داعش ډلې کابل کې د واده پر مراسمو د برید مسئولیت ومانه

داسې حال کې چې د کابل پروني برید کې وژل شوي کسان خاورو ته سپارل کېږي، اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) ویلي، دغه برید دوی کړی دی.

دغه برید تېر ماخوستن له ځايي مهال سره سم ماخوستن لس بجې او څلوېښت دقیقې د پلازمېنې کابل دارلامان سیمې د ودونو یوه تالار کې وشو، چې د چارواکو په وینا تر اوسه پکې د ۶۳ کسانو وژل کېدل تایید شوي دي.

دغه برید کې تر ۱۸۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.

د داعش په یوه اعلامیه کې ویل شوي د دوی یوه ملګري 'په یوه لویه ګڼه ګوڼه ' کې ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه او نورو هغه مهال 'له باروتو ډک ولاړ ګاډي ' ته چاودنه ورکړه چې مرستندوی کارکونکي د پېښې ځای ته ورسېدل.

د انځور حقوق Reuters

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، چاودنه تېر ماخوستن شاوخوا لس نیمې بجې د دارالامان پر سړک د ودونو یوه سالون کې شوې ده چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلی رحیمي وايي، چاودنه د سالون په هغه برخه کې شوې ده چېرې چې د واده زلمی ناست و.

د استقلال روغتون د تحریراتو مدیر شیر محمد سروروي بي بي سي ته وویل، دغه روغتون ته د پېښې له ځایه د ۲۱ کسانو مړي او ۴۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

د تېرې شپې د واده تالار کې د ۱۳ وژل شویو مړي د کابل لوېدیځ دوغ اباد هدیره کې خاورو ته وسپارل شول. د سیمې خلک وايي ټول وژل شوي ځوانان دي. په دې وژل شویو کې دوه ماشومان تر ۱۰ کم عمر لري.

د انځور حقوق EPA
Image caption تر چاودنې وروسته د هوټل چت

پر خواله رسنیو د پېښې عکسونه او ویډیوګانې لاس په لاس کېږي چې په کې خلک د خپلو خپلوانو پر وژنه یا ټپي کېدو ویر کوي. ځینې نور خلک بیا د خپلۍ کورنۍ غړي لټوي او وایي چې مړی او ژوندی یې نه دی مالوم.

کابل کې د ودونو تالار کې چاودنه

د محمد فرحق په نامه واده ته یوه بلل شوي مېلمه ویلي، د چاودنې په وخت کې دی د ښځو ځانګړي ځای کې و،‌ نو ځکه ژوندی پاتې شوی:‌

"د سړیو ځای کې کابو هېڅ کس هم روغ نه دی پاتې. ټول سړي یا وژل شوي او یا ټپیان دي. ۲۰ دقیقې سالون له لوګي ډک وو.‌ ټولو چیغې وهلې. له چاودنې وروسته دوو ساعتونو پورې مرستندویانو قربانیان بهر ته لېږدول.''

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دا پېښه یو جنګي جنایت بللې او وايي چې هېڅ د توجیه وړ نه دی.

د کابل ښار دې برخه کې تر ډېره هزاره وګړي مېشت دي. تر دې دمه کومې ډلې د دې پېښې مسئولیت نه دی منلی.

د کابل د ځانمرګي برید په اړه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، د کابل نننی برید د طالبانو کار نه دی او دا برید یې غندلی او د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي، د ماشومانو او ښځو وژل هېڅ توجیه نه لري.

کابل ته د جرمني سفیر پيټر پروګل هم پر واده ځانمرګی برید 'ترهګریز عمل' بللی او زیاته کړې یې ده: "دا تر ترهګریز برید ډېر کرغېړن عمل دی. غیر انساني کار دی."

د انځور حقوق Reuters
Image caption وژل شویو کې ماشومان هم دي

بلخ کې چاودنې ۱۱ ملکیان وژلي

بلخوا په بلخ کې سیمه ییز چارواکي وایي، په دولت اباد ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر یوه موټر چاودنه شوې چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې ۱۱ تنه وژلي دي.

دغه پېښه نن سهار شپږ نیمې بجې پر یو سراچه ډوله موټر شوې چې د دولت اباد ولسوالۍ حیاتانو کلي څخه د مزارشریف ښار په لوري یې تګ کاوه.

د دولت اباد ولسوال محمد یوسف پېښه تاییدوي او زیاتوي چې له دوو ورځو راهيسې دا لاره د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو د جګړې په لومړۍ کرښه بدله شوې.

د حیاتانو د کلي یو مشر هم وایي، د سورلۍ پر موټر ځای پر ځای شوی ماین چاودلی، وژل شوي کسان ټول ملکیان دي.

د بلخ د چاودنې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

لس ورځې وړاندې هم کابل کې د پولیسو یوه مرکز ته څېرمه چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۱۸ کسان یې ووژل او تر ۱۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

دا ټولې پېښې داسې مهال رامنځ ته شوې‌ چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د راتلونکي پړاو خبرو لپاره هیله مندي ډېره شوې ده.

ورته مطالب