د عکسونو البوم: کابل کې د ودونو تالار کې چاودنه

د افغانستان د پلازمېنې کابل لوېدځ شپږمې ناحیې اړوند شهر دوبۍ په نامه د ودونو تالار کې تېر ماخوستن چاودنه شوې چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ښځو او ماشومانو په ګډون، لږ تر لږه ۶۳ کسان وژل شوي او ۱۸۲ نور ټپیان دي.

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د شهر دوبۍ په نامه دا هوټل د کابل ښار لوېدیځ شپږمه ناحیه کې دی.
کابل د انځور حقوق EPA
Image caption چاودنه ماسخوتن شاوخوا لس نیمې بجې شوې
چاودنه د انځور حقوق Getty Images
Image caption چاودنه د سالون په هغه برخه کې شوې ده چېرې چې د واده زلمی ناست و.
کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption په چاودنه کې د ۶۳ کسانو د وژل کېدو او د ۱۸۲ نورو د ټپي کېدو خبر تایید شوی دی.
کابل د انځور حقوق Reuters
Image caption تر اوسه کومې ډلې ددغې چاودنې مسؤولیت نه دی منلی
کابل د انځور حقوق Reuters
Image caption د تېرې شپې د واده تالار کې د ۱۳ وژل شویو مړي د کابل لوېدیځ دوغ اباد هدیره کې خاورو ته وسپارل شول.
کابل د انځور حقوق Reuters
Image caption د سیمې خلک وايي ټول وژل شوي ځوانان دي. په دې وژل شویو کې دوه ماشومان تر ۱۰ کم عمر لري.
کابل
Image caption د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دا پېښه یو جنګي جنایت بللې او وايي چې هېڅ د توجیه وړ نه دی.

.