په افغانستان کې د سل کلنو بدبختیو تسلسل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له علم سره د امان الله خان مینه شعاري نه وه، بلکې په عمل کې یې هم ثابته کړې وه.

مرحوم ډاکټر عبدالغني د امان الله خان استاد و. هغه یو ځای د خپل شاګرد د ماشومتوب خبره رانکل کړې. د نوموړي په وینا، امان الله خان ان په پنځلس کلنۍ کې ویلي وو چې د وطن په وروسته پاتې والي د خجالت احساس کوي او د خلکو له ناپوهۍ ځوریږي.

دا کوچنی شهزاده چې کله ځوان پاچا شو نو له خجالتۍ او ځور څخه د خلاصون په موخه یې د وطن پرمختګ او معارف ته ځانګړې پاملرنه وکړه؛ خو ځینې کړۍ یې په دې لاره کې خنډ شوې.

د خواشینۍ ځای خو دا دی چې یوه پیړۍ وروسته هم د افغانستان پرمختګ او معارف له هماغه حالت سره مخ دي. هماغه ډول کسان یې مخه ډب کوي. لکه زموږ ذهنیت چې یوه پیړۍ کې بدل شوی نه وي.

راځئ، په لنډه او پرتلیزه توګه د امان الله خان د واکمنۍ او اوسني افغانستان ځینې حالات او شرایط و ارزوو.

د معارف پرمختګ او پر وړاندې یې خنډونه:

امان الله خان به خلکو ته ویل: ''هر څه ورکېږي او زوال قبلوي؛ خو یوازینی شی چې پاتې کېږي او هېڅ د نقصان او ورکېدو اندېښنه یې نشته، هغه علم دی. ''

له علم سره د امان الله خان مینه شعاري نه وه، بلکې په عمل کې یې هم ثابته کړې وه.

د ده په وخت کې د معارف وزارت رسما رامنځته شو، د معارف لپاره مطبعه جوړه، کابل کې ستر کتابون اعمار، مسلکي ښوونځي جوړ شول او د لوړو زدکړو لپاره بهرو ته ځوانان واستول شول.

د همده په واکمنۍ کې په ټول هېواد کې ۳۲۲ ښوونځي جوړ شول چې د شاګردانو شمیر یې ( ۵۱۰۰ ) تنو ته رسېده.

دې علم که له یوې خوا رڼايي راوړله نو له بلې خوا یې د هغو اشخاصو او ډلو ټپلو د بخت ډیوې مړې کولې چې د خلکو په بې علمۍ کې یې بازار ګرم و او په خرافاتو ککړ ماحول کې یې ګټې نغښتې وې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که د غازي امان الله خان په وخت کې ځینو خلکو د معارف مخالفت کاوه او دغه فریضه یې د کفر معادل ګڼله، خو هیچا د ښوونکي وژلو ته زړه نه ښه کاوه.

همدا لامل و چې دې کسانو د پاچا مخالفت ته مټې را بډ وهلې. ښوونځي ته تګ یې ناروا وګڼلو او خلک یې د پاچا پر وړاندې بغاوت ته وهڅول.

د نننۍ نړۍ ځینو پرمختللیو هېوادونو هم دغه شان تورې دورې تېرې کړې دي، خو زموږ بدبختي په دې کې ده چې لا هم په تیاره کې مزل کوو او له هغه حالته چې افغانستان ورسره یوه پیړۍ مخکې مخ و؛ په بدتر حال کې یو.

که د غازي امان الله خان په وخت کې ځینو خلکو د معارف مخالفت کاوه او دغه فریضه یې د کفر معادل ګڼله، خو هیچا د ښوونکي وژلو ته زړه نه ښه کاوه.

هیچا ښوونځی نه سوځاوه او نه یې هم د شاګردانو پر مخونو تیزاب پاشل.

خو په اوسني افغانستان کې مو ولیدل چې ښوونکی وویشتل شو، کوچني زده کوونکي مسموم کړای شول، پر مخونو یې تیزاب وپاشل شول، په سلګونو ښوونځي وسوځول شول او د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې (۱۲۰۰) ښوونځي د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوي دي.

نو دې پایلې ته رسېږو چې کله خبره د علم او د معارف د وضعیت کېږي نو اوسنی افغانستان تر پېړۍ پخوا هم بدتره حالت کې دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې کار هم ځینې کسانو د امان الله خان ضد تبلیغات پیل کړل او بغاوتونو کې یې مستقیمه او غیر مستقیمه برخه واخیسته.

