د کابل چاودنه؛ واده څنګه په ماتم بدل شو؟

  • 18 اګست 2019 - 27 زمری 1398
واده د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د پلازمېنې کابل ښار لوېدیځ شپږمې امنیتي حوزې اړوند د شهر دوبۍ ودونو تالار کې تېر ماخوستن سلګونه کسان د واده مراسمو لپاره ورټول شوي وو.

عیني شاهدان وايي، په نڅا او خوشحالۍ بوخت وو چې ناڅاپه یو دروند غږ فضا تیاره کړه، هره خوا لوګي و او د هوټل په سالون کې شور ماشور شو.

شاوخوا ګڼ وژل شوي او ټپیان پراته وو. د شپې تر ناوخته ښځو او سړیو د هوټل منځ او شاوخوا واټونو کې یبلې پښې منډې را منډې وهلې او د خپلوانو او کورنیو د غړو لټه یې کوله.

محمد ظفر چې د پېښې عیني شاهد دی وايي: "حالت ډېر خراب و، ښځو لوڅې پښې پر واټونو منډې وهلې او چغې یې وهلې چې زموږ زامن چېرې دي؟ ځینو نارې وهلې چې زما پلار څه شو؟ ما په خپل ژوند داسې حالت نه و لیدلی."

محمد ظاهر بل عیني شاهد دی چې له پېښې روغ وتلی. دی وايي د شپې شاوخوا لس نیمې بجې وې چې د چاودنې غږ پورته شو. دده په خبره وضعیت ډېر خراب و لسګونه ښځې او ماشومان ووژل شول او ټپیان شول.

عبدالمالک چې ۱۴ کلن زوی یې په دې پېښه کې وژل شوی وايي، ټوله شپه د خپل زوی د جسد موندلو لپاره روغتون په روغتون وګرځېد چې بلاخره یې د خپل تنکي زوی جسد په ایمرجنسي روغتون کې وموند.

دی وايي: "زوی مې د افغان ترک ښوونځي اتم ټولګي کې اول نومره و. زما ورور د واده د زلمي ګاونډی و، زما زوی یې هم له ځان سره واده ته بېولی و او هلته په وحشیانه پېښه کې مې زوی له لاسه ورکړ."

عزت الله بل کس دی چې واده کې یې ګډون کړی و، د کورنۍ دوه غړي ورور او وراره یې په دې پېښه کې وژل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images

دی وايي باور یې نه کېده چې د واده په محفل کې دې داسې چاودنه وشي.

عزت الله وايي، واده ډېر په خوشحالۍ پرمخ روان و، هر سړی خوښ ښکارېده، خو چې چاودنه وشوه، ټول سالون یې په وینو رنګ کړ. دی چې د چاودنې څو مترۍ کې و وايي:

"د سړیو په سالون کې وژل شوي او ټپیان ډېر زیات و. د چا لاس، د ځینو پښې او چاودنې ته د نژدې خلکو سرونه پرې شوي وو. زه ورغلم د څو ټپیانو په لېږدولو کې مې مرسته وکړه خو وروسته امنیتي کسان راغلل او ماته یې ویل چې موږ خپله ټپیان لېږدو."

دی وايي د چاودني پروخت بېهوښه شوی و او چې کله هېښ شو ویې لیدل چې هرڅه ګډوډ شوي دي.

ښاغلی عزت الله زیاتوي چې د واده په سالون کې شاوخوا ۸۰۰ کسان ورټول وو.

د انځور حقوق Getty Images

د واده زلمي (زوم) رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د چاودنې پرمهال دی د نکاح په خونه کې و او ویلي یې دي چې ناوې هم ژوندۍ پاتې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، تر اوسه لږ تر لږه د ۶۳ کسانو وژل کېدل او ۱۸۲ نور ټپي کېدل تایید شوي دي.

ددې وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه تېر ماخوستن شاوخوا لس نیمې بجې د چهار قلا پر سړک د ودونو یوه سالون کې شوې ده چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د یوې خبرپاڼې په خپرولو 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې ددې پېښې مسؤولیت منلی دی.