د افغانستان لومړۍ مېرمنې: له ملکه ثریا تر رولا غني

  • 18 اګست 2019 - 27 زمری 1398
Image caption ملکه ثریا له ۱۹۱۹ تر تر ۱۹۲۹ پورې د افغانستان ملکه وه.

ملکه ثریا طرزي، د شاه امان الله خان مېرمن

ثریا طرزي د ۱۸۹۷ کال نومبر پر ۲۴مه، د سوریې پلازمېنه دمشق کې زیږېدلې ده. د ملکې ثریا مور د سوريې وه.

ملکه ثریا له ۱۹۱۹ تر تر ۱۹۲۹ پورې د افغانستان ملکه وه.

پلار یې محمود طرزی "د افغانستان د مطبوعاتو پلار" په نامه یادېده.

ثریا طرزی په شپاړس کلنۍ کې په ۱۹۱۳ کال له شاه امان الله خان سره واده کړی.

په ۲۰ کلنۍ کې شاه امان الله خان پاچاهۍ ته ورسېد، همدا وو، چې ملکه ثریا د افغانستان د کولتور وزیره شوه.

تاریخي لیکنې ملکه ثریا د ښځو د زادۍ له مخکښو څخه ګڼي.

ملکه ثریا په زیاترو اروپايي سفرونو کې له شاه امان الله خان سره ملګرې وه.

په دې پېر کې د نجونو ښوونځي جوړ شول او د ښځو ځانګړې مجلې چاپ شوې.

ملکه ثریا په غربې جامو کې امان الله خان سره سفرو ته تلله خو د ولس له لوري له سختو غبرګونونو سره مخ وه.

ملکه ثریا لس کاله د افغانستان ملکه وه.

بي بي سروري سنګري، د حبیب الله کلکاني مېرمن

Image caption بي بي سروري سنګري د پروان ولایت وه

بېنظیر سروري پروان ولایت کې زیږېدلې او په ۱۹۲۳ کال یې له حبیب الله کلکاني سره واده کړی، چې په ۱۹۲۹ کال کې د نهو میاشتو لپاره د افغانستان پاچا شو.

ځینې رپوټونه وايي، چې آغلې سروري د خپل مېړه کلکاني د واکمنۍ پرمهال او هغه مهال چې مېړه یې بندي بیا وتښتېد، له خپل مېړه سره کلکه ملګرتیا کوله، همدا ده، چې ځينې یې بي بي سروري سنګري بولي.

بی بي سروري سنګري به تل په لوی سپین ټیکړي کې ګرځېده او خلکو به له همدې امله بي بي ورسره لقب یاداوه.

بي بي سروري سنګري د مبارزو افغان ښځو له ډلې ګڼل کېږي، چې د حکومت له لوري په ۱۹۳۰ کال په شلو کلونو بند محکومه شوې ده.

بي بي سروري د نهو میاشتو لپاره د افغانستان ملکه وه.

د نادر شاه مېرمن

د نادر شاه د مېرمنې په هکله ډېر معلومات نه شته، خو د استاد او تاریخپوه شریف ځدران وایي"د نادر خان مېرمن ډېره بهر ته نه راوتله او له سیاست سره یې هم کار نه درلود."

ملکه حمیرا، د ظاهر شاه مېرمن

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملکه حمیرا (سپین کمیس کې) به غربې جامې اغوستې.

ملکه حمیرا په ‍‍۱۹۱۶ کال دې نړۍ ته سترګې وغړولې او د ۲۰۰۲ د جون میاشتې پر ۲۶مه د ایټالیا په روم کې د ۸۶ کلونو په عمر مړه شوه.

هغه به له ظاهر شاه سره په بهرنیو سفرونو کې ملګرې وه.

آغلې حمیرا د افغانستان په ټولنیزو او روزنیزو برخو کې فعالیت درلود او "د مېرمنو ټولنه" د بنسټګرو مشرانو او د ښځو د حقونو له مدافعو مشرانو ښځو ګڼل کېده.

ملکې حمیرا به ښځې دې ته هڅولې، چې په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې خپله ونډه وښيي.

هغې د سره صلیب د ټولنې په ګډون په ځینو خیریه ټولنو کې په رضاکارانه ډول برخه اخیسته.

ملکه حمیرا به غربې جامې اغوستې.

هغه په تېره شاوخوا یوه پېړۍ کې تر ټولو د اوږد وخت لپاره (۱۹۳۱ تر ۱۹۷۳) د افغانستان لومړۍ مېرمن پاتې شوې ده.

