومت او خلک یې له طالبانو سره د امریکا د خبرو له جزئیاتو نه دي خبر.

د افغان د حکومت اجرائیه ریاست وایي، ټاکل شوې د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې لاسلیک سره هممهاله د افغانستان د حکومت او امریکا ترمنځ هم یوه هوکړه لاسلیک شي.

د اجرائیه ریاست ویاند مرستیال امید میثم بي بي سي ته ویلي، له طالبانو سره د امریکا د هوکړې د لاسلیکولو ترڅنګ افغان حکومت سره د یوې بلې هوکړې لاسلیکېدل اصلاً د هغو اندیښنو په ځواب کې دی چې ګواکې د افغانستان حکومت او خلک یې له طالبانو سره د امریکا د خبرو له جزئیاتو نه دي خبر او هوکړې د پر دې تر شا کېږي.

د ښاغلي میثم په خبره د یوه خپلواک حکومت او د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه د افغان حکومت منل، د طالبانو او امریکا له خبرو د افغان حکومت خبرېدل، بین الافغاني خبرې او اوربند د دغې نوې هوکړې مهم ټکي دي چې د امید میثم په خبره متن یې د افغان حکومت د مشرانو په لاس کې دی.

ښاغلی میثم وایي، له افغان حکومت سره د امریکا دا هوکړه به یوه ډاډګېرنه وي چې د افغانستان په اړه کومه پرېکړه چې کېږي هغه به د افغان حکومت د سلا مشورو پر بنسټ وي.

تردې دمه د دغې هوکړې د لاسلیکېدو نېټه نه ده روښانه شوې، خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند وایي، په دې نژدې ورځو کې به دا خبره هم روښانه شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې. له افغان حکومت سره د دغې هوکړې لاسلیکېدلو سره به د دغو دوو حکومتونو ترمنځ د امنیتي تړون د برخلیک په اړه هم پوښتنې راولاړولی شي.

خو افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د تېر لوی اختر پر درېیمه ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته په وینا کې وویل، له امریکا سره ټولې شوې هوکړې د اعتبار وړ دي او نوې هوکړې ته اړتیا نه شته.

بل خوا د سي اېن اېن خبري شبکې راپور کې ویل شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به نن د جمعې پر ورځ "۱۶م اګسټ" له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د خپل ملي امنیت له سلاکارانو سره وګوري.

سي اېن اېن د سپیني ماڼۍ د دوو سرچینو په قول لیکلي، تمه کېږي چې په دې لیدنه کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون، د دفاع وزیر مارک اسپر او د امریکا لوی درستیز جوزف ډنفورډ حضور ولري.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشرمحمد اشرف غني د تېر لوی اختر په درېیمه ورځ کې افغان امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې ویلي، له امریکا سره ټول شوي هوکړې د اعتبار وړ دي

د راپورونو پر بنسټ د دغې لیدنې اصلي موضوع به د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې طرحه وي چې ورسره به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې کولو لپاره د طالبانو ژمنتیا په اړه هم خبرې وشي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د سولې د خبرواتم پړاو څو ورځې وړاندې پای ته ورسېدې.