ورځپاڼې: د طالبانو او امریکایانو هوکړه کې د اوربند موضوع ګونګه ده

  • 18 اګست 2019 - 27 زمری 1398
طالبان د انځور حقوق Getty Images

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي له افغانانو سره اندیښنه دا ده چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کې دوی له پامه غورځولي دي.

دا ورځپاڼه لیکي دا اندیښنې هغه وخت ډېرې شوې چې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له طالبانو سره د هوکړې متن چې وروستی بلل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته وړاندې کړی، داسې متن چې له مخې امریکا خپل سرتیري له افغانستانه وباسي خو له طالبانو نه دي غوښتل چې حتماً باید اوربند وکړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې.

ورځپاڼه لیکي، خلک پوښتنه کوي چې:

ولې دا خبرې پټې دي؟

د افغانانو د خپل منځي خبرو لپاره د طالبانو ژمنتیا ضمانت څوک کوي؟

ایا طالبان به د بهرنیو ځواکونو له وتلو ټول واک ترلاسه نه کړي؟

واشنګټن پوسټ هم له طالبانو سره د کېدونکې هوکړې په متن کې ځینو ناڅرګندتیاوو ته اشاره کړې، لکه دا چې د احتمالي اوربند جزییات نه دي یاد شوي او دا هم جوته نه ده چې ایا طالبانو دا منلې چې په بل پړاو کې به له افغان حکومت سره مخامخ خبري کوي او که نه؟

هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي پاکستان به هڅه وکړي چې د کشمیر له مسئلې په ګټې اخېستو د هند په نړۍ کې پروپاګند وکړي.

د انځور حقوق Getty Images

دا ورځپاڼه زیاتوي، پاکستان وروسته له هغه چې د کشمیر د مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د رسمي پرانېستي غونډې په رابللو کې پاتې راغی او ویې شوای کړای داسې یوې غونډې د پاکستان استازی وینا وکړي، ويې ښودله چې د کشمیر مسئله به په نړیواله سطحه مطرح کړي.

ورځپاڼې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي دا خبره د پام وړ بللې چې پرون یې وویل، په بهرنیو چارو وزارت کې به د کشمیر یوه برخه رامنځته کړي او دغه راز د پاکستان په ټولو سفارتونو کې د کشمیر څانګه جوړه کړي چې په اغېزناکه توګه د کشمیر د مسئلې اړوند چارې سمبال او اړیکې رامنځته کړي.