ننګرهار ته د امان الله خان پلانونه چې خوب پاتې شول

  • 18 اګست 2019 - 27 زمری 1398
د دې شاهي کورنۍ د قبرونو پر ودانۍ ډېر کلونه وتلي چې يو څه خرابه شوې وه،
Image caption د دې شاهي کورنۍ د قبرونو پر ودانۍ ډېر کلونه وتلي چې يو څه خرابه شوې وه

د افغانستان په ختيځ ننګرهار جلال اباد کې چې د افغانستان يو پخوانی واکمن شاه امان الله خان اوسېدلی او هم یې مقبره دلې ده. دا ښار د دې شاهي کورنۍ ژمنۍ پلازمېنه او دمې ښار پاتې شوی دی.

د شاه امان الله خان مقبره د ده د پلار په نوم بڼ امير شهيد ددې ښار په لوېديځه څنډه کې د جومات ترڅنګ ده. دا بڼ د کابل ـ جلال اباد په لويه لار شاهي ماڼۍ ته نژدې، سراج العمارت بڼ ته مخامخ د سړک په کیڼ اړخ کې دی.

په دې مقبره نژدې يوه نيمه پېړۍ اوړي او يوازې د امیر امان الله خان نه بلکې، د هغه پلار امير حبيب الله خان، مېرمن يې ملکه ثريا، خور یې او ورور یې سردار عنايت الله خان سره خوا په خوا خښ دي.

د دې شاهي کورنۍ د قبرونو پر ودانۍ ډېر کلونه وتلي چې د څو کلونو په ژمنو سره- سره بيا هم ویجاړه پرته وه، خو تازه د افغان حکومت په لګښت يې دا ورځې د رغېدو چارې روانې دي.

د دې مقبرې ډېره برخه رغېدلې. پاس چتونو کې یې لرګي، نورو برخو کې نوې او زړه خاوره سره بېرته ګډ کړای شوي دي، خو خپله قبرونه یې په خپل حال دي. په مرمرینو ډبرو پوښل شوي او د دوی د مړینې او ژوند نېټې پرې کښل شوي.

چارواکي وایي، د مقبرې کارونه په چټکۍ روان دي او د خپلواکۍ سلمې نمانځنې ورځې ته به د لېدو ځای شي.

Image caption امان الله خان غوښتل جلال اباد له پښتونخوا او له هغې خوا له بریتانوي هند سره د ريل پټلۍ په وسيله ونښلوي

غازي امان الله خان د دې ښار لپاره هم یو لړ مهم پلانونه درلودل، په دې ښار کې د افغانستان په کچه په لومړي ځل د خوږې فابریکه یې پرانېسته، خو تر لنډ وخت وروسته بېرته ودرېده.

همدارنګه امان الله خان غوښتل جلال اباد پښتونخوا او له هغې خوا بریتانوي هند سره د ريل پټلۍ په وسيله ونښلوي، خو لکه د نورو پرمختیايي پلانونو په څېر یې دا پلان هم عملاً و نه ليدل شو.

د ننګرهار پوهنتون استاد پوهاند مستعلي نيازی وایي، امان الله خان ته ننګرهار ځکه مهم و چې د پېښور او کابل ترمنځ پرته سيمه او د هغه وخت افغانستان منځنۍ برخه حسابېده.

دی زیاتوي:

"لومړی د امان الله خان وصيت و، دوېیم ننګرهار د ده پلار او خپله د امان الله خان خوښېده، ځکه پښتونخوا سره نښتې سیمه ده او امان الله خان له پښتونستان سره لېونۍ مینه درلوده. د همدې لپاره امان الله خان چې کله په سفر تللو، نو خپل پاسپورټ یې کوټه کې هم لاسلیک نه کړ، کله چې له کوټې ووت بيا یې پاسپورټ لاسلیک کړ. دا خاوره یې ازاده ګڼله. درېيم دا چې ننګرهار کې دوی خپلې مقبرې خوندې احساسولې، ځکه ننګرهار خپل برم درلود او ډېر کله په کې حمله کوونکو ماتې خوړلې وه."

امان الله خان به ډېر وخت جلال اباد ته راته او ان د اساسي قانون چې هغه وخت "نظام نامه" يادېده، لومړني کارونه یې هم په همدې ښار کې سرته ورسېدل.

لیکوال او شنونکی شېرعلم امله وال وایي، د امان الله خان مقبرې دې ښار ته تاريخي ارزښت ورکړی او د تاريخي ابدې په توګه یې خلک لېدو ته راځي.

Image caption سراج العمارت ودانۍ او بڼ، شاهي بڼ چې د شاهي ماڼۍ ترڅنګ پروت او لويديځ طرف ته لږ وړاندې ترې د کابل سیند په بهسودو ولسوالۍ کې مخ پر وړاندې ځي

هغه زياتوي:

"جلال اباد ته یې په تاريخي لحاظ ډېر ارزښت ورکړی، ځګه دلته امیر حبيب الله خان، امیر امان الله خان او ورسره د عدم تشدد سرلاری باچاخان خښ دی. د تاريخي ابدو په توګه خلک د دوی د مقبرو لېدو ته له کور دننه او نورو هېوادونو څخه راځي او دا ښار یې د لېدو وړ ګرځولی دی."

تاريخ ليکوونکي وايي، امیر حبيب الله خان او زوی يې امان الله د خپلې وصيت، له ننګرهار سره د مينې او د دې سيمې د خپل شته برم له مخې ننګرهار خوښاوه، نو د همدې لپاره خو حبيب الله خان خپله ژمنۍ پلازمېنه ګرځولې وه او امان الله خان به هم په ژوندوني خپل ډېر وخت په دې ښار کې تېراوه.

د امان الله خان پلار او د افغانستان یو بل واکمن امیر حبیب الله خان د خپلې واکمنۍ پر مهال په جلال اباد ښار کې بڼونه او ودانۍ رغولې وې چې امیر شهيد بڼ او سراج العمارت په نومونو یادېږي.

سراج الاخبار ورځپاڼه چې په افغانستان کې د وخت لومړنۍ او امیر حبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال چاپېدله په کې لیکل شوي چې امیر حبيب الله به جلال اباد او د لغمان اوسني کله ګوش ته د سیل او ښکار لپاره تللو.

Image caption د دې شاهي کورنۍ قبرونه د څو کلونو په څو ځلي ژمنو سره- سره بيا هم ویجاړ پراته وو، خو تازه د افغان حکومت په لګښت يې دا ورځې د رغېدو چارې روانې دي.

سراج العمارت ودانۍ او بڼ، شاهي بڼ چې د شاهي ماڼۍ ترڅنګ پروت او لويديځ طرف ته لږ وړاندې ترې د کابل سیند په بهسودو ولسوالۍ کې مخ پر وړاندې ځي، د سيند او بڼ ترمنځ منځنۍ برخه یې هم د اميرحبيب الله خان د ښکار سيمه بللې ده.

یادې ودانۍ او بڼوڼه چې د کورنيو جګړو پر مهال یې څه برخې ویجاړې شوې وې، ځېنې برخې یې بېرته رغيدلې او سلګونو کلونه وروسته دې ښار کې دا ځايونه د دې ښار د اوسېدونکو د ليدو او ناستې پاستې ځايونه دي.

ورته مطالب