مېرمن زینب، د سردار محمد داود خان مېرمن

Image caption زینب په ۱۶ کلنۍ کې له داود خان سره واده کړی و

مېرمن زینب له درباري کورنۍ څخه وه چې په ۱۹۱۷ کال دې نړۍ ته راغلې او په ۱۹۳۳ کال یې په شپاړس کلنۍ کې د افغانستان له لومړي ولسمشر سردار محمد داود خان سره واده وکړ.

زینب د نادرشاه لور او د محمد ظاهر شاه خور وه، چې د ثور/غويي پر اوومه د داود خان د کورنۍ له نورو غړو سره یوځای په ارګ کې ووژل شوه.

آغلې زینب چې له ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۸ کال پورې د افغانستان لومړۍ مېرمن وه، د افغانستان په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې ونډه نه لرله.

نور بي ‌بي تره کې، د نور محمد تره کي مېرمن

د نور محمد تره کي د مېرمنې په اړه باوري سرچینو کې مالومات نه شته او داسې اسناد نه شته، چې وښيي د افغانستان لومړنۍ مېرمنې په خپله په سیاسي او ټولنیزو برخو کې ونډه لرله خو عبدالکریم ناله چې د بي بي سي خبریال او د نجیب الله د واکمنۍ پرمهال والي پاتې شوی و، وایي:

"نور بي بي تره کې د غرني ولایت وه او سواد یې نه در لود، کليوالي ژوند یې کاوه او تل به یې افغاني دودیزې جامې اغوستې."

Image caption له ښۍ خوا کیڼ اړخ ته له پاسه: ملکه ثریا، زینب داود، بي بي سروري سنګري، نور بي بي تره کې، ملکه حمیرا، رولا غني (بي بي ګل) فتانه نجیب او زینت کرزۍ

خو د نور محمد تره کي ولسمشرۍ په دوران کې ښځو وکړای شو، چې په دې موده کې سیاسي او د قانون جوړونې برخو کې برخه واخلي.

په دې وخت کې اجباري ودونه ممنوع اعلان شول.

د حکومت ځینې مهم وزارتونه او ځینې مهم بنسټونه د ښځو له لوري اداره کېدل.

د حفیظ الله امین مېرمن

د حفیظ الله امین د مېرمنې په هکله کافي معلومات نشته خو ښاغلی ناله یې په اړه وايي: "د حفیظ الله امین مېرمن د کابل په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلې او د ښوونکې په توګه یې په یوه ښوونځي کې دنده مخته وړې ده، خو د خپل مېړه په سیاسي چارو کې یې ځان له ښکېلولو څنګ ته نیولی و، مګر اخترونو او د ازادۍ په څېر ځینو جشنونو کې به ورسره وه. د هغې د جامو اغوستلو بڼه ډېره دودیزه وه."

محبوبه کارمل، د ببرک کارمل مېرمن

په ۱۹۳۴ کال په کابل کې زیږېدلې. هغه د کابل پوهنتون له ادبیاتو پوهنځي تر فارغېدو وروسته، د کابل په بېلابېلو ښوونځیو کې تدریس کړی. مېرمن کارمل له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۵ پورې د افغانستان لومړۍ مېرمن وه. اغلې کارمل په ۱۹۸۱ کال کې یو "دار الایتام" جوړ کړ او په کابل او نورو ولایتونو کې یې د بې وزله ماشومانو سرپرستي پر غاړه اخیستې وه. هغه درې کاله د یتیم پالنې د مرکز مشره وه. مېرمن محبوبه به تل په رسمې جامو کې بهر ته وتله.

فتانه، د ډاکټر نجیب الله مېرمن

Image caption فتانه نجیب تر دوکتورا کچې زدکړې کړې دي

فتانې په ۱۹۵۳ کال بغلان ولایت کې دې نړۍ ته سترګې غړولې او د فارسي ژبې او ادبیاتو دوکتورا لري.

هغې څه موده د نوي ډیلي پوهنتون کې تدریس کړی او اوس همالته ژوند کوي.

آغلې فتانې د ۱۳۵۳ په وږي/سنبله میاشت کې له ډاکټر نجیب الله سره واده وکړ. مېرمن فتانې بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي، په سیاسي فعالیتونو کې یې ونډه نه لرله.

آغلې فتانه نجیب له ۱۹۸۷ تر ۱۹۹۲ پورې د افغانستان لومړۍ مېرمن وه.

د ملا عمر مېرمنې

د طالبانو د تحریک د بنسټګر ملا محمد عمر د کورنۍ او مېرمنو په باب ډېر دقیق معلومات نه شته او هېڅ انځور یې هم نه دی خپور شوی.

