طالبان: امریکا سره د سولې د هوکړه لیک ورځ نه ده ټاکل شوې

  • 18 اګست 2019 - 27 زمری 1398
سهیل شاهین د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د طالبانو دغه سرچینه وايي، تمه ده چې راتلونکې خبرې به روانه اوونۍ پیل شي او دا ځل خبرې به ډېرې لنډې وي؛ ځکه چې په خبره یې دواړه غاړې پر اختلافي ټکو له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کړي دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب استازو غړی امریکا سره د سولې د هوکړه لیک ورځ نه ده ښودلې او ویلي یې دي چې لا یې هم څه جزئیات پاتې دي.

سهیل شاهین په خپل ټویټر پاڼه کې ویلي: "له امریکا سره د هوکړې د لاسلیک ورځ نه ده ټاکل شوې. کله چې ځینې پاتې جزئيات نهایي شي بیا به د اعلان په اړه تصمیم نیول کېږي. موږ ډاډه یو چې یو ځل بیا به افغانستان ته په واقعي معنا استقلال اعاده شي چې ټول ولس به پرې ویاړي."

بل خوا افغان حکومت تمه ښودلې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ به ژر د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي چې له هغې وروسته به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

پرون د شنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې یوې غونډه کې وویل، طالبان د افغانستان لپاره هېڅ کومه طرحه نه لري.

ولسمشر غني وايي، که دوی د اسلامي جمهوریت تر چوکاټ لاندې راځي نو هرکله دې راشي هوکړه به ورسره کېږي:

نوموړي زیاته کړه: "باید ټاکنې ومني، خو دا چې د تل لپاره له یوه وچ فارمول سره راشئ او د څو ورځو له کبله د افغانستان د ټولو نسلونو راتلونکي خراب کړئ، دا کار نو ناممکن دی."

وړاندې په دوحه کې د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، دوی له امریکایانو سره احتمالي تړون کې د جنجالي ټکو په اړه خپلې خپلمنځي خبرې وروستۍ کړي او راتلونکو خبرو ته چمتو دي.

د طالبانو دغه سرچینه وايي، تمه ده دا ځل خبرې به ډېرې لنډې وي؛ ځکه چې دواړه غاړې پر اختلافي ټکو له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ له طالبانو سره د سولې د طرحې په موخه د زلمي خلیلزاد په ګډون د خپل حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره تر لیدنې وروسته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې امریکا تمه لري، د امکان په صورت کې له طالبانو سره هوکړې ته ورسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، طالبان د افغانستان لپاره هېڅ کومه طرحه نه لري

بل لور ته د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان کوټې په یوه جومات کې بمي چاودنې د افغان طالبانو د مشر ملا هبت الله ورور وواژه او لږ تر لږه شل تنه یې ټپیان کړل.

طالب سرچینې، د ملا هبت الله د ورور وژل کېدل دردوونکې او خواشینوونکې پېښه بللې او ویې وویل، دوی یې په اړه تحقیق کوي، خو په خبره یې د سولې خبرې به روانې وي.

ورته مطالب