مالي اصلاحات؛ ځینو لپاره د خطر زنګ:

غازي امان الله خان په ۱۳۰۲ کې بوديجه ترتیب کړه. په دې کار سره یې د حکومت عایدات ا لګښتونه مالوم کړل او هم یې هغه لګښتونه بنل کړل چې درباریانو، روحانیونو، قومي مشرانو او نورو کسانو ته به وړیا ورکول کېدل.

امان الله خان د بوديجې د ګټو په اړه ویل: ''فایده یې دا ده چې پخوا به هر څوک کور کې ناست و او یا به بل کار کې مشغول و او له دولته به یې هر کال کور ته په زرګونو روپۍ تللې. د دې روپیو یوه یوه پیسه به بیچاره ملت په ډېر کړاو او خولې تویولو ټولوله او دولت ته یې مالیه ورکوله. زر ځلې افسوس چې دې ظالم به خپله نه ویل چې ایا کوم خدمت مې دولت او ملت ته کړی چې بدل کې یې دا حق الزحمه اخلم. اوس بوديجه اجازه نه ورکوي چې هیچا ته یوه پیسه، پرته له دې چې دولت او یا ملت ته خدمت وکړي، ورکړل شي. ''

په دې کار هم ځینې کسانو د امان الله خان ضد تبلیغات پیل کړل او بغاوتونو کې یې مستقیمه او غیر مستقیمه برخه واخیسته.

په اوسنۍ افغان ټولنه کې هم ګڼ شمېر داسې کسان وینو چې له دولته امتیازات اخلي او بې شمېره لګښتونه کوي،‌ او کله چې ورسره حساب کېږي نو ناندرۍ پیلوي او ګواښونه کوي.‌

نو ویلی شو چې په افغانستان کې نن هم هغسې پرېکنده مالي اصلاحاتو ته اړتیا شته چې سل کاله پخوا وه.‌

اداري اصلاحات؛ کار اهل کار ته سپارل:

امان الله خان؛ د دې لپاره چې ریښتیني علماء له نورو سره تفکیک کړي او کار اهل کار ته وسپاري؛ نو ازموینه اخیستل یې پیل کړل. دې کار پریمانه مخالفتونه وزیږول، ځکه د هغو خلکو ګټه بنده شوه چې د ملا او روحاني په نوم یې امتیازات اخیستل.

کټ مټ همدا حال اوس هم جریان لري. چې کله هم د اصلاحاتو لپاره شرایط وضع کېږي نو مخالفتونه راپورته کېږي. په بېلابېلو دولتي ادارو کې د سمون او وړتیا له پاره د میکانیزمونو رامنځته کول او پر وړاندې یې غبرګونونه هغه څه دي چې د اصلاحاتو مخه ډب کوي.

د انځور حقوق Getty Images

له تېر شوي دوره نوی عبرت:

فرصت طلبو او هغوی چې په اماني اصلاحاتو او پرمختګ کې یې شخصي ګټې زیانمنیدې او یا له بهره تغذیه کېدل؛ د ساده خلکو له احساساتو یې ګټه واخیسته او ټولې موضوع ته یې دیني رنګ ورکړ.

خلک یې د یو مشروع نظام پر ضد راپورته کړل او بالاخره هغه افغانستان، چې نړۍ کې یې د عزت نوم ګټلی و او خپلواکي غوښتوونکیو ملتونو ته د الهام سرچینه و، مسخره شو او خپل ګټلی عزت یې د اماني دورې په زوال له لاسه ورکړ چې بیا هیڅ جبران نشو.

اوس هم د خلکو له احساساتو ګټه اخیستل کېږي، داسې ګټه چې د اسلامي مقدساتو په نوم په ځینو کسانو د خپل وطن ټولګټې تاسیسات ړنګول کېږي.

له دې بحثه یوه ساده نتیجه را ایستلی شو.‌ که له تېر دور نه سبق اخلو نو باید له مشروع لارو د اصلاحاتو لپاره کار وکړو. له شاهي دورې وروسته افغانستان کې ګڼ نظامونه د زور له لارې چپه شول خو ستونزې حل نه شوې، بلکې لاپسې ډېرې شوې.

اړونده مطالب