خو ملا محمد عمر ته نژدې سید اکبر اغا چې اوس مهال د 'افغانستان د خلاصون شورا" مشر دی، د ملا محمد عمر د کورني ژوند په اړه له بي بي سي سره ځینې معلومات شریک کړل.

نوموړی وايي: "ملا عمر درې ښځې لرلې لومړنۍ مېرمن یې د اروزګان ولایت ده، دویمه یې د کندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ او درېیمه هغه یې هم د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ده، کیلوالي ژوند یې درلود او په کليوالي جامو کې به پټ مخ ګرځېدلې.

سید اکبر اغا وايي، د ملا عمر درې سره ښځې لیک او لوست نه لري او ماشومان هم د ښوونځي پر ځای مدرسو ته ځي او اوسمهال یې ټوله کورنۍ پاکستان کې اوسېږي.

ظاهره رباني- د برهان الدین رباني مېرمن

Image caption ظاهره رباني: "که څه هم د کور پر کارونو بوخته یم، خو په تېر کې مې سیاسي فعالیت درلود."

ظاهره رباني- د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني مېرمن ده. اغلې رباني له ۱۹۹۲تر۱۹۹۶ پورې د افغانستان لومړۍ مېرمن وه، چې د افغانستان د سیاسي فعالانو په منځ کې تر ډېره ناپېژندل شوې څېره ده. هغې په ۱۳۹۱ کال کې، هغه مهال چې برهان الدین رباني د سولې د عالي شورا رییس و، یوې بې سابقې خبري غونډې ته له طالبانو سره د سولې د چمتووالي په اړه د یوې فعالې ښځې په بڼه خبرې وکړې.

آغلې رباني په غونډه کې خبریالانو ته وویل: "که څه هم د کور پر کارونو بوخته یم، خو په تېر کې مې سیاسي فعالیت درلود."

د هغې د ویناوو پربنسټ، هغې وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند او جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ د اوربند په برخه کې ونډه درلوده.

زینت قریشي - د حامد کرزي مېرمن

د انځور حقوق AFP
Image caption زینت د خپل مېړه د واکمنۍ پرمهال هېڅ ډول سیاسي فعالیت نه درلود او له رسنیو یې هم تر ډېره ځان ګوښه ساتلی و.

زینت قریشي په ۱۹۷۳ کال په سوېلي ولایت کندهار کې زیږېدلې او ماشومتوب یې همالته تېر کړی دی.

هغې د کابل د طب پوهنځی لوستی او په ۱۹۹۲ کال د بلوچستان کوټې ښار ته له کورنۍ سره کډواله شوې ده، چې شپږ کاله یې هلته د کوټې په یوه روغتون کې کار کړی.

زینت په ۱۹۹۷ کال له حامد کرزي سره کوژده وکړه او د ۱۹۹۹ کال په جنورۍ کې یې سره واده وکړ.

زینت د خپل مېړه د واکمنۍ پرمهال هېڅ ډول سیاسي فعالیت نه درلود او له رسنیو یې هم تر ډېره ځان ګوښه ساتلی و.

هغې په ۲۰۰۲ کال کې بي بي سي سره په یوه مرکه کې له افغان ښځو وغوښتل، چې تر ډېره زدکړو او روزنې ته مخه کړي.

رولا غني، د محمد اشرف غني مېرمن

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رولا غني تر ډېره رسمي او افغاني جامې اغوندي

رولا غني چې ولسمشر غني تر ولسمشر کېدو وروسته (بي بي ګله) وبلل شوه، د لبنان په بیروت کې ريږېدلې او د لبنان امریکایي پوهنتون څخه یې په ژورنالیزم کې لیسانس اخیستی او په نړیوالو اړیکو کې یې ماستري هم اخیستې ده. رولا غني په عربي، انګلیسي او فارسي خبرې کولی شي.

محمد اشرف غني د بیروت په امریکايي پوهنتون کې د محصلۍ پرمهال له رولا غني سره پېژندلي او ۴۰ کاله مخکې یې واده کړی.

ځینې خلک تر ملکې ثریا وروسته د تېرو ۱۰۰ کلونو پنځلسو لومړیو مېرمنو کې رولا غني تر نورو هغو ډېره فعاله مېرمن بولي. د اشرف غني تر ولسمشر کېدو وروسته رولا غني د خپلو فعالیتونو مخته بېولو لپاره جلا دفتر جوړ کړ.

رولا غني تر ډېره رسمي او افغاني جامې اغوندي. هغې په یوه مرکه کې ویلي "تر اوسه له کوم غبرګون سره نه یم مخامخ شوې."

ورته مطالب